نبض (Pulse) څه ته وايي؟

نبض (Pulse) 

نبض د وینې هغه چپه ده چې زړه یې  شریانونو ته د خپلې درزیدا په وسیله لیږدوي. د نبض اندازه په دې معنا چې یو صحت مند زړه باید له ۶۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې خپل دوران بشپړ کړي. د نبض رفتار د کار او ناروغۍ پروخت تغیر خوري نو له دی کبله صحي کارکوونکي د نبض رفتار د استراحت په حال کې معلوموي. د استراحت پر وخت باید د نبض رفتار ۶۰-۹۰ ترمنځ وي. که چیرې د استراحت په حال کې دا تر ۹۰ زیات شي نو ښايي کوم مشکل وجود لري لکه دا شخص اسهال دی نو باید درملنه وکړي.د نبض د رفتار ډیر زیات لوړوالی لکه تر ۱۵۰ پورته او یا هم ډیر زیات لږوالی لکه تر ۵۰ کښته ښایي په زړه کې ستونزه وجود ولري.

د نبض د رفتار معلومول (Determining the Pulse Rate)

د نبض د رفتار معلومولو لپاره باید لاندې مراحل په نظر کې ونیول شي.

  1. د مریض د نبض د کتلو پر وخت باید ټول صحي اصول او وسایل وکارول شي.
  2. د شهادت او ورپسې دوهمه ګوته باید د مریض پر کلاي/مړوند د غټي ګوتي پای ته کیښودل شي لکه څرنګه چې په شکل کې لیدل کیږي. دلته د نبض رفتار محسوس کیږي.
  3. د نبض معلومولو کې صحي کارکوونکې باید د لاس غټه ګوته کار نه کړي ځکه هغه خپله نبض لري.
  4. د نبض رفتار دې تر ۱۵ ثانیو پورې وشمیري. هر څو واره چې نبض په ۱۵ ثانیو کې حرکت وکړو هغه دې په ۴ څلورو کې ضرب کړي، که چیرې د ۶۰ او ۹۰ ترمنځ نه وو نو شخص مریض دی او باید طبیب ته مراجعه وکړي.

د بیلګې په توګه د یو شخص نبض په ۱۵ ثانیو کې ۱۶ وارې دی نو په لاندې ډول یې صحي وضعت معلوموو.

16*4=64 معلومیږي چې دا شخص صحت مند دی.

تمرین

  1. له پورته درس څخه په استفادې خپل نبض معلوم کړۍ؟
  2. لاندې څو ځوابه پوښتنو ته صحیح ځواب انتخاب کړۍ؟
  3. که چيرې د نبض رفتار تر ۹۰ یو څه زیات وي نو ښایي شخص صحي ستونزه ولري لکه
  4. اسهال II. د زړه ناروغي     III. دواړه صحیح دي
  5. په لاندې حالت کې د نبض رفتار زیاتیږي.
  6. د ورزش په حال کي II. د خوب په حال کې

حل

  1. له پورته درس څخه په استفادې خپل نبض معلوم کړۍ؟
  2. لاندې څو ځوابه پوښتنو ته صحیح ځواب انتخاب کړۍ؟

 

  1. که چيرې د نبض رفتار تر ۹۰ یو څه زیات وي نو ښایي شخص صحي ستونزه ولري لکه
  2. اسهال II. د زړه ناروغي     III. دواړه صحیح دي
  3. په لاندې حالت کې د نبض رفتار زیاتیږي.
  4. د ورزش په حال کي II. د خوب په حال کې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب