درنې خبرې

د مرګ  نه  وروسته  د مسلمان ټول عملونه به ختم شي ، لیکن څو داسې شیان دي چې د هغو ثواب له مرګ نه وروسته هم  جاري وي:

۱: علم، چا چې زده کړ او نورو ته یې هم وښوده

۲: نیک اولاد او  د هغوی دعا چې د مور او پلار په حق کې يې کوي.

۳: قرآن مجید،چې چاته یې پریښودلو

۴: مسجد جوړ ول

۵: سرای، چې د مسافرو لپاره یې جوړه کړی وي.

۶: نهر یا ویاله ویستل( چې د خلکو د فایدې لپاره وي)

۷:صدقه، چې د صحت په حالت کې یې ورکړی وي،دا صدقه نه ضایع کیږي او له مرګ نه پس یې هم  ثواب مړي ته رسیږي.

((طبراني))

د خلکو هلاکت په دری خبرو کې دی:

۱: د توبې په امید باندې  ګناه کول

۲: د ژوند په امید باندې  توبه نه ویستل

۳: د توبې ویستلو نه بغیر د رحمت امید ساتل

((حضرت شفیق بلخي))

زړونه په پنځه قسمه وي:

۱: مړ زړه،  دا د کافر زړه وي

۲:ناروغه زړه، دا د ګنهګار زړه وي

۳:غافل زړه ، دا د ډير خوراک والا زړه وي

۴:مستور، دا د یهودیانو زړونه  وي.

۵: عبادت ګذار زړونه، دا د هوښیارو او متقي خلکو زړونه وي.

(( حضرت حاتم اصم ))

سړي ته له څلورو خبرو نه خالي او غافل اوسیدل نه دي پکار:

۱: صدق قول

۲:صدق عمل

۳:صدق مودت

۴: صدق امانت

((حضرت ابوعلي محمدبن عبدالوهاب الثقفي))

انسانان په درې قسمه دي:

۱: امراء

۲:علماء

۳:فقراء

د یقین درې قسمه دي:

۱:یقین خبر

۲:یقین دلالت

۳:یقین مشاهده

((حضرت ابوبکر وراق))

د معرفت درې ارکان دي:

۱: رکن هیبت

۲:رکن حیا

۳:رکن امن

(( حضرت ابن  عطار))

په کوم فقیر کې چې دا څلور خبرې نه وي هغه د خاورې برابر وګڼه:

۱: په کشرانو باندې شفقت کول

۲:د مشرانو احترام او خدمت کول

۳:په خپل نفس نورو ته ترجیح ورکول

۴:او پخپله د خپل نفس ترجیح له نورو نه، نه غوښتل

(( حضرت شیخ ابوالحسن شاهدلي))

د څلور کسانو خواته خالي لاس تلل نه دي پکار:

۱: عیالدار

۲:ناروغه

۳:صوفي

۴:بادشاه

د ادب له مخې خلک په درې قسمه دي:

۱:اهل دنیا

۲:اهل دین

۳:اهل حق

(( حضرت ابو نصر سراج))

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب