مه مایوسه کېږه!

ځینې ډېر ژر مایوسه شي.!

ځینې له یوې ساده ماتې وروسته نهیلي شي.!

ځینې یوه درنه پېښه په ملا مات کړي او له ژونده مخ واړوي…!

په داسې حال کې چې د الله په څېر مهربانه ذات، ملاتړې کورنۍ، خواږه یاران، د ژوند پرېمانه تجربې او قناعت وړ زده کړې لري خو بیا هم، ښه ژوند او ځلانده راتلونکې ته هیله او باور نلري…؟

دوئ ولې دا هېروي، چې د ژوند پیلامې په ستره سیالۍ کې يې له ۴۰۰ میلیونه سپرمونو څخه میدان ګټلی او دنیا ته راغلی.

هلته د مور په ګېډه کې، یوازې د الله په مرسته، د نورو  له مرستې، تسلۍ، ستړیا او لاسنیوي پرته (د څلور سوه میلیونه) ګډونوالو له منځه یوازې همدا تا ځان هدف ته رسولی.

اوس بیا ولې، د دنیا له دومره زیاتو ملاتړو سره سره د ژوند هیله وبایلو…؟

تاسو له هماغه پیدایښته میدان ګټلی او دلته هم یوازې د نعمتونو شکران او پر ناخوالو صبر دی چې الهي مرسته او د هغه ستر ذات په ازموینه کې د بریا نمرې پرې خپلولای شې…

د الله پر مهربانۍ او مرسته باور ولرئ او د ژوند هیڅ ناخوالې ته مه تسلیمېږئ…!

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب