حکيمانه ځوابونه

  • يوه ځوی له پلار څخه د يوې مناسبې مېرمنې غوښتنه وکړه، پلار يې ورته وويل: که ته يوه مناسبه مېرمن لټوې نو لومړی له ځان څخه يو مناسب سړی جوړ کړه.
  • يوه سړي له يو حکيم څخه پوښتنه وکړه چې څومره خوراک وکړم؟! هغه وويل: د ولږې او مړښت تر منځ.

بيا يې وويل: څومره وخاندم؟ هغه وويل: چې په مخ دی خاندا ښکاره شي او اواز دی پورته نشي.

څومره وژاړم؟ هغه وويل: د الله له وېری له ژړا څخه مه ستړی کېږه.

څومره خپل نېک عمل پټ کړم؟؟ هغه وويل: چې څومره دی وسه وي.

څومره خپل نېک عمل ښکاره کړم؟؟ دومره چې نور خلک ستا تابعداري وکړي..

کله چې خلک زما ستاينه وکړي څومره خوشاله شم؟ هغه وويل: د خپل ګومان په اندازه چې آيا الله در څخه راضي دی او که خفه دی.

څومره خفه شم چې کله خلک زما بد ووايې؟؟ هغه وويل: کله چې الله در څخه راضي شي، بيا د خلکو بد ويل تا ته هيڅ زيان نشي رسولای.

  • له يو حکيم څخه چا وپوښتل چې قوي سړی څوک دی؟ هغه وويل: هغه څوک چې خپله سرکشي کنترولولای شي.

بيا يې وويل: کمزوری څوک دی؟ هغه وويل: هغه تن چې د هغې چيغې د زړه له کومي اورې.

بيا يې وويل: ليونی څوک دی؟ هغه وويل: هغه تن چې د عقلمندۍ دعوه کوي.

بیا يې وويل: جاهل څوک دی؟ هغه وويل: هغه څوک چې د علم دعوه کوي او په څه نه پوهيږي.

سخي چا ته ويل کيږي؟ هغه تن چې پرته له اسراف او احسان چاته ورکړه کوي.

بخيل چا ته وايې؟ هغه څوک چې د بل چا په رزق باندې ژوند کوي او خپل ذخيره کوي.

ليکونکی چاته ويل کيږي؟ هغه څوک چې له با احساسه ليکنه کوي.

  • عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته يو تن وويل: ته خر يې. هغه په ځواب کې وويل: زه خر نه يم زه عمر بن عبدالعزيز يم. هغه ته يې ونه ويل: چې ته خر يې. داسې د لوړو اخلاقو خاوند وو.
  • يو سړي متنبي عربي شاعر ته وويل: ما له لرې وليدې داسې فکر مې وکړ چې ښځه ده. متنبي ورته ځواب کې وويل: ما چې له لرې وليدې د سړي ګومان مې درباندې وکړ.
  • د شعبي رحمه الله څخه چا پوښتنه وکړه چې: د ابليس مېرمن څوک وه؟ هغه وويل: دې واده کې ما ګډون نه وو کړی.
  • يوه ځوان د شیخ محمد الغزالي رحمه الله څخه پوښتنه وکړه چې: هغه تن چې لمونځ نه کوي څه حکم لري؟
  • هغه ورته وويل: حکم يې دا دی چې هغه له لاسه ونيسې او له ځان سره يې مسجد ته يوسې. بيا يې ورته وويل: مخکې له دې چې قاضي شې دعوتګر اوسه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب