ځوانان ولې او څنګه په نشه یي توکو اخته کېږي؟

د جګړې، فقر او مهاجرتونو تر غمونکې لړۍ وروسته بل مصیبت چې افغانان پرې اخته دي هغه د نشه یې توکیو اعتیاد دی چې په ټولنه کې په دې لعنت د اخته کسانو شمېره ورځ تر بلې زیاتېږي.

د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې په هېواد کې مو دوه میلیونه کسان په مخدره توکو اخته دي، چې ددې شمېرې شل سلنه یې بیا ښځې او ماشومان دي او دا شمېر ورځ تر بلې په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دی چې حکومت یې په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی او د یادو کسانو ‌‌‌‌‌‌ډېری یې د فقر، بې کارۍ او په بهرنیو هېوادونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله نشه یي توکو ته مخه کړې ده.

په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر کې د زیاتیدو لاملونه په هېواد کې په آزاده توګه د نشه یي توکو پېر او پلور، په نا امنه سیمو کې د مخدره توکو کر کیله، د مخدره توکو د قاچاق چیانو نه نیول کېدل او په دغه قاچاق کې د سیمې او نړۍ په کچه د مافیایي کړیو تر څنګ د ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو لاس لرل دي، چې په نشه یي توکو روږدو کسانو ته یې په آسانه د نشه یي توکو د لاسته راوړلو زمینه برابره کړې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ځوانان څه ډول په نشه یې توکو باندې اخته کیږي؟ له کومه ځایه یې ترلاسه کوي؟ په دې اړه هغه څه چې څرګند دي دادي چې لومړی خو له بده مرغه زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېری ځوانان د بې کارۍ او فقر له امله په نشه یي توکو اخته کېږي او دا ‌‌‌‌‌‌ډول کسان ‌‌‌‌‌‌‌ډېر ژر خپل ژوند د تباهۍ لور ته بیایي، ځکه چې دوی نا هیلې وي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې هره دروازه ور ټکولې وي، خو له بده مرغه ددې سره سره په دې ندي توانېدلي چې ځان ته کار پيدا کړي، ځکه نو نشه یې توکیو ته مخه کوي او بدبختانه خپل خوږ ژوند بې خونده کوي، چې هم یې کورنۍ ورسره په عذاب ککړه وي او هم د ټولنې لپاره یوه ستونزه.ګرځي.

دویمه ‌‌‌‌‌‌ډله هغه ځوانان دي چې پرته له کومې اقتصادي ستونزې او یا پرته لدې چې بې کاره وي یا بله ستونزه ولري، یوازې د شوق په ډول یې له لومړي پړاو نه پيل کوي چې هغه سګرټ دي، ورو ورو له خپلو ملګرو سره شوقي ځینې وختونه چرسو څکولو ته مخه کوي او په همدې بڼه وروسته بیا پو‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډرو او نورو نشه یي توکو ته مخه کوي چې په دې ترتیب بیا ورباندې روږدی شي.

د دې ‌‌‌‌‌‌ډول ځوانانو ژوند هم د دوی په خپل لاس تباه کږي. درېیمه ‌‌‌‌‌‌‌ډله هغه کسان دي چې په کډوالۍ او مهاجرت ژوند کې له هېواده بهر، په بېلابېلو دلایلو دې ته اړ کېږي چې نشه يي توکي وکاروي. چې هېواد ته په راستنیدو سره بیا د خپلې کورنۍ د اوږو بار وي.

څلورمه ‌‌‌‌‌‌ډله هغه ځوانان دي چې سیمه کې د نورو روږدو کسانو سره د ناستې ولاړې له امله نشه یي توکو ته مخه کوي. دا چې په نشه یې توکیو روږدي دا بېلابېلې ډلې نشه یي توکي څنګه ترلاسه کوي، باید په اړه یې یادونه وکړو چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې نشه يي توکي په ډېره آسانه بڼه ترلاسه کیدای شي، ځکه اوس آن په پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو کاروبار ‌‌‌‌‌‌ډېر په څرګنده توګه ترسره کېږي، آن دا چې د کابل پلازمینې په لویدیز کې په نشه یي توکیو د اخته کسانو تر ټولو مشهوره او ستر مرکز پل سوخته کې دغه توکي په آسانه بڼه د هر چا څخه ترلاسه کېدای شي او آن ویل کېږي چې په دې لوبه کې ځیني پولیس او آن ځینې حکومتي کسان هم لاس لري.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې په پرله پسې ډول د مخدره موادو په تولید کې لومړی مقام ترلاسه کړی، نه یوازې دا چې ‌‌‌‌‌‌ډېری ځوانان یې هم په نشه یي توکو اخته دي، او آن د نړۍ په کچه د یو داسې هېواد په نامه یاد شو چې ګاونډیو او نورو هېوادو هم د ځان لپاره خطر وبللو. د نشه یي توکو سوداګرۍ څخه نه یوازې دا چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکي ګټه پورته کوي، بلکې ‌‌‌‌‌‌ډېری وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د هېواد په هغه سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، ګټه اخلي او خپل د جګړې لګښتونه له همدې لارې برابروي چې هېواد کې جګړې ته دوام ورکوي او جګړه ګرمه ساتي.

فرهاد مندوزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب