د جنیتیک انجینرۍ درملې او واکسین

د جنيتيک انجينرۍ درملې او واکسين

د جنيتيک انجينرۍ په زړه پورې لاسته راوړنې په ټولنو کې زياتره د ګټې اخېستنې وړ ګرځېدلې دي. د درملو په برابرولو او هغو پلټنو کې د جنتيکي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخېستنه دوام لري چې دا کار پای نه لري. ځينې درملې چې له دې لارې برابر شوي دي اوسیې د خلکو په منځ کې خپل عادي ځای نيولی دي لکه واکسينونه او نوي درمل چې د ناروغيو په مقابلکې مبارزه کوي.

جنتيکي درمل

زياتره جنتيکي بې نظمۍ او ځينې انساني ناروغۍ هغه وخت منځته راځي چې د انسان بدن د مشخص پروټين د جوړولو توان ونه لري. د ماشومانو ديابت يو له دې ناروغيو څخه دي چې د بدن په وينه کې د قند د کنترول توان نه لري، ځکه په بدن کې یې يو خاص پروټين )انسولين( نه توليدېږي. دغه بې نظمۍ هغه وخت د کنترول وړ ګرځي چې ذکر شوی پروټين )انسولين( په پوره اندازه له بهر څخه بدن ته ورسېږي هغه پروټينونه چې د بدن دندې کنترولوي، په نورمال ډول او لږه اندازه په بدن کې شتون لري.

نن ورځ په نړۍ کې د درملو سلګونه کمپنۍ شته چې له جنتيکي ټکنالوژۍ او بکتريا څخه په ګټه اخېستنې سره مهم پروټينونه جوړوي. ځينې وختونه د انتقال په وخت کې د ځينو ناروغيو، لکه د اډځز يا د تور ژيړي مېکروبونه په ناپامۍ کې د وينې ورکوونکي شخص څخه وينې اخېستونکي شخص ته لېږدول کېږي. نن ورځ د جنتيک انجينرۍ په واسطه پروټين جوړ شوي دي چې د مېکروبونو د لېږد خطرونه یې له منځه وړي دي. ذکر شوي پروټين مخکې د وينې د انتقال څخه د وينې ورکوونکي شخص وينې ته پيچکاري کېږي. دغه پروټين د وينې مېکروبونه د جذب خاصيت لري.

جنتيکي واکسينونه

زياتره ويروسي ناروغۍ لکه: چيچک، ګوزڼ )د ماشومانو فلج( چې په عادي درملو یې درملنه نه کېږي. د واکسينو په اخېستلو سره کولی شو په دې ناروغيو د اخته کېدو مخنيوی وشي. دمخه مو وويل واکسين د پاتوجن جسم ټوله يا يوې برخې څخه عبارت دي چې په خوراکي يا پيچکارۍ ډول کارېږي.

کله چې واکسين بدن ته پيچکاري کېږي د بدن د معافيت سېستم هغه پروټينونه، چې د پاتوجن په مخ شته د پېژندلو وروسته یې پرضد د انټي باډي په نامه پروټين جوړوي. که چېرې په راتلونکي کې بيا دا پاتوجن بدن ته داخل شي، هغه انټي باډي چې مخکې جوړه شوې ده او په بدن کې شته، د پاتوجن په مقابل کې له بدن څخه دفاع کوي. مخکې له دې چې پاتوجن ناروغي منځته راوړي، له منځه یې وړي.

په دې وروستيو کې د جنتيک انجينرۍ څخه په ګټې اخېستنې سره واکسين داسې جوړېږي چې د وګړي په وجود کې د هيڅ ډول خطر احتمال نه پيداکېږي. د جنتيک انجينران د پاتوجن مېکروب هغه برخه چې د پاتوجن د سطحې پروټين توليدوي ويروسي DNA ته لېږدوي چې پاتوجن نسبت دې ويروس ته د شخص په بدن کې ناروغۍ نه توليدوي، خو په خپله سطحه باندې د پاتوجن پروټينونه لري،نو په بدن کې یې د هغې ضد انټي باډي جوړېږي او د هغې په مقابل کې بدن معافيت حاصلوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب