نارينه اولاد نلرم، بل واده كولاى شم (فتوى)

پوښتنه:
زه مسلمان یم او افغان یم. متاهل یم او دری لوڼی لرم یو څو پوښتنې لرم هیله ده چې راته ځواب یې کړئ الله به درته اجر عظیم درکړي
۱- مېرمن مې حامله ده مګر داکټر راته وویل چې ماشوم په رحم کې ناقص دی یعنې ځیګر یې د بدن څخه د باندې په یو کڅوړه کې دی، باید چې سقط شي یعنې لرې شي اوس مو پلان نیولی چې د همدې مسئلی د تثبیت لپاره پاکستان ته لاړ شو که فرضآ همداسې چې ډاکتر ویلي وشي د دې لیرې کول مونږ ته ګناه ده که نه ؟
۲- زه نارینه اولاد نه لرم غواړم نارینه اولاد ولرم ایا د همدې مقصد لپاره دوهم واده کولای شم که نه ؟ یعنې د صحابوو په وخت کې صرف او صرف د همدې مقصد لپاره چا دوهم واده کړی که نه ؟ پدی هم پوهیږم چې یو مسلمان تر څلورو پورې ودونه په خپلوشریطوسره کولای شي.

ځواب:
قدرمنه وروره! وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
روغتیا او خوښې مو غواړم

ستاسې له نیک احساس نه مننه
۱- ستاسی د بی بی د حمل په رابطه باید ووایم، چې په دې کې مهمه خبره دا ده چې باید لمړی له یو مسلمان پوه ډاکتر څخه پوښتنه وشي چې آیا کیدای شي د عملیات به ذریعه دغه خلته بیرته داخله شي، او طبيعي وظيفه اجرا كړي؟ که کیدای شي نو بيا سقط جواز نلري او که چیرې نشي کیداى نو بيا سقط كول او د ماشوم لرې كول جواز لري.
۲-  لومړى خو پدې هكله بايد يوه خبره جوته شي چې ډېر خلك پكې تېر وځي او ښځه ملامته بولي هغه د ماشوم جنسيت دى. چې دا اوس طب ثابته كړې چې پدې كې هغه هېڅ رول نه لري.

يعنې كه د چا زوى نه تولد كيږي او يوازې لوڼې لري. نو له ديني اړخه خو دا د آيت مباركه له مخې د الله تعالى وركړه ده چې چاته لوڼې وركوي، چا ته زامن، چا ته دواړه او چا ته هيڅ نه وركوي.

خو دا ستونزه له طبي اړخه په پلار پورې اړه لري نه په مور پورې. پدې هكله كيداى شي له كوم متخصص ډاكتر سره مشوره وكړې چې آيا پدې توګه ستا ستونزه حل كيداى شي كه نه. د طب له نظره د نارينه جنسي كروموزومونه دوه ډوله ده چې x او y  دي او د ښځې دواړهxx دي، كه چېرې د نارينه x د ښځې له x  كروموزوم سره يو ځاى شي نو ماشوم به ښځينه وي او كه چېرې د نارينه y د ښځې له x  كروموزوم سره يو ځاى شي نو ماشوم به نارينه وي. اوس جوته شوه چې په دواړو صورتونو كې د جنس د تعين مسئوول د نارينه كروموزوم دي، نه د ښځينه.
دا طبي اړخ وو او د ديني اړخ په هكله بايد وويل شي چې دویم واده که په هر غرض وی د مثال په توګه چې یوه ښځه یې اړتیا نشي پوره کولای، یا اولاد ونلری، جواز لري خو په دې شرط چی د ښځو په منځ کی عدالت مراعات کړی، په لباس، کوټه، کور، ملاسته، نوبت او په نورو هغه شیانو کی چی ښځه ورته ضرورت لری.
والسلام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب