رسول الله ص ته د جهاد اجازه | نبوي سيرت
د مدينې د مشرکانو مشر عبدالله بن ابي له وړاندې د مکې له مشرکانو سره په اړيکه کې و او دداسې موکې په لټه کې و چې خپل قوميان د محمدصلی الله عليه وسلم پر خلاف جنگ ته تيار کړي، کله چې د مکې مشرکانو عبدالله بن ابی ته ليک واستوی چې په کې يې ورته ليکلي و: تاسو زموږ يو تن ته پنا ورکړې ده په الله قسم درکوو چې يا يې له خپلې ځمکې وشړئ او يا ورسره جنگ پيل کړئ که نه موږ له يو داسې لښکر سره درځو چې جنگيالي به مو و وژني او ښځې به مو مينځې وگرځوي.
د مکې د مشرکانو ليک ترلاسه کولو نه وروسته سم دلاسه عبدالله بن ابي د مدينې مشرکان د محمدصلی الله عليه وسلم پرخلاف جنگ ته وهڅول کله چې پرې محمدصلی الله عليه وسلم خبر شو، ورسره يې وليدل او ورته يې وويل چې د قريشو ليک درباندې دومره اغيزه کړې چې خپلو وروڼو او خويندو سره يې جنگ ته اړ کړي ياستی، د محمدصلی الله عليه وسلم خبرو اورېدلو وروسته جنگ نه لاس په سر شول.
خو د قريشو پرله پسې ننگونو او اخطارونو په مدينه کې د مسلمانانو ژوند دومره تنگ کړ چې هر مسلمان به په وسلې سمبال ويده کيدای، دغو نازکو او خطرناکو حالاتو ته په کتو الله جل جلاله مسلمانانو ته د جهاد اجازه ورکړه څو مسلمانان د کفارو له شره خوندي شي خودا جهاد په لومړي سر کې پر مسلمانانو فرض نه و بلکې يوازې د جهاد اجازه ورکړل شوې وه .
[irp][irp][irp]وروسته بيا جهاد فرض شو د ځان ساتنې لپاره چې که چېرې کافران پر مسلمانانويرغل وکړي نو مسلمانان د ځان ساتنې په موخه له هغوی سره جنگېدلای شي او په خپله مسلمانان د جهاد پيل نه شي کولای .
وروسته بيا اقدامي جهادفرض شو چې مسلمانان بايد په خپله پرته لدې چې کافران پر هغوی يرغل وکړي د کافرانو پر وړاندې جهاد پيل کړي ځکه د کافرانو څخه دا هيله نه شي کېدلای چې هغوی به مسلمانانو او اسلام ته زيان نه رسوي خو په څلورمياشتو رجب ،ذوالقعده ،ذوالحجه او محرم الحرام کې بيا هم له جهاد نه منع کړل شوي و .
وروسته بيا په نوموړيو څلورومياشتو کې هم د جهاد اجازه وشوه او مخکينی حکم له منځه ولاړ په دې کې بيا زيات شمېر علماء وايي : چې په دغو څلورومياشتو کې د جهاد نه کولو حکم د هغه آیت په وروستۍ برخه له منځه ولاړ دکوم آیت په پيل کې چې په نوموړيو مياشتو کې دجهاد نه کولو حکم راغلی و هغه دا چې الله جل جلاله د آیت په پای کې وفرمایل : ( وقاتلوا المشرکین کافة ) او ټول يوموټی شئ له مشرکانو سره جگړه وکړئ .
د جهاد له اجازې څخه موخه يوازې جنگ کول نه و بلکې بنسټيزه اواصلي موخه يې باطل له منځه وړل او د الله جل جلاله حکمونه پر ځای کول و ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د يهودانو او نوروکافرانو سره يو شمېر تړونونه وکړل تر څو یو پر بل کوم تېری او یرغل ونه شي او د یو بل حقوق تر پښو لاندې نه شي دقریشومشرکان چې زړونه يې مسلمانانوته ډک واو په هر حال يې مسلمانان له منځه وړل غوښتل د هغوی د هڅو د مخنيوي لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم هم گڼ شمېر عسکري خوځښتونه په کار واچول چې ځينې به يې موږ درته بيان کړو
[irp][irp][irp]۱- د سيف البحر سريه:
د هجرت په لومړي کال د روژې په مياشت کې چې د۶۲۳میلادي کال د مارچ میاشتې سره سمون خوري رسول الله صلی الله عليه وسلم یوه دېرش کسیزه ډله د حمزه رضي الله عنه په مشرۍ دقریشو هغه درې سوه کسیزې قافلې مخې ته ورولېږله په کومه کې چې ابوجهل هم و اود شام له لوري راروانه وه مسلمانان دعیص نومي ځای له لوري سیف البحر سیمې ته ورسېدل اودمشرکانو سره مخامخ شول دواړه لوري جنگ ته چمتوشول خو مجدي بن عمروالجهنی چې د مسلمانانو او مشرکانودواړوسره يې تړون درلود منځگړيتوب وکړ او دواړې خواوې يې له جنگ نه منع کړې په دې سريه کې د مسلمانانو له ډلې سره سپین بیرغ و او دا لومړنی بیرغ و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پورته کړ اوويې تاړه د دې بیرغ وړونکی ابومرثدکناز بن حصین الغنوی و .
۲- د رابغ سريه :
د هجرت په لومړي کال د شوال په مياشت کې چې ۶۲۳میلادي کال د اپرېل میاشتې سره سمون خوري رسول الله صلی الله عليه وسلم د عبیدة بن الحارث بن المطلب رضي الله عنه په مشرۍ د مهاجرو يوه شپېته کسیزه ډله تیاره کړه او د قریشو هغه دوه سوه کسیزې قافلې مخې ته چې مشري يې ابوسفیان کوله ولېږه په رابغ نومي سیمه کې سره مخامخ شول او يوپر بل يې د غشیو گزارونه وکړل خو لاس په لاس جگړه ونه شوه چې وروسته بیا د مشرکینو له لښکر څخه دوه تنه مقدادبن عمروالبهراني او عتبه بن غزوان المازني چې مخکې لا مسلمانان شوي و د لته د مسلمانانو سره يوځای شول دمشرکانوسره یوازې ددې لپاره راوتلي و تر څو د مسلمانانو سره یوځای شي په دې سریه کې هم د مسلمانانو بیرغ سپین و او وړونکی يې مسطح بن اثاثه بن المطلب بن عبدمناف و.
۳- د خرار سريه :
د هجرت په لومړي کال دذوالقعدې په میاشت کې چې د ۶۲۳میلادي کال د مې میاشتې سره سمون خوري رسول الله صلی الله عليه وسلم دسعد بن ابي وقاص رضي الله عنه په مشرۍ يوه شل کسیزه ډله دقریشو دقافلې مخې ته ور ولېږه اودا يې ورته وويل چې له خرار نومي ځای څخه مخکې نه تېريږي هغوی پلي روان شول د شپې به يې مزل کاوه اودورځې به بيا چېرې غلي شول پنځمه ورځ سهار چې کله خرار نومي ځای ته ورسېدل خبرشول چې هغه قافله پرون لدې ځای نه تېره شوېده په دې سریه کې هم دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړونکی يې مقدادبن عمرو و.
[irp][irp][irp]د جهاد له اجازې وروسته لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم د شام خواته غځېدلې او نورې لارې کومې چې د قریشو له مهمو اقتصادی لارو څخه وې تنگې کړې اوددې موخې لپاره يې بېلابېلې د مسلمانانو ډلې ولېږلې خو په خپله يې په کومه شخړه او جنگ کې گډون ونه کړ.
د هجرت په دویم کال د صفر په میاشت کې چې د ۶۲۳ میلادي کال د اگست د میاشتې سره سمون خوري په خپله د اويا کسو مهاجرو صحابه و سره له مدينې څخه بيرون ووت او سعد بن عباده يې په مدينه کې خپل ځای ناستی وټاکی رسول الله صلی الله عليه وسلم وغوښتل د قریشو د یوې قافلې مخه ونیسي او تر ودان نومي سيمې پورې ولاړل خو د کومې ناخوالې سره مخ نه شول.
په همدې غزا کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بنوضمره قبيلې له مشر عمروبن مخشي الضمري سره يو تړون لاس ليک کړ چې متن يې داسې و:
دا لیک د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري بنوضمره ته دی دهغوی سرونه او مالونه به په امن وي که چا ورباندې یرغل وکړ مرسته به يې کيږي خو که هغوی دالله جل جلاله د دين په خلاف جکړه وکړي نو بيا به يې مرسته نه کيږي دا تړون به د تل لپاره د باور وړ وي او کله چې هم رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه مرسته وغواړي هغوی به يې مرستې ته وردانگي .
دا درسول الله صلی الله عليه وسلم لومړنۍ غزا وه چې پنځلس ورځې يې له مدينې څخه د باندې تېرې کړې په دې غزا کې دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړنکی يې حمزه بن عبدالمطلب و.
د همدې کال په ربیع الاول میاشت کې چې دسپتمبر له میاشتې سره سمون خوري رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه کې سعدبن معاذ خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله له دوه سوه صحابه و سره د قریشود هغه قافلې مخې ته ور ووت په کومه کې چې امیة بن خلف الجمحی او دقریشو سل نور کسان او دوه سوه پنځوس اوښان و رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو ملگرو سره د رضوی نومي سیمې له خوا بواط نومي ځای ته ورسېدی خو پرته له کوم جنگ او شخړې څخه را واپس شول په دې غزا کې هم دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړنکی يې سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه و .
په همدغه دویم هجري کال اوربیع الاول میاشت کې د جابر الفهري زوی کرز ديوشمېر مشرکانوسره د مدينې په څړځای يا مالڅړ حمله وکړه او يو څه څاروي يې له ځان سره بوتلل رسول الله صلی الله عليه وسلم زیدبن حارثه په مدينه کې خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله د اويا تنو سره په هغوی پسې ور ووت او د بدر نومې سیمې ته نږدې سفوان نومي ناو ته ورسېدل خو کرز او د هغه ملگري تښتېدلي و او مسلمانانو ته څه په لاس ورنه غلل نو پرته له جنگ څخه واپس راوگرځېدل دغه غزاته دبدر لومړنۍ غزا ويل کيږي .
۴- د ذو العشيره غزا:
د هجرت په دویم کال د جمادی الاولی دمیاشتې په وروستیواو جمادی الاخرة میاشتې په لومړیوورځو کې چې ۶۲۳ میلادي کال دنومبر او ديسمبر میاشتو سره سمون خوري رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدینه ابوسلمة بن عبدالاسدالمخزومي خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله دیوسل پنځوسويادووسومهاجروصحابه وسره د قریشود هغه قافلې مخې ته ور ووت چې له مکې څخه د شام لورته روانه شوې وه کله چې ذوالعشیره نومې سیمې ته ورسېدل خبر شول چې قافله څو ورځې وړاندې تېره شوېده نو بېرته راوگرځېدل اودا هغه قافله وه چې د شام څخه د را واپس کېدو پرمهال بیا مسلمانان يې مخې ته ور وتل قافله روغه مکې ته ولاړه خو د قریشو او مسلمانانو تر منځ د بدر د لويې غزا لامل شوه چې وروسته به يې درته بیان کړو .
[irp][irp][irp]