حجاب څه ته وايي؟

د حجاب معنی:

د حجاب معنی پټول دي . کله چې یوه ښځه په حجاب کې  وي نو دا په دی معنی ده چې  ټول جسم یې  په حجاب کې دی یعنې  پټ دی.

اسلامي شریعت د حجاب لپاره ځانګړي شروط ټاکلي دي. له دغو شروطو څخه یو شرط دا دی چې ښځې باید داسې حجاب  په سر کړي  چې د هغوي  ویښته ښکاره نه شي ، یعنې د ښځې  ویښته باید په کامل ډول په حجاب کې پټ شي.  حجاب باید د اسلامي شریعت مطابق او د افغاني  دود دستور سره سم برابر وي . د ښځې  د سر حجاب  او د تن جامې باید نرۍ او چسپې نه وي چې ویښتان او ځان یې ښکاره شي.
یوه مسلمانه ښځه باید داسې جامې په تن کړي چې لاسونه یې له مړوند څخه پورته ښکاره نه شي ، او همداشان یوې مسلمانې ښځې ته ښايي چې داسې جامې په تن کړي چې ټول جسم یې پټ کړي. تنګې او چسپې جامې اغوستل د حجاب له احکامو خلاف کار دی
هغه لباس چې یوه مسلمانه ښځه یې د حج او عمرې لپاره په ځان کوي  او بیا څرنګه چې هلته په ډیره عاجزۍ او تواضع سره  لمونځ او دعا کوي ، همداسې لباس د ښځو زینت  او د ښځو ښکلا ده :
خدای پاک په قرآن پاک کې رسول الله (ص) مخاطبوي او وایي:
( و قل للمومنت یغضضن من ابصرهن و یحفظن فروجهن و لا یبدین زینتهن الا ما ظهر منها و لیضربن بخمرهن علی جیوبهن و لا یبدین زینتهن الا لبعولتهن او ابائهن او ابا بعولتهن او ابنائهن او ابنا بعولتهن او اخوانهن او بنی اخوانهن او بنی اخواتهن او نسائهن او ما ملکت ایمنهن او التبعین غیر اولی الاربة من الرجال او الطفل الذین لم یظهروا علی عورات النسا و لایضربن بارجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن و توبوا الی الله جمیعا ایه المومنون لعلکم تفلحون ) [النور ۳۱ ] [   او ای پیغمبره مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې ښکته تر کنترول لاندې وساتي او د خپلو د شرم د ځایونو ساتنه وکړي او خپله د  ځان جوړونه او سینګار دې نه ښکاره کوي پرته له هغه چې پخپله څرګند شي او پر خپلو سینو دې د خپلو پړونو پلوونه واچوي هغوي دې خپله ځان جوړونه سینګار نه ښکاره کوي مګر ددې خلکو په وړاندې : میړونه ، پلرونه ، د میړو پلرونه ، خپل زامن ، د میړونو زامن  ( بنزیان ) ورونه ، وریرونه ، خوریونه د خپلې طبیعي  ښځې ( هغی ښځې ته چې له دې سره ناسته ولاړه لري –په دې شرط چې ښه اخلاق ولري )  ، خپل مملوک ، خپل هغه لاس لاندې نارینه چې  ښځو  ته حاجت و نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره آشنا شوي نه  وي او هغوي دې پر ځمکه باندې په زوره پښو وهلو سره   په داسې شان  تګ نه کوي چې د هغو د پټ کړي سینګار معلومات خلکو ته  وشي.
هیله ده چې بری درپه برخه شي.] په پورتني آیت کې  له زینت څخه   مراد هغه لباس او زیور دی چې ښځې یې د خپل  حسن او جمال  د زیاتوالي لپاره استعمالوي ،  شریعت  په دې خبره تاکید  کوي چې  ښځې باید دغه زینت او سینګار  د خاوندانو  دپاره وکړي ، دا سینګار او زینت د خاوندانو پرته بل چاته یعنې غیر محرم ته  ممنوع دي او ښځې باید ورڅخه ډډه وکړي. ښځې باید د خپلو خاوندانو لپاره سینګار وکړي ، د خاوند د پاره د ښځې ټول جسم حلال دی.

په کابل کښې زیاتره ښځې  شرعي حجاب په سم ډول نه مراعاتوي. د مثال په ډول  زیاتره ښځې خپل ویښتان په حجاب کښې نه پټوي. حجاب یې داسې په سر کړی وي چې ویښتان یې ښکاري او ویښتان  یې هم آرایش کړی وي. دا حجاب په هیڅ صورت اسلامي حجاب نه شي کیدای . په عربي هیوادو کښې  چې ښځې حجاب په سر کوي نو ویښتان یې پټ وي. البته په عربي هیوادو کښې یو شمیر داسې   نجونې او ښځې هم لیدل کیږي چې حجاب یې په  سر وي خو جامې یې د اسلامي حجاب سره مطابقت نه لري ، دوي تنګ تنګ پتلونونه او کمیسونه په تن کوي چې واقعا  د حجاب توهین دی.
خدای پاک دې ټولو هغو مسلمانو ښځو ته چې د حجاب مراعات نه کوي ، هدایت وکړي چې په اسلامي حجاب کښې بهر ووځي او خپلې چارې او کارونه سرته ورسوي.
حجاب ډیر ښه شی دی ، هره مسلمانه ښځه چې د اسلامي حجاب مراعات کوي ، هغه تل  خدای ته نژدې وي اوخدای پاک ورباندې رحم کوي ، خدای پاک یې پرده کوي او خوشحاله یې ساتي.
ما علینا الا البلاغ

الحاج فضل الله رشتین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب