د زکات نصاب

د زکات نصاب

د سپينو او سرو زرو زکات  :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :.. من كل أربعين درهما درهم وليس عليكم شيء حتى تتم مائتي درهم فإذا كانت مائتي درهم ففيها خمسة دراهم (رواه الترمذی وابوداود ).

پس اداء کړی زکات د سپينو رزو د هر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب نه دی او کله چه 200 دوه سوه پوره شې نو په هغه کې  پنځه درهم زکات واجب دی .

امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[ ابوداود (1564)، دارقطنی (2/105) .

( ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز کې دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ).

د سرو او سپينو زرو نصاب :

دسپينو زرو زکات  دوه سوه 200  شرعی درهم دی  ، او دسرو زرو نصاب 20  طلايی مثقاله دی

داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شي د نوی عصر علماؤ مثقال او درهم د ګرام له رويه څيړلی چې په دې اړه مو د نړي د علماؤ معتبر کتابونه ولوستل مګر دهغوی په اندازو کې څه اختلاف موجود ؤ په دې اړه د عربستان علماؤ تحقيق کړي چې بالکل د اعتبار وړ دی ځکه يو خو دا چې د هيواد د علماؤ پر سطح تحقيق دی او بل دا چې دا سکې په پخوا وخت کې په همدې هيواد کې مروجي وي .

ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏”

ونصاب الفضة والعملات الفضية ‏(‏‏200‏‏)‏ مائتا درهم, وتعادل ‏(‏‏595‏‏)‏ جراما من الفضة الخالصة ‏(‏والدرهم يعادل ‏2.975‏ جراما‏) (وزارة الأوقاف و الدعوة والأرشاد – مملکة السعودية ) .

يعنې د سرو زرو نصاب (‏‏20‏‏) مثقاله دی چې دا شل مثقاله د (‏‏85‏‏) ګرامو سره برابر دي ( يو مثقال له 4.25‏ ګرام سره برابر دی ) .

او د سپينو زرو د زکات نصاب (‏‏200‏‏) درهمه دی چې دا دوه سوه درهمه د (‏‏595‏‏) ګرامو سره سمون خوري (يو درهم له 2.975‏ ګرام سره برابر دی ) ‏

دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40  څلويښتمه برخه ده .

لومړی  مثال : که څوک په خپل کور کې  120 ګرامه سره زر ولري  نو زکات  يی داسې حسابيږي :.

که د يوه ګرام طلا قيمت 1700 افغانی وټاکو نو  120×1700 = 204000Af  نو دزکات اندازه به مساوي شي په :

204000÷ 40 = 5100 نو دری  زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه.

دوهم مثال : که څوک 8500  ګرامه سپين زر ولري  نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو  نو

50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af  نو لس زره و شپږ سوه او پنځه ويشت افغانۍ  زکات به پر مستحقو کسانو وويشي .

يادونه : پورته نرخونه اټکلي دي تاسې يې د سرو او سپينو زرو د وخت او ځای د نرخ سره سم حساب کړئ .

د نغدو پيسو او تجارتی اموالو  زکات او دهغه  نصاب :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).

ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .

وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ

او په مالونو د دوی کې حق او برخه وه سوالګر لره او صبر کوونکی لره ( مسکين  وی خو له شرمه سوال نه کوي ) .

عَن  سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َالله صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ  كَانَ يَامُرُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی  نُعِدّ ُ لِلبَيع ( رواه ابوداود او مشكاة المصابيح ) .

د حضرت سمره بن جندب رضی الله عنه  نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع يعنې سوداګري او تجارت دپاره اخستی وي .

د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو سرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاف اقل دي .

په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .

فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان )

دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانې، فابريکه  او غيره ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي  ځکه د سپينو زرو نصاب اقل دی  نو په اقل عمل کوو .

د نغدو پيسو يا په تجارتی  دوران  کې بندو پيسو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا  595  ګرامو سره سمون

خوری  .

که فرضاً د سپينو زرو د يوه ګرام قيمت 60 افغانۍ و ټاکو نو زکات نصاب به مساوي شي په :

60×595= 35700 AF

 نو که څوک  35700 پنځه ديرش زره اوه سوه افغانۍ د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولري کال ورباندې تير شي زکات ور باندې فرض دی .

يادونه : د سپينو زرو قيمت اټکلي دي تاسې يې د وخت او ځای سره سم نرخ وټاکئ .

د زکات اندازه ٪ 2.5  يا  40  څلويښتمه برخه  ده .

لومړی  مثال : يوه  تجار  خپل  تجارتي اموال حساب کړل  پانګه  يی  350000 افغانی شوه زکات به يی :

  350000 ÷40   =  8750 af  يا  2.5% = 2.5 / 100 = 0.025x 350000 = 8750 af   د زکات د ورکړې اندازه به 8750 افغانی  شی.

يا په لنډ ډول ويلای شو په سلو روپو کې 2.5 روپئ په زرو کې 25 روپئ او لکو کې 2500 روپئ زکات کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب