مصطفی سباعي: له جهاد او مبارزې ډک ژوند
ښاغلی دکتور مصطفی سباعی د اسلامي تاريخ يوه ځلانده څيره وه چې د اسلام هر اړخ يې په خپل ژوند کې ښه تعبير کړی و. هغه يو عالم، مجاهد، مبارز او سياستوال و، له ماشومتوب نه نيولې تر وفات پورې يی ټول ژوند اسلام ته په خدمت کې تير شوی دی.
بشپړ نوم يی مصطفی بن حسنی السباعی دی چې په کال ۱۹۱۵م کی د سوريی په حمص ښار کی زيږيدلی دی، د ده ټوله کورنۍ له پلار او نيکه څخه دينی عالمان و او له پيړيو، پيړيو راپديخوا د حمص د جامع جومات خطيبان و.
استاد سباعی په ماشومتوب کی قرآن حفظ کړ او فقه يی له خپل مرحوم پلار څخه زده کړه او په همدې موده کی يې د پلار سره د لويو علماو مجالسو ته تګ راتګ کاوه، د هغو لويو علماو له جملی څخه چی استاد سباعی ورسره کتلی دي، طاهر الريس، سعيد الملوحی، فايق التاسی او راغب الوفائي د يادونې وړ دي چی د مرحوم استاد په شخصيت کې يې ژور اغيز درلود او له همدې امله يې د علم سره ډيره مينه پيدا شوه، همدا علت و چی ډيری وخت به د الله جل جلاله په عبادت او د علم په حاصلولو بوخت و.
سباعی ماشوم و چې د فرانسوي مستعمرينو په مقابل کې راپورته شو او په مظاهراتو کې به يې برخه اخيسته او احساساتې ويناوې به يې کولې ، د شپې به يی د استعمار ضد پاڼی او شبنامې خپرولې چی په همدې علت په کال ۱۹۳۱م کی د شپاړسو کلونو په عمر د زندان تورو تياور ته وغورځول شو، خو کله چې له زندان څخه را خوشې شو بيايې هم بس ونه ويلې او د استعمار ضد فعاليتونه يې پيل کړل ، د حمص په جامع جومات کی يې يوه احساساتي وينا وکړه او آن تردی چی د استعمار پر ضد يې ټوپک ته هم لاس کړ او د استعمار په مقابل کې يې مسلحانه مبارزه پيل کړه چې ورسره د دوهم ځل لپاره بيا زندانی شو.
په کال ۱۹۳۳ م کې د مصر په الازهر پوهنتون کې شامل شو، هلته په ټولګې کې دده ملګری د اخوان المسلمين د اسلامي خوځښت غړي وو، همدا وه چې ده ته يې هم له اخوان المسلمين سره د يوځای کيدو بلنه ورکړه او ده هم ومنله او څو څو ځلې يې د اخوان المسلمين موسس شهيد استاد حسن البنا سره وکتل.
څرنګه چې مصر کی هم برتانوي استعمار و، هلته هم ښاغلی سباعی غلی کښينناست او د خپلو اخواني ملګرو سره يی يو ځای مبارزه پيل کړه، په هغه وخت کې په مصر کی هم د استعمار په مقابل کی د مصر خلکو مظاهری کولې، سباعی صيب هم په مظاهرو کې برخه واخسته چې دا ځل هم د څو تنو نورو ملګرو سره د استعمار په امر د درې مياشتو لپاره بندي شو .
کله چې يې پلار مرحوم د علامه محمد الحامد له لوري پدې وپوهول شو چې زوی يې د استعمار په مقابل کې مبارزه کوله او نيول شوی دی، پلار مرحوم يی موسکي شو او ويې ويل: زما زوی په اسلام بندي شوی څه باک لري چی بندي شي، بندي خانه خو د نارينو ځای دی!
استاد سباعی د امام حسن البنا په مشوره له نورو ملګرو سره يوځاي په سوريه کې د اخوان المسلمين خوځښت په کال ۱۹۴۲ کې تاسيس کړ، دری کاله استاد سباعی په مصر او سوريې کې خلک اخوان المسلمين ته دعوت کړل چی بيا وروسته په کال ۱۹۴۵ کې په سوريه کې د اخوان المسلمين د استازې په توګه و ټاکل شو.
د دې لپاره چې د اخوان المسلمين د عوت لاهم په سوريه کې خپور شې استاد سباعی له حمص څخه دمشق(د سوريې پلازمينې) ته ولاړ او هلته يی د ځوانانو د روزنې او اصلاح په موخه د يوې مدرسې چې المعهد الاسلامی الشرعی نوميده بنسټ کيښود ، دې مدرسې د باتقوا او لائقو زده کوونکو په روزلو کې نوم وويست.
په کال ۱۹۴۴ کې د حج د فريضی د اداء کولو په موخه مکی مکرمی ته ولاړ او د دې لپاره چی خپل دعوت لا هم پراخه کړي په کال ۱۹۴۷ م کې يې د المنار په نامه يوه سياسی دينی او ټولنيزه ورځپاڼه تاسيس کړه چې وروسته دا ورځپاڼه د عسکری انقلاب مشر حسنی له لوری مصادره شوه.
استاد مصطفی سباعی د سوريې د اخوان المسلمين لپاره يو مرکزی دفتر جوړ کړ او نوم يې پرې شبان المسلمين کيښود او لدی سره سره په ټوله سوريه کې د دعوت د خپراوي لپاره وګرځيد.
لکه څرنګه چی د اخوان المسلمين خوځښت ترهر چا ډير کوښښ وکړ چی فلسطين د يهودو له لاسه وژغوری او آزاد يې کړی، دوې د دې لپاره وسلوال جهاد ته مخه کړه په دې برخه کې استاد مصطفی سباعی د شام د مجاهدينو مسئوليت په غاړه درلود، ښاغلې سباعی د اسرائيلي دښمن په مقابل کې په ډيره ميړانه وجنګيد، پر دښمن يې مرګوني بريدونه وکړل او څو څو وارې ټپې شو او الله جل جلاله له مرګه وژغوره.
کله چې دغه جګړه پای ته ورسيده، مصری ظالم حکومت د اخوان المسلمين د بيګناهو مجاهدينو په نيولو بوخت شو؛ استاد سباعی ډير په قهر و، خو څه يې نشو کولی يواځې دا يې وکړل چې د سوريې هر ښار ته به ولاړ او خلک به يې د جګړې په حقايقو وپوهول .
کله چې ښاغلی سباعي سوريې ته راوګرځيد؛ هلته يې د فساد پر ضد جګړه پيل کړه، او د خلکو تربيې ته يې مخه کړه، د اخوان المسلمين په منهج يې د روزنې کار پيل کړ، د فرد کورنې او ټولنې په اصلاح بوخت شو ترڅو د اسلامي دولت د رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره شي او الهی قانون د الله جل جلاله پر ځمکې پلی شې.
همدا وه چې سباعی صيب له خپلو ملګرو سره د تعليمي نصاب د اسلامي کولو پروسه هم پيل کړه او په همدی لړ کې يې د شرعياتو د پوهنځي د جوړولو لپاره هڅې وکړی، چې پدې هڅه کې بريالی شو.
استاد سباعی او ملګرو يې د سوريې په خلکو کی بی سارې محبوبيت پيدا کړ ، که ماشوم و که بوډا دوي به يې تاييدول، همدا وه چې د ۱۹۴۹ کال په پارلماني ټاکنو کې د سباعی ملګرو ورڅخه وغوښتل چې ولسي جرګی ته و دريږي ځکه چې اخوان المسلمين خو همدا غواړي چې د الله جل جلاله پر ځمکه د الله جل جلاله نظام قايم شي،سباعی صيب هم د ملګرو د غوښتنې سره سم ټاکنو ته ودريد چې د الله جل جلاله په مرسته په ټول هيواد کې په دوهمه درجه بريالی شو او په ولسي جرګه کې د رئيس د معاون په صفت مقرر شو او بيا د اساسي قانون په جوړوونکی کميټې کې مهم غړي شو. دا هغه مهال و چې سوريې خپلواکي ترلاسه کړې وه او استعمار لدې هيواده کډه کړې وه.
ددې پوستونو څخه په استفادې ښاغلی سباعی له اساسي قانون څخه د بی دينه مادو ليری کول پيل کړل چې د دې لپاره يی په د مشق کی لويې مظاهری وکړې او لدينه وروسته يی په کال ۱۹۵۰ کی له اساسي قانون څخه غير اسلامی مادې په اسلامي مادو واړولې.
په کال ۱۹۵۰ کې سباعی صيب د سوريې په پوهنتون کې د حقوقو د استاد په توګه وټاکل شو، په کال ۱۹۵۱ کې د اسلامې هيوادونو کانفرانس ته چې په پاکستان کې داير شوی و ولاړ او په همدی کال کې د دوهم ځل لپاره حج ته ولاړ. په کال ۱۹۵۲ کې يې د سوريې له حکومت څخه اجازه وغوښته چې د سويس د کانال په جګړه کې دوی ته هم د ګډون اجازه ورکړي ترڅو د مصری وروڼو ترڅنګ د استعمار په مقابل کې وجنګيږي، خو د دې په پايله کې ښاغلی سباعی له خپلو مجاهدو وروڼو سره يو ځل بيا زنداني شو. لدينه وروسته يې له سوريې څخه لبنان ته تبعيد کړ.او بيا په کال ۱۹۵۵ کې د دريم ځل لپاره د خپلو شاګردانو سره يوځای حج ته ولاړ.
په همدی کال کې يې د الشهاب په نامه يوه اونيزه تاسيس کړه او په کال ۱۹۵۸ کې يې د المسلمون مياشتنۍ خپرونه چې په مصر کې بنده شوې وه يوځل بيا په د مشق کې په خپرونو پيل وکړ، بيا يې يوه بله مياشتنۍ خپرونه د الحضارة الاسلامية په نامه تاسيس کړه او ترڅو چی ژوندی وه د همدی مجلی مسئول مدير و.
په کال ۱۹۵۶ کې په دمشق کې د اسلامی هيوادونو کانفرانس داير شو چی ښاغلي سباعی يې د يو پلاوي په مشری غربي هيوادونو ته واستاوه ترڅو د هغوی تدريسي منهج وګوري ، هغه په دې سفر کې ډيرو هيوادونو ته ولاړ او له ډيرو مستشرقينو سره يې بحثونه هم وکړل او د هغوی غلطيانې يې هم وروښودی .
استاد سباعی صيب ډير کتابونه ليکلې چې د هغو له جملې څخه المستشرقون والاسلام، السنة و مکانتها فی التشريع الاسلامی، شرح قانون الاحوال الشخصية، من روائع حضارتنا، او المرآة بين الفقه و القانون مشهور او معروف دي.
په کال ۱۹۶۳ـ۱۰ـ۳ کې ديوی اوږدې مبارزی، دعوت، اوجهاد څخه وروسته د فالج د ناروغۍ له امله چی ډير سخت يې ودرداوه له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره خدای پامانې وکړه او وفات شو. روح دې ښاد وي
زاهد جلالی