دغه خواړه انسان له شنډوالي (بې اولادۍ) څخه ژغوري

اولاد د الله (جل جلاله) یو ستر نعمت دی خو په دې وروستیو کې د بې اولادۍ ناروغي په چټکۍ سره په خپریدو دی چې په عام ډول د چاپیریا ککړتیا، د خوب کموالی د ژوند کولو ناسمه طریقه يي لاملونه ګڼل کیږي.

اړینه نه دی چې یو سړی یا یوه ښځه شنډ وي په حقیقت کې د هارمونونو د نظام خرابوالی هم د ماشوم د نه پیدا کیدو او یا هم په ډیر ځنډ پیدا کیدو لامل ګرځي.

روغتیايي څیړنې او څیړوونکي په دې باور دي چې ځینې غذايي عادتونه هم له دغې خطر څخه په ژغورلو کې مرسته کولی شي او دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د بې اولادۍ ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کولی شي اشنا کوو.

خوږ کدو

خوږ کدو د غذايي او روغتیايي ګټو یوه غوره منبع ده چې په کې زیات شمیر ویټامینونه، منرالونه او انټي اکسیډنټس سره سره په کافي اندازه د هضم وړ فایبر هم شتون لري. د میډیکل جرنل فرټیلیټي اینډ اسټیرلیټن کې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې خپره شوې یوې څیړنې پر بنسټ په زیاته اندازه بیټا کیروټین لروونکی دغه خواړه د هارومون نظام بهتره کولو سره په نارینه کې د اولاد پیدا کولو لپاره د اسپړم اړینه اندازه پوره کوي.

لبلبو یا چغندر

د Resveratrol نومې انټي اکسیډنټ تر ټولو غوره منبع ده کوم چې شنډوالی د ستونزو په وړاندې ډیره زیاته مرسته کوي. چغندر کې نایټریټ هم شتون لري کوم چې د وینې جریان بهتره کوي.

کبان

کب د پروټین ترلاسه کولو غوره منبع ده او د اومیګا ۳ نومې اسید شتون بیا دغه خواړه ته ځانګړې ارزښت ورکوي. مختلفو څیړنو ثابته کړې چې په ښځو کې د شنډوالی لامل په بدن کې د اومیګا ۳ کموالی هم کیدی شي. کبان د عامې روغتیا لپاره تر ټولو غوره خواړه دي کوم چې د وینې شریانونو نظام غښتلی کولو سره د اعصابو فعالیتونه او د سترګو روغتیا هم بهتره کوي.

هګۍ

په هګۍ کې کولاین نومې مواد شتون لري کوم چې د شنډوالی خطر په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د کارنیل پوهنتون یوې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې چې د پورتنۍ ګټې سربیره هګۍ د یو شمیر منرالونو او ویټامینونو غوره منبع ده چې د مختلفو روغتیايي ګټو لامل ګرځي.

چارمغز

چارمغز بې شمیره ګټې لري چې یو شمیر ګټې یي اوس هم تر څیړنو لاندې دي. دغه وچه میوه د سرطان او اضافي وزن په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. دغه خواړه په زیاته کچه د اومیګا ۳ او ویټامین اې لرلو له امله په نارینه کې د اسپرم کیفیت بهتره کوي او په کې شته ویټامین بي او پروټین د ښځو د اولاد زیږونې سیسټم روغتیا په بهتره کولو کې مرسته کوي. د کلیفورنیا پوهنتون په یوې څیړنې کې ثابته شوې چې په ورځنی ډول ځانګړې اندازه چارمغز خوړل د شنډوالی خطر له منځه وړي.

انار

انار د ویټامین سي، ویټامین کې، فولک اسید او یو شمیر نورو ویټامینونو او منرالونو غوره منبع ګڼل کيږي.دغه خواړه کې د عمر زیاتیدو اغیز او سرطان له منځه وړلو ځانګړتیاوې شتون لري. د وینې شریانونو روغتیا سره سره هډوکي هم غښتلي کوي. د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د انار استعمال انسان له شنډوالي څخه ژغورلی شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب