ځوانان بايد د دعوت ښه طريقه وپېژني

او هم دا رنګه پر نورو باندې د ښې اغيزې ښندلو له تګلارو نه يو هم اولويتونو ته ارزښت ورکول دي، په دې مانا چې بلونکي بايد خپل دعوت له هغه ځاى نه پيل کړي چې ډېر اهميت لري او بيا هغه شي ته لاس وغزوي چې د اهميت په لحاظ په دويمه درجه کې راځي:، عبادت ته له بلنې نه مخه کې د توحيد عقيدې ته بلنه، ژوندني نظام او د هغه لارو-چارو ته د دعوت نه مخ کې عبادت ته بلنه، کلياتو ته بلنه مخ کې له جزئياتو نه او فردي شخصيت جوړولو ته بلنه مخ کې له دې نه چې د سياسي ژوند په ډګر کې داخليږي پيل کړي…

ځوانان بايد د بلنې تګلاره او اسلوب وپېژني
مسلمان ځوانانو! پر نورو باندې د اغيزې ښندلو له لارو نه يوه ډېره ښه لاره دا ده چې د بلونکي کړه-وړه له وينا سره سم وي…خداى جل جلاله د هغو کسانو په ترټولو کې چې نورو ته پرښو امر کوي؛ مګر په خپله هغه کارونه نه کوي فرمايي:
( يأيهاالذين امنوا لم تقولون ما لا تفعلون، کبرمقتا عندالله أن تقولوا ما لا تفعلون).[الصف:٢-٣].
يانې: ((اې مؤمنانو! ولي هغه څه واياست چې عمل پرې نه کوئ؟ لويه ده له جهته د غضبه په نزد د الله تعالى چې واياست تاسې هغه څه چې نه يې کوئ)).
په بل ځاى کې فرمايي:
(أ تأمرون الناس بالبر و تنسون أنفسکم و أنتم تتلون الکتاب أ فلاتعقلون).[البقره: ٤٤].
يانې: (( آيا خلکو ته په نېکي امر کوئ او ځان هېروئ، په داسې حال کې چې کتاب (قرآن کريم) هم تلاوت کوئ (لولئ)  يا تاسې نه پوهېږئ؟)).

پر نورو باندې د اغيزې ښندلو له ښو لارونه يوه هم د هغه چاپېريال او محيط مطالعه او څېړنه ده چې د بلنې کار په کې مخ په وړاندې بيول کيږي:
نو پر بلونکي باندې دي چې د انحراف او ګمراهۍ مراکز وپېژني او هم دا رنګه د خلکو د استعداد له سنجولو سره-سره د بلنې او تبليغ کار عيار کړي… د مثال په ډول: په هغه هېواد کې چې ديموکراسي، صهيونيزم او ماسونيزم خپور شوى وي او اوسېدونکي يې فکري، عقيدتي او اخلاقي بې لاريو کې لاس او پښې وهي… په داسې يو هېواد کې، هغه کتابونه چې بايد خپاره شي او د هغو بيانيو او ويناوو څرنګوالى چې بايد واورولى شي او هغه سوالونه او څېړنې چې بايد مطرح شي، په کُلي توګه د هغه هېواد له موجوده ذکر شوو شرايطو نه کاملاً فرق کوي چې هلته نصارا اوسيږي او د سرمايه دارۍ نظام ((انددوديا)) طرز فکر حکومت پرې کوي او د آزادۍ او ديموکراسۍ تمايلات په کې شته؛ نو بنا پر دې د انحراف او بې لاريو د ډولونو په اړه ژوره مطالعه او څېړنه ډېره ضروري ده او هم دا رنګه د منحرفو ډلو-ټپلو د پېژندګلوۍ په باب بايد هر اړخيزه مالومات تر لاسه شي او بيا د دغسې ټولنو له پاره د تبليغ او دعوت منظم پلانونه جوړ شي- د مختلفو ټولنو او شرايطو له پاره د بلنې مختلفې لارې-چارې بايد تر استفادې او ګټې لاندې ونيولى شي. او بايد خلکو ته د الهي دعوت د رسولو له پاره له کافي استعداد، ځواک، ثبات او استمرار سره ډګر ته ووځو.
د خبرې د نه پوهېدو په صورت کې د اورېدونکي بې لارې توب يو حتمي امر دى بلونکي ته ښايي چې د خلکو د پوهې سره سم هغوى ته تبليغ وکړي او يا له هغوى سره خبرې-اترې وکړي.

پر نورو باندې د ښې اغيزې ښندلو له تګلارو نه يو هم اولويتونو ته ارزښت ورکول دي:
په دې مانا چې بلونکي بايد خپل دعوت له هغه ځاى نه پيل کړي چې ډېر اهميت لري او بيا هغه شي ته لاس وغزوي چې د اهميت په لحاظ په دويمه درجه کې راځي:، عبادت ته له بلنې نه مخه کې د توحيد عقيدې ته بلنه، ژوندني نظام او د هغه لارو-چارو ته د دعوت نه مخ کې عبادت ته بلنه، کلياتو ته بلنه مخ کې له جزئياتو نه او فردي شخصيت جوړولو ته بلنه مخ کې له دې نه چې د سياسي ژوند په ډګر کې داخليږي پيل کړي…
د بلنې او دعوت دغه لاره د حضرت رسول صلى الله عليه وسلم او د هغه د صحابه وو رضي الله عنهم لاره ده، لکه چې د سنن اربعه اصحاب  او امام احمد بن حنبل رحمة الله عليهم له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کړي دي چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه يمن ته ولېږه، نو ورته و يې ويل:
(إنک تقدم على قوم أهل کتاب، فليکن أول ما تدعوهم إلى شهادة أن لا إله إلا الله و أني رسول الله، فإن هم أطاعوک لذلک فأعلمهم أن الله تعالى أفترض عليهم خمس صلوات في کل يوم وليلة، فإن هم أطاعوک فأعلمهم أن الله تعالى أفترض عليهم صدقة تؤخذ من أغنيائهم و ترد على فقرائهم، فإذا أطاعوک بها فخذ منهم وتوق کرائم أموالهم و اتق دعوة المظلوم فإنه ليس بينه و بين الله حجاب…)
يانې: (( ته د هغه قوم خوا ته ځې چې اهل کتاب دي؛ نو لومړى شى چې ته هغوى ته د هغه په لور بلنه ورکوې، بايد پر دې مطلب باندې ګواهي ورکول وي چې له الله تعالى نه پرته بل معبود بر حق نه شته، او دا چې زه د  خداى استازي يم؛ نو که چېري هغوى په دې کار کې ستا خبره ومنله، نو هغوى پوه کړه چې الله تعالى پر هغوى باندې پر هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض ګرځولى دى او که چيرې هغوى ستا (دا خبره) هم ومنله، نو هغوى پوه کړه چې الله تعالى پر هغوى باندې داسې يوه صدقه فرض ګرځولې ده چې د دوى له شتمنو خلکو نه اخيستله کيږي او د هغوى نيستمنو خلکو ته ورکول کيږي، او که چېري هغوى په دې کار کې (هم) ستا خبره ومنله، نو له هغوى نه (زکات) واخله-او د هغه ښه مال له اخيستلو نه چې له هغوى سره شته او خاص د همغوى له پاره دى ځان وساته او د مظلوم له ښېرا ډډه وکړه چې د هغه او خداى په منځ کې کومه پرده نه شته…))

بلونکي څنګه کولاى لا دينه انسان دين ته وبولي؟
بلونکي څنګه کولاى شي چې يو ملحد انسان د خداى تعالى عبادت ته راوبولي؛ په داسې حال کې چې اصلاً پر خداى تعالى ايمان نه لري؟ او څنګه کولاى شي د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام تطبيق ته يې راوبولي او و يې هڅوي، په داسې حال کې چې اسلام په اجمالي او تفصيلي ډول نه  مني؟ نو بنا پر دې بلونکى يا داعي بايد په بلنه او دعوت کې اولني ارزښتونه تشخيص کړي او د هر کار د اهميت په درجې باندې پوه شي، پر هغه لازم دي چې په دې حقيقت پوه شي چې څه ډول يې پيل کوي؟ له کومه ځايه يې پيل کوي؟  څه ډول دعوت ورکوي؟ څه ته دعوت ورکوي؟ د مقابل لوري د عقليت درجه تر کومه حده پورې ده؟
هو! پر هغه لازم دي چې دا ټول معيارونه وپېژني او په دې ټولو مراحلو باندې پوه شي، تر څو وشي کولاى پر نورو اغيزه وکړي او هغوى د ګمراهۍ له دلدل نه وباسي او د هدايت ګلزار ته يې ولېږي.

your ads

اې د دعوت سر تېرو سپاهيانو!
پر نورو باندې د ډېرې ښې اغيزې کولو له ډېرو ښو کړنلارو نه يوه هم د اسلام له پاره نورو ته د دعوت په لاره کې نرمولاى او ملاطفت دي؛ څومره ښه او څومره عالي دي د قرآن کريم تعبير د دعوت په اسلوب کې او هم دا رنګه د دعوت کوونکي د اخلاقو په باره کې، هلته چې فرمايي:
(ولو کنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک) [ال عمران:١٥٩].
يانې: (( که چېري ته (اې محمده صلى الله عليه وسلم!) بدخويه او سخت زړه واى، نو حتماً (ستا اصحاب او نور خلک چې لا اسلام ته منقاد شوي نه دي: مؤلفة القلوب دي) به ستا له شاوخوا نه خواره-واره شوي وو (خلک به له تا نه نفرت کاوه او له تا نه به لېري تښتېدل.))
(أدع إلى سبيل ربک بالحکمة و الموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي أحسن) [النحل:١٢٥].
يانې: (( (خلکو ته) بلنه او دعوت ورکړه د خپل خداى لارې ته په علم، پوهې او نېک پند او  نصيحت سره او له هغوى سره بحث او مناقشه وکړه په هغې طريقې سره چې ډېره ښه ده.))
(فقولا له قولا لينا لعله يتذکر أو يخشى) [طه:٤٤].
يانې: (( نو هغه ته تاسې دواړه نرمه خبره وکړئ، شايد هغه پند واخلي يا (له خداى نه) و ډار شي.))
ځوانانو! دلته ماته د يوه مبلغ قصه راياده شوه چې (ابو جعفر المنصور ته ولاړ او په ډېره زيږه لهجه يې ورته وعظ او تبليغ پيل کړ، ابو جعفر ورته وويل: اې فلانيه! پر ما باندې لږ نرمي وکړه! ځکه خداى تعالى هغه څوک چې له تا نه ډېر ښه ده و هغه چا ته له ما نه ډېر بد دي خپل استازي ولېږي (يانې موسى عليه السلام يې فرعون ته ولېږه) او له لېږلو نه يې مخکې ورته وويل:
(فقولا له قولا لينا لعله يتذکر أو يخشى) [طه:٤٤].
کله چې منصور داسې خبرې وکړي، هغه سړي په خپل کړه باندې پښيمانه او خجالت شو او پوه شو چې چې دى په خپله له موسى عليه السلام نه ښه نه ده او ابو جعفر المنصور له فرعون نه بد نه ده!!

دا دى ځوانانو! د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د بلنې او دعوت يو څو نمونې تاسې ته وړاندې کوو:
-بخاري له ابو هريره رضي الله تعالى عنه څخه روايت کوي چې هغه وويل:
يوه تن (اعرابي) په جومات کې تشي متيازي وکړي؛ په دې وخت کې خلک پا څيدل چې جزا ورکړي؛ نو حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم خلکو ته وويل:
(دعوه و أريقوا على بوله سجلا من ماء؛ فإنما بعثتم ميسرين و لم تبعثوا معسرين)
يانې: (( پرې يې ږدئ او پر متيازو يې يو بوکه اوبه واچوئ؛ ځکه تاسې د دې له پاره راولاړ شوي ياستئ چې پر خلکو اساني راولئ او د دې له پاره نه ياست راولاړشوي چې پر خلکو سختګيري وکړئ.))
-مسلم روايت کړى دى چې يوه ورځ معاويه بن الحکم دا حديث وويل: ما يو ځل له حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه، چې ناڅاپه د خلکو په منځ کې يو سړي پرينجى وکړه، ما وويل: (يرحمک الله) يانې خداى دي پر تا ورحميږي يا خداى دي تا وبخښي! په دې وخت کې ټول خلک ماته متوجه شول، ما وويل: ستاسې ميندې دي ستاسې پر مړي وژاړي!! ولې ماته داسې ځير-ځير ګورئ؟! هغوى به خپل لاسونه پر خپلو ورنو باندې وهل (زه به يې سکوت ته دعوتولم) او کله چې مې وکتل هغوى ما سکوت ته بولي، غلى شوم- هم دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له لمانځه نه فارغ شو-مور و پلار مې دي ترې جار شي-ما نه له هغه مخکې او نه هم وروسته، د هغه په شان بهتر معلم او ښوونکى وليد، په خداى قسم نه يې ماته وچولي تريو کړ او نه يې زه ووهلم او نه يې وښکنځلم…بلکې و يې وويل: په لمانځه کې خبرې کول صحيحې نه دې؛ بلکې لمونځ تسبيح، تکبير او د قرآن قرائت دي.
-امام احمد په جيدو اسنادو سره له ابي امامه رضي الله عنه نه روايت کړى دى: چې يو ځوان هلک حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى، نو (پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته يې) وويل: اې د خداى پېغمبره! آيا ما ته اجازه راکوئ چې زنا وکړم؟ نو خلکو د دې خبرې له اورېدلو سره سم له ډېره قهره پرې چيغه وکړ! نو حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم و فرمايل: (نږدې يې کړئ، ماته يې نږدې کړئ، ما ته نږدې شه!) نو هغه ځوان حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته دومره نږدې شو چې مخامخ ورته کښېنست، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: آيا اجازه ورکوې چې خلک ستا له مور سره زنا وکړي؟ هغه ځوان وويل: نه، درنه جار شم! حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: هم دا رنګه خلک هم نه خوښوي چې ته د هغوى له ميندو سره زنا وکړې.
حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: هغه (زنا) د خپلې لور له پاره خوښوې؟
ځوان وويل: نه، خداى مې دي له تا نه جار کړي.
حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم وويل هم دا رنګه خلک هم د خپلو لوڼو له پاره هغه نه خوښوي.
حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم بيا پوښتنه ترې وکړه: آيا هغه د خپلې خور له پاره خوښوې؟
ځوان وويل: نه، خداى مې دي له تا نه جار کړي.
حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: هم دا رنګه خلک هم د خپلو خويندو له پاره دا کار نه خوښوي.
د دې حديث راوي (ابن عوف) د ترور او توړې ياد هم په کې زيات کړى چې ځوان به د هر يو په جواب کې ويل: نه، خداى مې دي له تا نه جار کړي!
او حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم به ويل هم دارنګه خلک يې هم نه خوښوي…
بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل لاس د هغه پر سينه کېښود او  و يې ويل:
(اللهم طهر قلبه و اغفر ذنبه وحصن فرجه)
يانې: (( خدايه! زړه يې پاک کړه، ګناه يې وبخښه، عفت او پاک لمنتوب يې نصيب وګرځوه!))
راوي وايي:
د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې دعا نه وروسته د هغه ځوان په نزد له زنا نه ډېر بد او مبغوض شى بل څه نه و!!
هو! د رسول الله صلى الله عليه وسلم د هم دغو ښو اخلاقو ثمره وه چې د هغه د بلنې او دعوت په نتيجه کې خلکو اسلام ته ميلان پيدا کړ، د خداى تعالى په دين کې ټولګۍ-ټولګۍ ننوتل او صحابه کرام رضي الله تعالى عنهم د حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم مينې ته په زړونو کې ځاى ورکړ…تر هغه چې ځانونه به يې ترې جار کړل او د هغه جناب بېلتون به يې په هيڅ شان نه شو زغملاى…
ابو سفيان په دې باب وايي:
(ما رأيت أحدا يحب أحدا کحب أصحاب محمد محمدا)
يانې: (( ما يو تن داسې ونه ليده چې له چا سره دومره مينه ولري لکه چې د محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه يې له محمد صلى الله عليه وسلم سره لري!)
دا وه پر نورو باندې د اغيزې ښندلو مهمې لارې-چارې، نو ځوانانو پر تاسې لازم دي چې پرې عمل وکړئ، دا چې ستاسې قول له عمل سره مطابقت ولري خلک ستاسې دعوت ته لبيک وايي، هغه په سر او سترګو مني او پر تاسې اعتماد او باور کوي.
او په دې کې چې تاسې د دعوت چاپېريال څېړئ او د هغه په باب مطالعه کوئ، ستاسې هلې-ځلې بې ځايه نه ځي…
او کله چې د الله جل جلاله له لورته د خپلې بلنې په کار کې اولويتونه رعايت کړئ او له هغه څه نه پيل کړئ چې د اهميت له لحاظه په اوله درجه کې راځي او بيا له هغه شي نه چې نسبت اولويتونو ته له لږ اهميت نه برخمن دي…په دې صورت کې به الله جل جلاله ستاسې په لاسونو باندې خلک خير او هدايت ته رهبري کوي.
او کله چې د خپل پروردګار د رسالت د سرته رسولو په وخت کې له خلکو سره ښه رويه کوئ… (او په بلنه او دعوت کې له نرمۍ نه کار اخلئ) نو د خلکو زړونه ستاسې خوا ته ميلان پيدا کوي، د خلکو رواني تمايلات ستاسې خوا ته کيږي، او خلک تاسې ته مخه کوي او ستاسې دعوت په ډېره پراخه ټنده مني.

نو، ځوانانو!
حريص و اوسئ او زيار وباسئ چې د برياليو بلونکو، کاميابو لارښوونکو، مخلصو او کارکوونکو سپاهيانو له ډلې نه و اوسئ…او پوه شئ چې الله جل جلاله ستاسې هلې-ځلې نه بې ځايه کوي او ستاسې عملونه نه عبثوي؛ که چېري تاسې د خداى له دين سره مرسته وکړئ، خداى تعالى له تاسې سره مرسته کوي او ( د دښمن په وړاندې) ستاسې قدمونه ثابت ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب