سیرت النبي د بعثت کال او د وحې پيل کې درسونه

د بعثت لومړى کال

رسول الله صلى الله عليه وسلم د حراء په غارکې

رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپلې ځوانۍ له منګ نه فطري زاهد ؤ او دعمرپه (٣٨) کلنۍ کې يادځوانۍ په وروستيو کلونوکې له خلکونه دګوښه نيونې مينه پرې غالبه شوه درسول الله صلى الله عليه وسلم دا اعتکاف يا تحنث يانې ګوښه نيونه ددې موخې له پاره نه وه کوم چې په هغې پېر( زمانه ) کې دروح دسپېڅلتيا په موخه په مسيحيت کې او يا دفارس په ماني دين کې دود وه او نه هم دننني تصوف دانګېرونوپه څېروه بلکې ددې له پاره دحراء په غارکې معتکف کېده چې ټولنه په هغه باندې حق لري چې هغه له موجوده اخلاقي ، اجتماعي ، سياسي ، او نورو ناولتياو او ظلمونوڅخه سوتره کړي او څرنګه داړمنوسره مرسته ، دمظلومانوملاتړ، دخپلوىو داړيکونښلول او دپرديسانو ميلمه پالنه وکړي درسول الله صلى الله عليه وسلم دا افکاردرسالت نه مخکې پدې باندې څرګندونه کوي چې پيغمبران مخکې لدېنه چې دوحيې له حقيقت نه پوهاوى ترلاسه کړي دفطري استعداد ، تدبراو تفکرله لارې دتوحيد او معاد حقيقت ته رسي دا تفکردى چې له هرراز فلسفي هوا هوس او خيالاتو نه سوچه دى هغه تفکردى چې قران تل انسانان دېته هڅوي چې دخپل فکرسترګې پرانيزي او دالله جل جلاله دقدرت نښې په هغه سره وويني او سمه پايله ورڅخه واخلي ، دالله جل جلاله دقدرت په نښوکې تفکرهغه امردى چې ډېرى غيرمعتصب حق پلټونکي توحيد ته پکې رسېدلي دي .

نوله همدې امله وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مخکې له نبوت نه دهرراز شرکي ګروهنې څخه لېرې ؤ او دخپل قوم او ټبرهېڅ راز شرکي ګروهنې يې ونه منلې او نه هم دهغوى په مراسموکې يې ګډون وکړ له شرک څخه تل بېزاره او سپېڅلى ژوند يې غوره کړى ؤ هغه کږوالى چې جرهم ، غزاعه اوقريشو په ابراهيمي دين کې راوستى ؤ رسول الله صلى الله عليه وسلم مخکې له نبوت نه هغه هېڅکله ونه منل .

هغه څه چې ددې لامل ګرځېدلې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مکه پرېږدي او دچوبتيا څخه په ډکو غرونوکې په يوه مخوف غارکې ګوښتوب ونيسي هغه دا لامل ؤ چې قرانکريم دغه ايتونه رڼاپرې اچوي :وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ (2) الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الم نشرح : ٢-٣ )

اوله تاڅخه موستا هغه پېټى ښکته کړچې ستا شايې درنه کړې وه

[irp][irp][irp]

پدې ايت کې وزر ددرانه پېټي په مانا دى چې موخه ورڅخه هماغه رنځ ، درد ، فکر او غم دى چې دجهالت او جاهليت په ليدو سره پررسول الله صلى الله عليه وسلم باندې يې دروندوالى کړ، دګوډاګي لمانځني، شرک ، اوهامو او مشرکانه ګروهنو او دودونو بازار تود ؤ ، بې حيايي او اخلاقي فسادهر لوري ته خور ؤ ، د ټولنې په ټولو برخوکې ظلم اوتېري نارې سورې وهلې ، بېوزلان دزورواکو تر پښو لاندې لت پت او ستي کېدل ، نجونې ژوندى خښېدلې ، له يوبل نه غچ اخيستنې په پېړيو پېړيو دوام درلود ، دهېچا پت او عزت خوندي نه ؤ مګردا چې پياوړې پرګنه اوخيل به يې درلود له هغه څخه به يې ملاتړکړ .

دهمدې ځورونکوحالتو ليدنه وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په روحي درد او رنځ کې اچولى ؤ ، خوپدې باندې نه پوهېدلوچې دا فساد څرنګه اصلاح کړي همدغه رنځ او درد درسول الله صلى الله عليه وسلم ملا ماته کړې وه ، خو الله جل جلاله درسالت په استولو دغه دروند پېټى درسول الله صلى الله عليه وسلم له اوږو څخه لېرې کړ او دنبوت دمنصب په بښلو سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دفساد دمنځه وړلو او اصلاح راوړلو کنجى په لاس ورکړل شوه او د وحيې په نزول سره رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې باندې ډاډه شو چې الهي لارښوونې نه يوازې دعربو بلکې دټولې نړۍ دکږوالي دسمون او ژغورنې وسيله ده .

د وحې پيل:

کله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عمرڅلوېښت کلنۍ ته نژدې شو ديوازيتوب مينه ورسره پيدا شوه ددې مينې له وجې له ځان سره به يې لږ خواړه او اوبه اخيستلې او دحراء غارته به تللو او هلته به په تفکربوختېده .

ديوازيتوب دا مينه هغه ته په (٣٨) کلنۍ کې پيدا شوه او دهرکال درمضان په مياشت کې به غارحراء ته تللو، کله چې دعزلت (يوازيتوب ) درېيم کال يې په غارحراءکې راورسېد الله جل جلاله وغوښتل چې نړيوال له خپل رحمت نه برخمن کړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په پيغمبرى مبعوث کړ او جبريل امين عليه السلام دقرانکريم څو ايتونه هغه ته په داسې حال کې راوړل چې هغه په غارحراء کې ؤ او ورته وې ويل : اقراء ( ولوله ) دا پېښه امام بخاري رحمه الله له بي بي عايشې رضي الله عنها  نه داسې روايت کړې ده هغې وويل : حدثنا يحيى بن بكير قال حدثنا الليث عن عقيل عن ابن شهاب عن عروة بن الزبير عن عائشة أم المؤمنين أنها قالت أول ما بدىء به رسول الله صلى الله عليه وسلم من الوحي الرؤيا الصالحة في النوم فكان لا يرى رؤيا إلا جاءت مثل فلق الصبح ثم حبب إليه الخلاء وكان يخلو بغار حراء فيتحنث فيه – وهو التعبد – الليالي ذوات العدد قبل أن ينزع إلى أهله ويتزود لذلك ثم يرجع إلى خديجة فيتزود لمثلها حتى جاءه الحق وهو في غار حراء فجاءه الملك فقال اقرأ قال ( ما أنا بقارىء ) . قال

:  ( فأخذني فغطني حتى بلغ مني الجهد ثم أرسلني فقال اقرأ قلت ما أنا بقارىء فأخذني فغطني الثانية حتى بلغ مني الجهد ثم أرسلني فقال اقرأ فقلت ما أنا بقارىء فأخذني فغطني الثالثة ثم أرسلني فقال { اقرأ باسم ربك الذي خلق . خلق الإنسان من علق . اقرأ وربك الأكرم } ) . فرجع بها رسول الله صلى الله عليه وسلم يرجف فؤاده فدخل على خديجة بنت خويلد  رضي الله عنه ها فقال ( زملوني زملوني ) . فزملوه حتى ذهب عنه الروع فقال لخديجة وأخبرها الخبر ( لقد خشيت على نفسي ) . فقالت خديجة كلا والله ما يخزيك الله أبدا إنك لتصل الرحم وتحمل الكل وتكسب المعدوم وتقري الضيف وتعين على نوائب الحق

[irp][irp][irp]

فانطلقت به خديجة حتى أتت به ورقة بن نوفل بن أسد بن عبد العزى ابن عم خديجة وكان امرءا تنصر في الجاهلية وكان يمتب الكتاب العبراني فيكتب من الإنجيل بالعبرانية ما شاء الله أن يكتب وكان شيخا كبيرا قد عمي فقالت له خديجة يا بن عم اسمع من ابن أخيك . فقال له ورقة يا بن أخي ماذا ترى ؟ فأخبره رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ما رأى فقاله له ورقة هذا الناموس الذي نزله الله به على موسى يا ليتني فيها جذع ليتني أكون حيا إذ يخرجك قومك فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( أومخرجي هم ) . قال نعم لم يأت رجل قط بمثل ما جئت به إلا عودي وإن يدركني يومك أنصرك نصرا مؤزرا . ثم لم ينشب ورقة أن توفي وفتر الوحي

رسول الله صلى الله عليه وسلم په غارحراء کې ؤ چې دوحيې پرښته حضورته يې راغلله او ورته وويل چې ولوله رسول الله صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ (( چې زه لوستونکى نه يم ، بيايې زه ونيوم او ټينګ يې کړم چې دزغملوځواک يې مانه درلود وروسته يې بيازه پرېښودم او راته وويل چې ولوله ، ماورته وويل چې زه لوستونکى نه يم بيا ددويم ځل له پاره يې زه راونيوم اوټينګ يې کړم تردې حده يې ټينګ کړم چې د زعملوتوان مې يې نه درلود بيايې خوشې کړم او راته وويل چې ولوله ماورته وويل چې زه لوستونکى نه يم وروسته يې بيا راونيوم او ټينګ يې کړم چې دزعملو ځواک مې له لاسه ورکړ وروسته يې خوشې کړم راته وويل چې ووايه : اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5) ( علق : ١- ٥)

رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته لدې پېښې نه پداسې حال کې خديجې رضي الله عنها  حضورته راغى چې لړزېدلو اوهغې ته يې وويل چې ماپه يوه شي کې ونغاړه ماپه يوه شي کې ونغاړه کله چې ويره درسول الله صلى الله عليه وسلم نه لېرې شوه وروسته خديجې رضي الله عنها ته يې وويل په ماباندې څه شوي دي ؟ بيايې ټوله کيسه هغې ته واوروله او په پاى کې يې وويل چې ويرېږم چې ځان مې په خطرکې نه وي .

خديجې رضي الله عنها  ورته وويل : هېڅکله ويرېږه مه ، قسم په الله جل جلاله دى چې الله هېڅکله تانه رسوا کوي ځکه چې تاسې له خپلوانو سره خواخوږي کوئ ، دبېوزلانو پټي اوچتوى ، هغه څه چې لاسته راوړې هغه بېوزلانوته ورکوې ، دميلمه درناوى کوې او دخيرښېگڼو په چاروکې مرسته کوې وروسته يې رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل ځان سره يو ځاى ورقه بن نوفل ته چې دتره زوى يې ؤ يوړ ورقه بن نوفل دجاهليت په زمانه کې دګوډاګي لمانځنه پرېښې وه او مسيحي شوى ؤ سربېره پردې هغه انجيل په عبري او عربي ژبه باندې ليکلى شوى . پدې وخت کې هغه ډېربوډا شوى ؤ او دخپلوسترګو ليديې هم له لاسه ورکړى ؤ خديجې رضي الله عنها  هغه ته وويل : چې دوراره خبروته دې غوږ ونيسه ، ورقه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل : وراره تاڅه ليدلي دي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه څه چې ليدلي وو هغه يې هغه ته بيان کړل ، ورقه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل دا هماغه ناموس او پرښته ده چې له پورته عالم څخه وحيې رالېږدوي او الله جل جلاله هغه دموسى عليه السلام په لوري هم استولې وه ، دريغۍ چې ما ستا دنبوت پرمهال ځواک او قدرت درلودلى ، او دريغۍ زه ترهغه مهاله ژوندى واوسم چې ټبردې تاله خپل ټاټوبي څخه شړي .

[irp][irp][irp]

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ايا هغوى ما له خپل ټاټوبي څخه بهروي ؟ ورقه وويل :هو هېڅکله داسې ندي شوي چې ستا په څېرسړى راغلى وي بيا هغوى له هغوسره دښمني نه وي کړې ، که چېرې په هغې زمانه کې زه تا وموم په ټول ځواک او توان سره له تانه ملاتړکوم ، خولږه موده تېره شوې نه وه چې ورقه بن نوفل له دنيا څخه سترګې پټې کړې .

    درسونه :

    ١- دالله جل جلاله دقدرت په نښوکې تفکريو له هغولاروڅخه ده چې انسان دتوحيد او حقيقت پېژندګلوى ته رسوي ، نولدې کبله په هرمسلمان باندې لازم دي چې په ورځ کې ، ياپه اونۍ کې او يا په مياشت کې يوه ګړى خپل وخت دالله جل جلاله دمخلوقاتو په خلقت او دقدرت په نښوکې دتفکرله پاره ځانګړې کړي ځکه دالله جل جلاله دقدرت په نښوکې تفکرهغه امردى چې دانسان نفس له ټولونفساني غوښتنوڅخه خلاصوي او دعبادت اخلاص ته يې رسوي همداراز دالله جل جلاله دقدرت په نښوکې تفکردالله جل جلاله سره دانسان محبت زياتوي او ماديات دانسان دسترګو پروړاندې کوچني ښکاروي … په تېره بيا چې دا تفکر دالله جل جلاله دکتاب دايتونو له لوستلوسره مل وي .

       ٢- په مسلمانو داعيانو باندې لازم دي چې بري ، سمندري ، غرني او کرنيزوسيموته رحلې (سيراوسفرونه ) ولري ترڅو دبېلابېلو منظرو په ليدو سره دالله جل جلاله دقدرت نښې وويني اوپه هغوکې تامل وکړي څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې امرددرک له پاره دمکې له ښارڅخه لېرې دحراء غارته تللو او هلته دالله جل جلاله دقدرت په نښوکې يې تفکرکړ.

        ٣ – اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ دسوره علق لومړي پنځه ايتونه او دقرانکريم لومړني نازل شوي ايتونه دي ، چې په هغوکې دانسان دخلقت لومړنى مادې ته اشاره شوې ده چې هغه له ناپاکو اوبو نه پيدا شوى دى بيا الله جل جلاله هغه ته دعلم په وسيله کرامت وربښلى دى همدا علم ؤ چې الله جل جلاله ادم عليه السلام ته په ملا اعلى کې پربرښتوباندې دمقام لوړوالى ورکړ.

     ٤ – داسلام لومړنى فرمان فرهنګي اوعلمي فرمان دى (اقْرَأْ)

      ٥- دقران قرائت بايد دالله جل جلاله په نوم پيل شي (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ)

      ٦- لوستل بايدالهي موخه ولري (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي)

      ٧- هراسلامي دعوت بايد دالله  جل جلاله په نامه پيل شي .

٨-  په همدې توګه دلومړني وحيې په پيغام کې دقلم ارزښت ته هم اشاره شوې ده او دا يې روښانه کړې ده چې دانسان کرامت په علم او معرفت کې دى او بس .

٩ – قلم دعلم اوپوهې دلېږد غوره وسيله ده (الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ)

١٠ – قلم ويده ولسونه راويښوي او ذليل ولسونه عزيزوي

١١ – قلم ديوه ولس دفرهنګ او تمدن نښه ده هغه ولسونه چې قلمي پنځونې ونلري هغه مړه ولسونه دي چې فرهنګ او تمدن نلري .

١٢ – دقلم اړيکه تل له علم سره ده

١٣ – دقلم ارزښت له ژبې ، تورې او دينارڅخه ډېردى

١٤ – دقلم په کارونې سره دجهل له تورو لوخړوڅخه خلاصون دالله جل جلاله دربوبيت له کرم او پېرزوينوڅخه دى .

١٥ – دانسان اصلي لارښود او ښوونکى الله جل جلاله دى (zعَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ)

١٦ – الهي وحيې دبشري علوموسرچينه ده (عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ)

١٧ – لڼده دا چې دغه ايتونه په اسلام کې دعلم منزلت په ګوته کوي چې دالهي رسالت لومړنى پيغام دلوستلوپه امرباندې پيل شو (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ) او اسلام تل خپل لارويان دعلم زده کړې ته هڅوي او دعلم په زده کولو امرورته کوي او دا يې ورته په ګوته کړي چې ستاسې رتبه يوازې دعلم په ذريعه پورته ځي او همدا علم دى چې تاسې دناپوهه او بې لارې خلکو نه بېلوالى درکوي : يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( المجادله : ١١ )

له تاسې نه چې کوم کسان ايمان لرونکي دي او کوموکسانو ته چې علم ورکړشوى دى الله به هغوته لوړې درجې په برخه کړي او تاسې چې څه کوئ الله پرې خبردى

١٨ – پدې ايتونوکې داټکى نغښتى دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا وريادوي چې هغه څه چې پرتا باندې نازلېږي هغه لوستونکي دي .

١٩ – ورقه بن نوفل درسول الله صلى الله عليه وسلم تګ پدې باندې دلالت لري چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مخکې دوحيې له نزول نه په بشپړه توګه دوحيې له نوم سره نا اشنا او خالي الذهن ؤ پدې خبره باندې دغه خبره پوره ثبوت ده کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دمکې خلکوته بلنه وړاندې کړه هېچا دا نيوکه پرې ونکړه چې ګواکې تامخکې ددې کارله پاره زمينه جوړوله او موږ ددې ويره له وړاندې نه درلوده چې يوه ورځ به ته دا ادعا کوې .

٢٠ – کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورقه بن نوفل ته دغارحراء کيسه واوروله له هغه بې له ځنډه ومنله چې حقيقتاً دوحيې پرښته پرې نازله شوې ده ځکه چې ورقه په ضمن ددې کې چې له اديانو سره بلد سړى ؤ همدارنګه دپاخه او تجربه لرونکي عمرخاوند هم ؤ او درسول الله صلى الله عليه وسلم دژوندانه له حال او احوال نه په بشپړه توګه باخبره ؤ نو ځکه يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له خولې څخه ددې پېښې په اورېدوکې هېڅ ډول شک ونکړ او دنبوت مقام ته دمحمد صلى الله عليه وسلم انتصاب اصلاً هغه ته دتعجب وړنه ؤ .

٢١ – درسول الله صلى الله عليه وسلم ددې وينا (( لقدخشيت ُعلي نفسي )) موخه ويره له دې چاروڅخه وه

الف : دا سترمسؤليت زه څرنګه پرغاړه واخلم ؟

ب : څه ډول خلکوته ووايم چې زه ستاسې له پاره پيغمبرمنصوب شوى يم ؟

ج : خلک به زما په خبره باندې څه ډول باور وکړي ؟

د : په هغه ټولنه کې چې ترنن ورځې پورې مې عزتمنداو دبرم څخه ډک ژوند درلود ، اوس به همدا خلک پرماملنډې وهي او لېونى به مې ګڼي .

ز : ددې جاهلي پيريال سره زه څرنګه کولاى شم چې مبارزه وکړم ؟

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب