شات تر لاسه کړه، خو د شاتو ځاله مه ورانوه! | مه خفه کېږه! ۱۹

شـــات تـــر لاســـه کـــړه ؛ خـــو د شـــاتـــو ځـــالـــه مـــه ورانـــوه !

په یو شی کې د نرمۍ شتون د ښکلا سبب ګرځی، همدارنګه د نرمۍ نشتوالی د ښکلا نشتوالی دی، په خبرو کې نرمی، پر مخ موسکا او ښې خبرې کول هغه او صاف دی، چې د نیکمرغو خلکو او مومنانو په برخه وی.

ددې مثال د شاتو مچۍ ته ورته دی، چې پاک خوری او پاک ورکوی، او کله چې پر ګل کېنی، نه یې ماتوی، ځکه چې الله تعالی د نرمۍ په بدل هغه څه ورکوی، چې په سختۍ سره یې نه ورکوی.

نرم خویه خلک پر هر چا ګران وی، خلک یې لیدلو ته لیوال وی، پر سترګو ښه لګېږی، زړه او روح یې په کتو خوښېږی، همدا لامل دی، چې ښه خوی، خبرې اترې، معاملې او ناستې پاستې له امله په هر ځای کې خلکو ته محبوب وی.

ملګرتیا جوړول یو داسې فن دی، چې نېکمرغه او ښه خلک پرې ښه پوهېږی، د دا ډول خلکو اخلاقی تګلاره ددې آیت مطابق وی:

(   اَدْفَعْ بِاٌلَّتِی هِیَ أَحْسَنُ فَاِذَا اٌلَّذِی بَیْنَکَ وَبَیْنَهُ عَدَاوَةٌ کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ  )

”  تـــه د بـــدۍ مـــخـــنـــیـــوی پـــه هـــغــــې نـــېــــکـــۍ ســـره وکــــړه ، چـــې هــــغـــه ډېــــره ښــــه وی ، تـــه بـــه وګــــورې چـــې لـــه تـــا ســـره ، چــــې د چــــا دښـــمــــنـــی لـــوېـــدلـــې وه ، هـــغـــه دې لـــکــــه صــــمــــیـــــمـــــی دوســـت ګـــرځــــېـــدلــــی دی”

دغه ډول خلک د عاطفې او بښنې له لارې کینه او حسد له منځه وړی ، د خلکو بدۍ هېروی او نېکۍ یې تل یادې ساتی،  بدو خبرو او پسخندونو ته غوږ نه ږدی، چې له امله یې هوسا ژوند کوی، او خلک ترې هم په امن او هوساینې ژوند کوی.

(   المسلمُ من سلِم المسلمونُ من لِسانِهِ ویَدِهِ ، والمؤمن من أمِنَهُ الناسُ علی دمائِهم وأموالِهم  .)

”  مـــســـلــــمــــان هـــغــــه دی چـــې د ژبــــې او لاس  ( لـــــه ضــــرر ) څـــخـــه یـــې نـــور مــــســــلــــمــــانــــان خـــونــــدی وی ، مـــومــــن هـــغـــه دی چــــې خــــلـــــک یـــې د خـــپــــل ځــــان او مــــال ســــاتـــــونــــکـــې وګــــڼــــی  . ”

(   ان الله أمرنی أنْ أصل منْ قطعنی و أن أعْفُوَ عمَّن ظلمنی و أن أُعطی منْ حرَمَنی  .)

“الله تـــعـــالــــی راتـــه امـــر کـــړی ، چـــې لـــه هــــغـــــه چــــا ســــره مــــلـــګـــرتــــیـــا وکــــړم ، چـــا چــــې راســــره اړیــــکـــه پـــرې کـــړې ، هـــغــــه چــــاتــــه بـــښـــنــــه وکــــړم ، چــــې ظـــلــــم یـــې رابــــانــــدې کـــړی ، او هـــغــــه چــــاتـــه ور کــــړه وکــــړم ، چــــې زه یـــې تـــرې مـــحـــروم کـــړی یــــم.”

(   وَالْکَاظِمِینَ الْغَیْظَ وَالْعَافِینَ عَنِ النَّاسِ   )

”  او څـــوک چـــې خـــپــــلــــه غــــوســــه خــــوری ، او خــــلـــکــــو تـــه بـــښـــنـــــه کـــوی.  ”

دغو خلکو ته به د سکون او اطمینان شتمنی ور په برخه شی، او له شتمنی سره د اخروی ستر اجر زېری یوازې د همدوی لپاره دی.

(  فِی مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِیکٍ مُّقْتَدِرِ  )

“د رښـــتــــیــــا پــــه ځـــای کـــې د ســـتــــر بـــاچــــا پــــه څـــنـــګ کـــې.  ”

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب