د رمضان روژه پر كومو كسانو فرض ده؟

د رمضان روژه – په قضا او ادا كې پر هر هغه چا فرض ده، چې د لاندينيو شرطونو درلودونكي وي:

۱_ دا چې بالغ وي، پر دې اساس پر كوچنيانو د روژې نېول نه دي فرض.

۲_ دا چې مسلمان وي، نو پر كافر د روژې نېول نه دي فرض.

۳_ عاقل وي، ځكه چې پر لېوني روژه نشته.

۴_ په دارالاسلام كې وي، او كه په دارالحرب كې هم وي، نو بايد چې د روژې پر واجب والي باندې پوه وي.

د روژې ادا كول پر كومو كسانو فرض ګرځي؟

۱_ د روژې ادا پر هغو كسانو فرض ګرځي، چې مقيم وي، پر دې بنسټ پر مسافرو نه ده فرض.

۲_ د روژې ادا كول پر هغه چا فرض ګرځي، چې روغ وي، نو پر ناروغانو يې نيول نه دي فرض.

۳_ پر هغو ښځو د روژې نيول فرض دي، چې له حيض او نفاس څخه پاكې وي، پر دې بنسټ پر حايضه او يا نفاسه ښځو باندې، د روژې نيول نشته، تر دې چې حايضې او نفاسې ښځې ته يې نيول نه دي روا.

 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب