د ژوند راز | ټولي ويني

پروفيسر پال ډيراك paul dirac په كال 1902م كې زيږيدلي او په كال 1984م كې د 82 كلنۍ په عمر په فلوريډا كې ومړ، دی په نوې پير كې له نيوټن او ائن سټاين وروسته تر ټولو لوړ پوړی ساينسپوه بلل كيږي, ده د نوبل جائزه او نور ډېر انعامونه تر لاسه كړي دي، د پال ډيراك نامه ته د كوانټم ميكانيكل تيوري منسوبيږي دا ساينسي تيوري د ايټم له خورا زياتو كوچنيو ذرو نه بحث كوي، ده ترټولو مخكي د اينټي ميتر وړاندوينه وكړه چې وروسته نورو زياتو څيړنو هغه ثابته كره، د ګارډين ورځپاڼي په 4 نوفمبر كال 1984 م كي په پال ډيراك باندي يوه ليكنه خپره كړه چي سرليك يي داسي و: prophet of the anti-universe

پال ډيراك په ايټم كي د لومړي ځل له پاره اينټي فارټيكل بياموند چي هغه ته فازيټران positron وايي، دي موندني د نيو كلير په فزيك كي انقلاب را ووست كله په چي له پال ډيراك نه چا پوښتنه وكړه چي تاسو څنګه له ايټم نه د لاندي مادي په نوعيت كي خپله پاروونكي نظريه بياموندله؟ نو هغه به ويل چي زه به دخپلي مطالعي په خونه كي داسي پريوتم چي پښي به مي پورته وي څو مي وينه ددماغ په لوري ولاړه شي

په شكاره خو دا يوه ټوكه ده خو حقيقت دادی چي يو ستر فكري كار هغه كس كولي شي چي دخپل بدن ټولي ويني په خپل دماغ كي را غونډي كړي، ډير خلك داسي دي چي خپل ځواك يي ويشلي وي هغه په يوه مركزباندي په يواځيتوب سره ځان يوه كارته نه متوجه كوي ځكه خو هغه په نيمګړي ژوند تيرولو سره له نړي نه ولاړ شي هر كار له انسان نه دهغه پوره ځواك غواړي هغه كس خورا زيات برياليتوبونه ترلاسه كولي شي چي په خپل ټول ځواك سره يوه كار ته پوره متوجه وي

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب