ماشومانو ته څه وخت او څه ډول خواړه شروع کړو؟

د مور شیدی د ماشوم لپاره تر شپږ میاشتنی پوری کاملا غذا ده او د ماشوم ټول ضروریات پوره کولی شی او باید چه تر شپږ میاشتنی پوری ورته بله هیڅ غذا ورنه کول شی حتی اوبه هم ،چه دیته Exclusive Breast Feeding وایی.
خو له شپږ میاشتنی څخه وروسته د مور شیدی د ماشوم لپاره کفایت نه کوی او باید چه د مور له شیدو سره یو ځای ورته نوری غذاوی او فارمولا شیدی [پوډری شیدی] هم شروع شی چه دی ته complementary تغذیه یا هم Weaning وایی.
د دی تغذیی د شروع کولو لپاره لاندی لارښوونی مهمی دی:_
اول فارمولا شیدی یواځی د شپږ میاشتنی عمر څخه وروسته د مور له شیدو سره یوځای ور کولی شو او یا که هیڅ دمور شیدی نه وی نو دا شیدی استعمالولی شو.

دوهم فارمولا شیدی که د کمپنی د لارښوونی مطابق معینه اندازه له معلومه اندازی اوبو سره ګډی شی نو د ماشوم لپاره په کافی اندازه ضروری غذایی مواد برابرولای شی چه ددی مقصد لپاره یواځی د کمپنی له کاچوغی څخه استفاده وشی.
دریم د فارمولا شیدو د جوړولو لپاره دی تعقیم شی اوبه یا هغه اوبه چه یو ځل جوش کړل شی او بیا سړی شی استفاده وشی ،د جوړولو مخکی دی لاسونه او هغه لوښی چه پکښی شیدی جوړوی پریمنځل شی خو دشیدو له چوشک څخه دی استفاده نکوی بلکی کاچوغه او لوښی دی استعمال کړل شی.
څلورم دعمر تر دولس میاشتو مخکی موږ هیڅ نشو کولای چه د غوا شیدی یا هغه چه فارمولا شوی نه وی لکه کیلویی یا سیرانه شیدی استعمال کړو ځکه چه ماشوم دا نشی تحمل کولای او د حساسیت سبب ګرځی.
پنځم فارمولا شیدی عموما د خوا ګرځی او د نس باد سبب ګرځی که ماشوم وده کوله او عمومی حالت یی ښه و نو ضرررت نشته چه شیدی بدلی کړل شی خو که دا حالت شدید و نو داطفالو د ډاکتر تر مشوری ورسته د شیدو نوعه بدلولی شو
شپږم ماشوم ته چه کومه غذا شروع کیږی اول وار دی یو یا دوه کاچوغی شروع شی او له دری څخه تر پنځه ورځو پوری دی یواځی همدا غذا ورکول شی او په دی ورځو کی دی بله غذا نه ورکوی تر څو ماشوم یی تحمل پیدا کړی.
اوم ماشوم ته دی د اول کال تر ختم پوری هره نوعه غذا ورکول شی تر څو ور سره عادت پیدا کړی .
اتم د شپږ میاشتنی څخه وروسته ماشوم ته دورځی دری ځلی سیریلاک ،ایشیدلی پټاټی ،په شیدو کی میده شوی ډوډی په شیدو کی پخی شوی وریجی او حلوا ورکولی شو.
نهم په اته میاشتنی کیfinger food لکه کیله او بسکوټ ددوه غذاو په مابین کی ورکولی شو او په دولس میاشتنی کی د کور پخی شوی غذاوی دورځی پنځه ځلی ورکولی شو .
لسم له پورتنیو غذاوو سره سره دی ماشوم ته د مور شیدی تر دوه کلنی پوری هم ورکول شی.

لیکنه: کریم الله ظاهري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب