د مبارکې روژې په برکت سره مې اسلام قبول کړ | فاطمه سکاټ

زما د مسلمانېدو لړۍ يو الهامی کار وو، هغه په دې مطلب چی زما د بدن په یوه رګ کی هم داسی احساس اونښې نښانې نه وی چی اسلام قبول کړم؛ خوچی هدایت راشی نوضلالت ځی، چی رڼاراشی تاریکه خپل ځان ټولوی، چی ورځ پیل شی شپه خپل کډه کوی اوچی کله دحق څرک دانسان پردماغ اواحساس دښکارې په شان راښکاره چی نودباطل جنازه پورته کیږی اوله خاورورسره خاورې کیږی۔
مخکی اسلام راوړل په اروپاکی یوپېغوراوشرم احساسېده، په ځانګړی ډول سره په هغوسیموکی چی هلته به کلیساوې ډېرې وې، دعیسایت لمن به پراخه غوړېدلې وه اوهرځای به دبایبل پوهان اومبلغین ناست وه، اوخلک به ئې وعیسایت ته رابلل اودعیسایت دمینې تخم به پکښې شینده، وکلیساته به ئې بلنه ورکول اوکله کله خوبه ئې په کرسمس کی یوه نسخه دبایبل هم دسوغات په ډول سره ورکول، نوپه داسی سیموکې ومسلمان ته په سپکه کتل، سپکې سپورې ورته کول، تجاوزورباندی کول دایوه عادی خبره وه،داټولې هلې ځلې دعیسایی مبلیغینووې اودوی تراوسه داپوره کوښښ کوی چی داټوله نړې (Christianized) کړی، یاپه بل عبارت داټوله نړۍ عیسایی کړی، خوداناشونې اودامکان نه وتلې خبره ده، چی په دې خوبوکی ډېرپاپان، راهبان اوکشیشان ترخاورولاندی شول اوداارمان ئې پوره نشواونه به هم پوره شی۔ دایوحقیقت دی چی عیسایی ګروپواسلام وموږ(ښځو) ته ډېرسپک معارفی کاوه، اوحال داچی کومی کامیابۍ، خوښۍ، سکون اوښکلی احساس چی په اسلام کی شته په بل هیڅ دین کی ئې زرمه برخه هم نشته؛ نوځکه که یوچااسلام قبول کړې وای نوهغه به دلوی ګواښ سره لاس اوګرېوان وو، اوداسی خولاهم پېښه شوه چی زمایوه دوسته (عایشه اسلام) چی کله په اسلام مشرفه شوه نودعیسایی وحشی ځناورولخواڅخه په مرموزډول سره لومړی هغه وتښتول شوه، ووهل شوه، په ژوندئې ویښتیان ورڅخه وکښل شول اوبیائې په ډېربدحالت کی شهیده کړل، چی ددې شهادت دټول امت مسلمه لپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی،پخپله عایشه اسلام یوه ډېره نیکه، رېښتنې، مخلصه اوزړه وړونکی څهره وه، اوداسلام لپاره ئې دومره کوښښ شپه اورځ کاوه چی لکه داسلام درڼاغوړېدل چی پردې فرض وی، اوحال داچی عایشه اسلام مخکی یوه متعصبه عیسایی وه، خوچی کله مسلمانه شوله نوواسلام ته ئی چوپړنه هېرونکی دی، اوتراوسه دچانه ده هېره، اودټولوپه زړونوکی پوره ځای لری، هرچاودې ته احترام کاوه، داځکه چی داپه ډېرومذهبونوکی ماهره وه، اوپوره معلومات ئې درلودل اوله همدې کبله ددې په جنازه کی علاوه دمسلمانانوڅخه هندوان، عام عیسایان، زردشتیان، یهودان اودنورومذهبونوخلکوګډون درلودی، مادشهیدې خورپه جنازه کی دخپلې بلې ملګرې (مریمې) سره دومره وژړل چی وروسته دتګ نه وم، اوهغه دومره بوګنونکې ورځ وه، چی یادول ئې دسړې له دماغ اوفکره څخه لوړدی؛ خدای بخښلې عایشی به تل ماته داتوصیه کوله چی مسلمانه شه اودابه ئې هم راته ویل که دی په اسلام کی دزړۀ مراداودژوندهدف ترسره نشواوټولې نیمګړتیاوې دی بشپړې نشوې نوبیاماته سزاراکه!!! خومادهغې وخبرې ته کومه توجه نه کوله اوارمان ارمان!!! چی زه هم په هغه وخت کی مسلمانه شوې وای اودشهادت ویاړمه ګټلی وای، اواوس هم زه داسلام په لاره کی دلوړشهادت انتظارکوم، الله جل جلاله دی رانصیب کړی۔
نوپه داسی ټولنه کی اسلام راوړل ومرګ ته لبیک ویل وو، خودعایشې اسلام دشهادت څخه وروسته په دروکلونوکی چاپېریال په مکلمل ډول سره بدلون ومومی، اوددې وینه ضایع نشول اودومره انقلاب په ځوانانوکی راغی چی اوس اسلام دشرم پرځای یوویاړدی، هرڅوک داکوښښ کوی چی قران ولولی، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم زده کړی، په سیرت نبی صلی الله علیه وسلم ځان خبرکړی اوداسلامی ویاړلی تاریخ اواسلامی فکرمطالعه خپله کړی، لله الحمد!!!اودپوره مطالعې اوڅیړنی څخه وروسته ډېرځوانان هره ورځ زماپه شان اسلام راوړی، لله الحمد!!! اوس ډېراسلامی مرکزونه جوړشویدی، دمسجدونوډبرې کښېښودل کیږی، اواسلامی حجاب ډېرعام دی، خلک خپل شخصی کورونه نړوی اومدرسې اومسجدونه ورڅخه جوړوی چی داهغه ویاړدی چی موږئې شُکرنشواداکولای؛ دپوره ویاړځای خولادادی چی ځوانانوپه پوره لیوالتیاسره داسلام نه ستړې کېدونکی چوپړکوی، اوداسلام لپاره هرکوښښ دخپل ځان لپاره ددې دنیااوداخرت سعادت اونیکرغی ګڼې۔

مخکی پرمسلمانانودومره سختې وی، چی بیانول ئې ناشونې اودردونکی دی، خوزه دخپلې سیمی یوه بېلګه وړاندی کوم:
هغه داچی یووړوکی مسجددعمرفاروق رضی الله عنه په نامه تعمیرشو، اود(25ـ 35) پوری به مسلمانان ورته راتلل، اذان هلته ددې سیمی دعیسایانوله خواڅخه بنداعلان کړل شو، مسلمانان ووهل شول، دمسجدامام بې عزته شو، اودخنځیرپه وینوباندی په عام محضرکی ولمبول شوهغه وخت راورسېدی چی مسجدشهیدکړل شی اومسلمانا ن له دې ځایه پسی وشړل شی، ژردولت مداخله وکړل اودمسلمانانوپرټولوسیموئې دپولیسوځنځیرراتاوکړاودمرګ اودردڅخه ئې وژغورل، اوفیصله په دې وشول چی اذان دی بندکړل شی اوپرمسجدکی داذان پرځای یو ګروپ ولګول شی ترڅخه دګوتوپه شمېرمسلمانان ورته راشی، په مسجدکی به هیڅ ډول تبلیغ نه کیږی، دقرانکریم تعلیم دی نه وی، غیرمسلمانان دی واسلامی مراسیمواومسجدته نه دعوت کیږی اوداسی نور۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

خواوس الحمدلله په هغه سیمه کی ډېرمسجدونه، جامع مسجدونه، مدرسې اودمسلمانانوټولنې اومرکزونه شتون لری اواسلام په چټکۍ سره خپله لمن غوړوی۔
چی اوس په اروپااوامریکاکی داسلام دحقانیت څخه هیڅوک انکارنشی کولای چی دایونړیوال کوټلی واقعیت دی۔
زماسفر واسلام ته!

داپریل پر(25) دجمعې په شپه زمادوینې فشار(BP) جګ شو، اوهغه داسی چی یوه میلمستیامی درلودل اوهرڅه می بی کنتروله وخوړل، چی دڅه وخت وروسته می یوڅه دعادی حالت څخه دبدلون احساس وکاوه، هغه دفشاردلوړیدوټولې نښې راپکښې پیداشوی چی هیڅ می ځان نشوکنترولولای، یو ې ملګرې (نانسی) وروغتون ته یووړلمه اوتداوې می دډاکټرجان جوزف(Dr. John Josef) په غاړه شوله، ددووساعتولپاره په روغتون کی ومه اوفشارمی څه کنترول شو، دارودرمل ئې راکړل خوهغه داسی دارودرمل وه چی زه ئې بایددتل لپاره و خورم، اوپوره پرهیزبه هم ورسره کوم، چی دازمالپاره واسمان ته تګ وو، دډاکټردمشورې مطابق یوه اونۍ وروسته ورغلم فشارمی عادی اوډېره هوساومه، ماورڅخه وپوښتل چی ډاکټرصاحب که دفشارلپاره یوه طبعی درملنه وی، داځکه چی ددارودرمل څخه می ډېره کرکه کیږی ډاکټرجان جوزف رته وویل چی سکاټ!!! د(20ـ30) پوری دمسلمانانوروژه ونیسه، نوددې ټولوناروغیوڅخه به دایمی خلاصون ومومی، ماورته وویل چی ډاکټرصاحب په دې خبره پوه نشوم دادی څه راته وویل؟؟؟ ډاکټرصاحب راته وویل کی د(20ـ30) ورځې دسهارڅخه ترماښامه پوری هیڅ شی مه خوره اوڅښاک هم مه کوه، نوضروربه ددایمی فشارڅخه دتل لپاره خلاصه شې،اوداموږتجربه کړېده؛ دادرملنه موموچاته لس ورځې، چاته شل ورځې اوکله خوبیاکه یوڅوک ډېرپه تکلیف وی تر(30) ورځوپوری داهدایت ورته کوو۔ بیامی ورڅخه وپوښتل چی داخودمسلمانانوروژه ده اوکه بل څه؟؟؟ ډاکټرصاحب راته غبرګه کړل چی ته یوڅودقېقې پردې چوکۍ باندی کښینه چی دزړۀ بړاس درته ښکاره کړم اوحقیقت درته څرګندکړم،اوهغه داچی روژه دمسلمانانویوسپېڅلې عبادت دی، داپه کال کی یوه میاشت ده، اوخپله میاشت ئې معلومه ده، اوودې میاشتې ته مسلمانان ډېرتقدس لری ، زموږاوستاسوپه بایبل کی هم دروژې څه بیان شته خودادکلیساووواکداران ورباندی لومړی خبرنه دی اودوهم داچی موږاوتاسی ئې ډېربې خبره ساتلی یو، اواوس عیسایانوروژه له عبادت څخه غورځولې ده اوهیڅ ارزښت نه ورکوی، برعکس مسلمانان خپل هرعبادت په پوره مینه اولېوالتیاسره کوی، اودتعجب خبره خولاداده چی ددوی په هرعبادت کی ډېررازونه اوارزښتونه پراته دی؛ یودروژې ګټې دشمارڅخه وتلې دی چی شوګر، فشار، دزړۀتکلیفونه، دمعدې ناروغیانې اودچاغښت اوکولسترول دکانترول لپاره یواځنی بې مثله دایمی درملنه ده نودابه منوچی داسلام دین حق دی، داچی زه هم عیسایی یم اوته هم اوداسلام پرحقانیت موسترګې پټې کړیدې دابېله خبره ده۔
ماورڅخه وپوښتل ایاته مسلمان شوی ئې؟؟؟!!! اودادی څه داسلام تبلیغ پیل کړیدی؟ ډاکټرصاحب په خنداسره راته وویل نه خورې!!! دغاړې صلیب ئې راښکاره کړ، اوبایبل ئۍ راواخیستی چی زمادی په دغه صلیب اوپه دغه بایبل قسم وی که زه مسلمان شوی یم بلکه زه دکاتولیک عیسایی ډلې یوغړی یم، مګرتحقیقات، حقیقت اولمرپه دووګوتونه پوټیږی اونه ئې هم څوک پوټولای شی، ماورته وویل چی زه خوپه اسلام دومره خبره یمه چی اسلام دترهګرۍ دین دی، هغه دښځوضددین دی، هغه دسولې پرځای دجنګ اوجګړې دین دی اوبس۔
ډاکټرصاحب چی دناروغانوورباندی ګڼه ګوڼه ډېره وه راته وویل :خورې! واقعیت اوحقیقت ترخاورولاندی کیږی، داسلام څه ناڅه مطالعه ماکړېده، دومره بده څهره چی رسنیودلته په لویدیځ کی ورکړیده داټول غلط اوبې بنسټه دی؛ خودادرته وایم چی داسلام مطالعه وکه ضرور، پخپله به هرڅه درته جوت شی؛ ډاکټرصاحب څه دارودرمل راکړل اوله روغتون څخه ووتلم اوله ځانه سره می داهوډ وکړچی لومړی بایدداسلام پوره مطالعه وکړم، اوداډاکټرصاحب چی کومی خبرې وکړې ددې څخه داجوتیږی چی موږ(عیسایان) ترغوږوپوری غرق یو، داځکه چی اسلام حق دی اوموږئې نه منو، داسلام هرقانون رېښتنی دی خوموږئې نه منو، اوبل فکردارته پیداشوچی کیدای شی ډاکټر مسلمان شوی وی اوزه ئې هم واسلام ته هڅولې یمه، بیامی خپل عقل دارته وویل چی دلته ډاکټرنه وډګرۍ ته اړتیالری، نه وپیسوته اړتیالری اونه هم وامتیازاوشهرت ته اونه هم مسلمانان دومره ځواک اوواک لری چی دومره ګټه ورته ورسوی داځکه چی دوی په (Minority) یعنی لږکیوکی راځی، نوښه به داوی چی ترټولولومړی دمسلمانانودیوه عالم څخه دروژې په اړه معلومات پیداکړم چی دازمادرملنه ده اوبیاداسلام مطالعه وکړم؛ په زړۀ کی می یوه خبره په واروارراګرځېده اوهغه داچی زما داسلام څخه څومره کرکه کیږی اواوس څومره ورته اړینه یمه چی زمامرګ اوژوندپه اسلام پوری وتړل شو، له ځانه سره مه دافیصله وکړل چی دیوه بل ډاکټرسره هم په دې هکله مشوره وکړم چی ښه می یقین شی دسرطان دمرکز(Cancer Center) یوپروفیسرډاکټررابرټ هال سره می تلیفونی تماس ونیوه هغه داخبره راته وکړه چی داخبره چادرته کړېده؟ ماورته وویل چی داخبره ډاکټرجان جوزف راته په یقینی ډول سره راته کړیده اوورته ومی خندل، ده راته وویل چی په دې کی هیڅ شک نشته ، مګرموږداڅیړنې موږډېرې پټې ساتو، ترڅوخلک واسلام ته تشویق نشی، خودانټرنیټ په مټ اوس هرڅه چی زموږترخوله ووځی هغه سباپه هرهیواداوهره ژبه کی شتون لری؛ په دې کی هیڅ شک نشته چی روږه دانسان د(85) په سلوکی دناروغیوښه درملنه ده ، اوداچی ته وروژې ته لیواله ئې نوڅیړنه پکښې وکه۔

دډاکټررابرټ هال ددې خبروڅخه وروسته می قسمت واوښتی او(100) په سلوکی می دادزړۀ وتل ته شوه سوه چی داسلام مبارک دین حق دی، اونوره نوزه بایدپخپله پکښې څیړنه وکړم، اودتوفیق غوښتنه می دخدای جل جلاله څخه وکړل؛ ډاکټررابرټ داهم راته وویل چی سکاټ!!! ستاوزن هم ډېرزیات دی، یعنی ته (Over Weight) ئې نوروژه دچاغښت لپاره هم ترټولودرملنوښه درمل ده، اوس زه دځانه سره په دې فکرکی یمه چی لومړی بایدزه څه وکړم؟؟؟ اوچیری ولاړشمه؟؟؟ وچاته ولاړشمه؟؟؟ مشوره می دخپلی خور(کینګ سکاټ) څخه واخیستل اوهرڅه می ورسره شریک کړل، هغې دامشوره راکړل چی زه باید دمحمدی مسجد وخطیب اوقاری مصطفی عزت ته ولاړشمه، اودهغه مشوره واخلم، نوسباسهاروختی ومرکزته ورغلم اودده دملاقات غوښتنه می وکړل، هغه په ډېرورین تندی راته ښه راغلاست ووایه؛ اوودفترته ئې دتلوبلنه راکړل، هلته ورغلمه اوورسره کښېناستلمه ، اوترټولولومړی می ورڅخه وپوښتل چی ایاپه اوسنی بایبل کی دروژې څه بیان شته اوکه نشته؟
قاری صاحب: روژه دالله جل جلاله یوسترعبادت دی، په دې میاشت کی موږدسولې، حوصلې، دخدای جل جلاله دپوره اطاعت، دمسکینانواوبې وزلوسره دخواخوږۍ اوزغم درس راکوی اوداررژه په تورات کی هم وه، په انجیل کی هم وه، اوپه قرانکریم کی هم شته اوس درته داوسنی بایبل درې ځایونه درته وایم:
1: اوچه کله تاسی روژه نیسی نودریاکارانوپه شنا ځانونه خفه مه ښکاره کوی، هغوی ځکه خپل مخونه ورانوی چی خلک ورته ووای چی دوی روژه دی، زه (عیسی) وتاسوته وایم چی هغوی خپل اجرپه دې دنیاکی وموندی خوکله چی تاسی روژه نیسی خپل سرغوړوی اومخ پرېمینځی ددې لپاره چی څوک ونه وایی چی ددوی روژه ده۔
(متی شپږم باب، دروژې په هکله تعلیم 16ـ 19)

your ads

بل ځای په بایبل کی راځی: 
2: زه په هفته کی دوه ځله روژه نیسم (لوقا اتلسم باب 12)
3: هرکله چی دوی دمالک عبادت کولونوروژه ئې نیوله۔ (اعمال درسولانو 2)
داسی ډېرځلی دروژې بیان په اوسنی بایبل کی شته اوپردې باندی قرانکریم هم ګواهې ورکوی اوموږته قرانکریم وایی چی په مخکنیوامتونوباندی هم روژه فرض وه لکه چی وایی:
کُتب علیکُم الصیام کماکُتب علی الذین من قبلکُم۔۔۔
فرض کړل شوې ده پرتاسوباندی روژه(ای مسلمانانو) لکه پرمخکنیوامتونوباندی چی فرض وه۔
داچی بایبل اوس تحریف شوی، اواصلی متن ئې له مینځه تللی نوځکه هیڅ حکم ئې پرخپل اصل ولاړنه دی اونه هم عیسایان ورته دیوه الهی قانون اوکتاب په سترګه ګوری۔
ماورڅخه وپوښتل چی داڅنګه امکان لری چی بایبل هم دخدای کتاب دی اوقران هم خوقران نه دی تحریف شوی اوبایبل تحریف شویدی؟
قاری صاحب په مُسکاراته وویل چی بایبلونه دی لیدلې دی، اومطالعه کړی دي دی، ماورته وویل چی زه کاتولیکه یم اودکاتولیکانوبایبل اوهم می دپروتستانوبایبل مطالعه کړیدی۔ قاری صاحب راته وویل چی ددغودووبایبلوترمیځ څومره توپیرشته؟ ماورته وویل چی ډېرتوپیرئۍ شته خوزماپه یادکی نشته، قاری صاحب بیاراته وویل چی (24000) نسخې دبایبل لیکل شویدی اوپه دې ټولونسخوکی دوې نسخې یوشانته نه دې ته کولای شی دی (The Root of Bible) داکتاب وګوری اویوه ساده بېلګه درته وړاندی کومه چی هرعیسایی ئې منی اوډېرژرئې منلای شی اوهغه داچی که موږومتی اولوقاته وګورو نودځانه څخه جوړه شوې دحضرت عیسی علیه سلام نسب پاڼه څومره اختلاف پکښې شته اوبل داچی که غواړی چی دبایبل په تعارضونوره هم پوه شی نودادرته وایم چی موږداټول یوځای کړیدی اوکولای شی چی وئې ګوری اوخپل پوره فکرپکښې وکی، اوبل داچی داسی پوچې، بې بنیاده کیسې اوویناوې پکښې دی زه دیوانسان په حیث ورڅخه شرمېږم نودابه څنګه دالله جل جلاله کتاب وی که په لنډوکی درته ووایم نوویلای شم چی بایبل ټوله پخوانې یونانی افکارویوه مجموعه ده، اوداټوله دبشردلاس کاردی اوبس؛ اوقرانکریم په ټوله نړۍ کی چی دهرمسلمان په لاس کی دی که په شرق کی دی اوکه په غرب کی یوشانته دی، دیوه توری په اندازه توپیرپکښې نشته،اونه ئې څوک پکښې راوستلای شی، په قرانکریم کی دابراهیم علیه سلام نوم په دوه درې قسمه املاء راغلی دی، په دې (1400) کاله کی دیوه توری پرځای بل توری نه دی راغلی اونه هم چابدل کړیدی اونه ئې بدلولای شی چی داخپله دقرانکریم معجزه ده، اوحق دی اوداهم درسره په یادوساته چی قرانکریم پخپل اصلی بڼه سره دی اوترقیامته پوری به پاته وی۔
وقاری صاحب ته می وکتل اوورته می وویل چی تسلی می وشوه، خوڅو اجنبی پوښتنی درڅخه کوم :
اول داچی دلته ستاسوسره په دفتر کی دپوره سکون احساس کوم اوڅه ارامه شومه داولی؟
قاری صاحب: داخودمسلمانانومرکزاومسجددی هرهغه ځای چی دخدای کوروی اودخدای ددین خدمت کیږی هلته به ضرورسکون وی اوزموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی:
احب البلادالی الله مساجدها۔
بهترین دځایونوڅخه دالله جل جلاله په نزدمسجدونه دی۔

ایامسلمانان لکه درسنیوپه اندظالمان اوبې رحمه دی اواسلام په زورسره خپرېږی؟
قاری صاحب:نه هیڅکله نه! دادعیسایی نړۍ یوه پروپاګنډاده، اودادکرکې رنګ توررنګ دی چی مسلمانه نړۍ په بدناموی، ایادلته په لویځ کی کوم مسلمان دخلکودمسلمانیدواویاهم داسلام دخپرېدولپاره بې ګناه خلک وژلی دی؟، دلته اسلام چاپه زورسره خپورکړ! ایادااوسنۍ داسلام شغلې چی خپرېږی دازوراوظلم دی؟ داچی امریکااونورمتحدین ئې په عراق اوافغانستان کی بې ګناه خلک وژنی ایاداانصاف اوعدل دی؟ ایاداوحشت اوبربریت نه دی چی په میلیونوانسانان ووژل شول، اووژل کیږی، پوره هیوادونه بې ثباته اودتوروخاوروسره خاورې شول،مسلمانې مېرمنې بې کوره، سرتورې اوبې عفته شوې؟اوددې اسلامی هیوادو سوله ئې په جنګ بدله شول، مینه ئې په ژړابدله شول اوهرڅه ئې لکه تعلیم، اقتصاد سیاسی ثبات له مینځه ولاړل؟ اوهغه څوک چی پخپلوهیوادونوکی ددې اشغالګروپرصدجنګیږی دادهغوی حق دی اوموږمسلمانان دمځکی پرمخ زړۀ سواندی، میلمه پاله اودښواخلاقوڅښتنانان یو داځکه چی زموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم وموږته فرمایی:
لایرحم الله من لایرحم الناس۔
که څوک پرخلکورحم ونه کړی نوخدای جل جلاله ورباندی نه رحمیږی۔

اسلام دسولې، رحم، دمینې اودټولنې دهرې ناروغۍ یواځنی درمل دی۔
دقاری صاحب دتایئدلپاره ماورته وویل چی هو!!! دامنم چی دامریکاجمهوریس ډبلیوبوش پرافغانستان اوعراق دحملې مخکی په واتیکان کی دپاپ سره دوه ساعته غونډه درلوده، اوموږته حکم وشودواتیکان له خواڅخه چی تاسی وصدربوش ته په کلیساووکی دعاوې کوی اوپاپ پخپله ورته دعاوې کولې داوټولوامریکایانوته جوته ده چی ټولې عیسایی نړۍ ودې جنګ ته دصلیبی جنګونوسرلیک ورکی چی صدربوش پخپله هم په لومړې ځل دادصلیبی جنګ اوجګړې اعلان وکړ۔
دښاغلی قاری صاحب سره زمامجلس ډېرښکلی اوپه زړۀ پوری ووټولې خبرې ئې رېښتنی اوزماپه زړۀ کی ځای پیداکی، یوقرانکریم، بل دعباداتو اویودروژې په هکله ئې یوکتاب راکړچی ډېرپه زړۀپوری وواوټول معلومات پکښې وه، اوفیصله می له ځانه سره داسی وکړل چی لومړی به روژه نیسم خپله ناروغې به ګورم اوبیابه اسلام راوړم، همدغسی وشو ؛ دیوې روژې په نیولوسره می څه حالت بدل شو، خوبل لورته روژه نیول زمالپاره یوناشونې کاروو، اوملګروبه راته ویل دابې عقلې ده، چی ځان دی تږی کړیدی، مابه صرف په مُسکاسره ورته ځواب ورکاوه اوبس، لومړې روژه می ترخپل وخت مخکی ماته کړل یعنی لمرلاخپله سترګه نه وه پټه کړی چی ماروژه ماته کړل حال داچی مسلمانه لاهم نه وم تراوسه؛ پوره درې ورځې وروسته څه دروژې نیولوسره څه عادی شومه هره ورځ می فشارکاته، په (15) ورځوکی می فشاروخپل عادی حالت ته راغی اودارودرمل می پرېښودل چی دازمادزړۀ ارمان اولویه هیله وه چی راته په لاس راغلل؛ روژه نیول می داسلام مطابق جارې وساتله دپوره یوې میاشتې روژې څخه وروسته ترپخواځوانه، روښانه، دماغ می تازه، اودپوره خوښۍ احساس کاوه اوس داراته ثابته شوله چی واقعااسلام حق دین دی اوپه هرعبادت، امراونهی کی ئې ضرورډېرې ګټې شته، دقاری صاحب دملاقات څخه وروسته یوه میاشت اولس ورځ ورسته می داسلام دمبارک دین دقبولوهوډ وکړ، اودقاری صاحب سره په تماس کی ومه، چی هغه دجمعې مبارکې ورځ راته انتخاب کړل اودده دلارښونې مطابق دجمعې په ورځ سهارورغلم اودهلته یوه غونډه هم راغوښتل شوی وه، څه تقریرونه وشول اوپه اخرکی وماته بلنه راکړل شول اوڅه خبرې می دخپلې ناروغۍ اوپه روژې ددرملنی په هکله ورته وکړی اوبیامی دشهادت کلمه چی قاری صاحب راته ویل وویل اوداسلام په مبارک دین مشرفه شوم لله الحمد۔

زماتوصیه:

زماتوصیه وټول اُمت مسلمه ته داده چی هرمسلمان که نردی اوکه ښځه داسلام پوره ـ پوره احکام په بشپړډول سره عملی کړی، دکفاروپه پټوتوطیوځانونه خبرکړی، دزړۀ له کومی داسلام چوپړوکی که څه هم تکلیفونه، کړاوونه، شهادت، دسراومال تاوان پکښې وی، داځکه چی الله جل جلاله لوی ذات دی اوداخرت یوه زره دنعمت ددې نړۍ دټولومادې شیانوڅخه ډېرزیات اوابدې دی؛ هغه خوښې اوښه ژوندچی په اخرت کی شته هغه زموږلپاره کافی دی؛ اوداهم درته وایم چی که موږ(مسلمانان) پخپل دین باندی په بشپړتوګه سره ټینګ ودرېږونوهیڅوک په موږهیڅ هم ونشی کولای، هم به په دې دنیاکی ښادیواوهم به په اخرت کی۔

دکفرې نړۍ یوه بله توطیه داده چی غواړی چی اسلامی حجاب بندکړی زه ومسلمانوخویندوته که په فرانسه کی دې، که په بلجیم کی اویاهم دنړۍ په هرګوټ کی دی داوایم چی پخپل اسلامی اوصولوباندی ټینګې اومستقیمې شی، اوپه دې لاره کی شهادت تربې حجابۍ غوره وګڼی۔ انشاء الله دکفرداټولې توطیې به شنډې اودخاوروسره به خاورې شی۔ امین

عبدالغفارجُبير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. ستاسو له صفحې څخه ماشاءالله دير په زړه پوری معلومات خپريږي خو متأسفانه چې کاپي کيږي نه چي يو څوک بل چيرته ځيني استفاده وکړی باید ستاسو ليکني په نيټ کی شور جوړ کړي چي ما مطالعه کړئ ؛ هيله کوم چي پدي هکله جدي ګام پورته کړئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب