محمد هاشم ميوندوال

Mohammad Hashem Maiwandwal

محمد هاشم میوندوال د بکولریا تر اخيستلو وروسته د ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۵ پوری په هرات کی د اتفاق اسلام د اخبار مسئول مدير په حيث دنده تر سره کوله ، وروسته تر هغه يی بيا د انيس اخبار پر غاړه واخست . ۱۹۵۱ څخه بیا تر ۱۹۵۵ پوری ددولتی مطبوعاتو امر وو . په ۱۹۵۵ کی ميوندوال د خارجه وزارت د معين په حيث مقرر شو . څو موده وروسته ديپلومات شو . محمد هاشم ميوندوال په ۱۹۵۶ کی په انګلستان کی ، په ۱۹۵۷ په پاکستان کی او ۱۹۵۸ نه تر ۱۹۶۳ پوری د امريکا په متحده ایالاتو کی د افغانستان سفير وو . په اکتوبر ۱۹۶۵ کوم وخت چه تر پارلمانی انتخاباتو وروسته د نا معلومه اکثريت له کبله د حکومت جوړيده مشکلات خلق کړه او په ملک کی نا ارامی منځ ته راغله ، پارلملن لغوه شو اوحکومت نظامی اعلان شو. په دی لړ کی دری محصلين ووژل شوه .

کوم وخت چه کابينه هم ملغی اعلان شوه او د اساسی قانون ټولنی محمد هاشم میوندوال د صدراعظمی لپاره کانديد پيشنهاد کړ ، پاچا محمد ظاهر شاه میوندوال ته دنده ور په غاړه کړه چه د صدراعظم په توګه کابينه تشکيل کړی . میوندوال وتوا نیدی چه دمحصلينوسره ښه روابط منځ ته راوړی ، له همدی کبله دی د نوامبر ۱۹۶۵ بیا تر اکتوبر ۱۹۶۷ پوری د افغانستان صدراعظم وو . میوندوال په ۱۹۶۷ کی له صحي نګاه نه د صدر اعظمی نه استعفا وکړه .

محمد هاشم میوندوال په ۱۹۶۸ کی د مترقی ديموکرات جمعيت په نامه پارټی جوړه کړه . دا پارټی د پاچاهی په مقابل کی چپی پارټی وه . هدف يی پارمانی ديموکراسی او مترقی سوسیالیزم وو. کوم وخت چه دی ددوهم ځل لپاره دصدراعظم په توګه انتخاب شو ، ډیر ژر یی د مخاليفينو د مداخلی له امله صدراعظمی له لاسه ورکړه . په ۱۹۷۳ کی د سردار محمد داود خان پر اقتدار راتلو سره صدراعظم بل څوک مقررشو . محمد هاشم میوندوال او سردار عبدالولی خان و نيول شوه او په بندی خانه کی واچول شوه . بهانه داوه چه محمد هاشم میوندوال په کومه کودتاکی لاس در لود . داچه دی واقعاً په داسی پلانونو کی شامل او که نه، دده تر مرګ پوری معلومه نه شوه . د محمد هاشم ميوندوال سره ۲۰ نفره نور هم بنديان شوه . د هغی جملی نه د هوايی قوا قوماندان ، دوه جنرالان ، پنځه نور لوړ پوړی صاحب منصبان او یو دپارلمان غړی بندیان شوه.

په ۱۹۷۳ کی محمد هاشم میوندوال لږ ورځی تر رسمی محاکمی دمخه په بندیخانه کی ووژل شو. دی هغه وخت په بندی خانه کی مړ شو ،چی پرچميانو د کورنیو چارو په وزارت کی لوی قدرت در لود . له همدې کبله پر چمیانو په کابل کي ګنګوسې را منخ ته کړي چي ګواکی محمد هاشم میوندوال په بندی خانه کی ځان په خپله نیکټایی غر غړه کړ او ځان وژنه یې وکړه .  حقیقت خو داسي و، چي میوندوال د صمد اظهرتر وهلو ټکولو لاندي په شهادت ورسېد . صمد اظهر یو پر چمي پولیسي منصبدار و. جسد يی تر مرګ وروسته ورک شو . په کال ۲۰۰۱ تر ډیرو تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چه د میوندوال جسد په هغه وخت کی د پوليسو له خوا په شهدای صالحين کی خاورو ته سپارل شوی وو.

ټول افغانستان څخه مننه

your ads

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب