د رسول الله ص زړه سوی | نبوي اخلاق

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم   وفرمايل:ځينې وخت زه لمونځ پيل كړم اواراده مې وي چې دا لمونځ به اوږدوم؛ خو  ديو كمكي د ژړا غږ واورم؛نو رالنډ يې کړم ځكه زه پوهيږم چې د كمكي په ژړابه دهغه مور (چې په جمعه کې ولاړه وي) ځوريږي(داسلام په پيل کې به مېرمنې هم جومات ته راتلې؛ خوب  \يامنع شوې ) (۴)

ابوهريره رضي الله عنه  وايي: يوكوچى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم   نه يې دديت پوره كولولپاره مرسته وغوښته، رسول الله صلی الله عليه وسلم   څه وركړل اوبيايې پوښتنه ترې وكړه چې اياما تاسره نيكي وكړه؟ كوچي وويل: نه دې راسره نيكي  وكړه اونه ښه چلند، ځينې صحابه دنوموړي په دې خبره غصه شول اوغوښتل يې چې ويې ډبوي؛خورسول الله صلی الله عليه وسلم   ورته اشاره وكړه چې پريږدئ! بياچې رسول الله صلی الله عليه وسلم   كورته ولاړكوچىيې وروغوښت او ورته ويې ويل:ګوره تاله مونږ نه غوښتنه وکړه؛ نومونږ دې مرسته وكړه؛ خوتاد مرستې په بدل كې ناوړه خبره وكړه چې له امله يې زماځينې ملګري درنه خوابدي شول، بيايې نوموړي ته نوره مرسته هم وركړ ه بيايې پوښتنه ترې وكړه چې اوس خوبه نيكي منې؟ هغه وويل: هو! خداى دې زمااوزمادكورنۍ له لورې تاته ددې غوره بدله دركړي! رسول الله صلی الله عليه وسلم   ورته وويل: اوس نوورشه زما دملګروپه وړاندې همداخبره وكړه چې هغوی خوشحاله شي! ويل: سمه ده، راوي وايي:رسول الله صلی الله عليه وسلم   له كوچي سره يوځاى صحابه ووته راغى او ويې ويل:ستاسودې ملګري له مانه مرسته وغوښته او ماورسره يوڅه مرسته وكړه؛ خوهغه وخت ده يوه ناوړه خبره وكړه چې بيامادى كورته بوت اوڅه نوره مرسته مې هم  وركړه اوس دى وايي زه خوشحاله يم، بيا يې كوچي ته وويل: کوچيه! همداسې  ده؟هغه وويل:هو! خداى دې زمااو زمادكورنۍ له لورې تاته ددې غوره بدله دركړي! رسول الله صلی الله عليه وسلم   صحابه ووته وويل: زمااودې كوچي مثال دهغه سړي دى چې اوښه يې وويريږي؛ نوخلك ورپسې منډې کړې چې په دې سره اوښه نوره هم وتوريږي بياداوښې څښتن خلكوته ووايي چې تاسويې پريږدئ زه يې په مزاج پوهيږم، بيانوموړى ورشي اووښې ته دكجوري يوه څانګه وروښيي او كراركراريې ځا ن ته رانږدې كړي اوخوشحاله يې كړي تردې چې كجاوه پرې كيږدي او ور وخيژي، بيايې وويل:دغه كوچي چې وړاندې كومه خبره وكړه؛نوكه ما هغه وخت ستاسوخبره منلې وه نوموړى به دوزخ ته تللى و (۱)

[irp][irp][irp]

د صحابه وو زړه سوی :

اصمعي رحمه الله وايي  : ځينې خلك راټول شول اوعبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه  ته يې وړانديزوكړچې حضرت عمر رضي الله عنه  ته ووايي چې له خلكوسره يوڅه نرمي كوي، په داسې حال كې چې اوس خو نجونې په پرده كې هم له نوموړي څخه ويريږي، عبدالرحمن رضي الله عنه  ورغى اوحضرت عمر رضي الله عنه  ته يې په دې هكله خبره وكړه، هغه ورته وويل: زه خوپه ښكاره له دوى سره همداسې سختي كوم؛خوكه دوى په دې پوه شي چې زما په زړه كې ددوى لپاره څومره شفقت اونرمي ده؛نودوى به له مانه جامې وباسي (۲)

۴: اخرجه الشيخان كذا في صفة الصفوة  ۶۶

۱:  اخرجه  البزارقال البزارلانعله يروى الامن هذالوجه قلت وهو ضعيف بحال ابراهيم بن الحكم بن ابان كذا في التفسيرلابن كثير  ۲/۴۰۴واخرجه ايضا ابن حبان فيصحيحه وابوالشيخ وابن الجوزى في الوفاء كماقال نحفاچى  ۲/۷۸

۲ : اخرجه الدينوري كذا في منتخب الكنز ۴/۴۱۶

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب