د جنسي قوت لپاره خواړه

هغه غذاوی چی د یو واده شوی کس د جنسي قوې د قویدو لپاره مهم رول لري په لاندې ډول دي:
زنک «zinc» په خپل طبيعت کې هغه خواړه بلل کيږي، چې د بدن خشکي او ذهني ستړياوې ختموي، د ذايقې او شامې
حس قوي کوي.

جنسي قوت زياتوونکې غذا:

 انځر، کيله او سټابري «ځمکني توت» د سباناري پر مهال خوړل جنسي قوت زياتوي او د بدن لوند والی زياتوي.
د غرمنۍ پر مهال د جرګ د سينې غوښه، او پنير دواړه ډېر زيات زنک لري.
د دې تر څنګ رومي بانجان او الوکاڼ ويټامن اي لري، چې د انسان پوستکی نرم ساتي.
د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ، نو د جنسي ځواک لپاره ډېر ګټور دي.
له خوړو وروسته خواږه خوړل جنسي ځواک پياوړی کوي.
که خواږه يا چاکليټ له سټابري سره يو ځای، يا د سټاربري په جوس کې يو يو وخوړل شي، نو د جنسي ځواک په پياوړتيا کې ډېر ګټور دي.
سټرابري ويټامن سي لري او معياري چاکليټ داسې يوه کيميايي ماده لري، چې دماغ تقويه کوي او ذهن ورسره د خوښۍ احساس کوي. د دې تر څنګ چاکليټ کې تيوبرومين او کيفين موجود دي او دا دواړه د خوراک پر مهال د لنډې مودې لپاره جنسي ځواک قوي کوي.
احمد ولي 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب