نيكمرغه ښځه اوتر ټولو ښه مهر

ده شريعت له نظره اوده رسول اكرم صلی الله علیه وسلم ده احاديثوپربنيادترټولونيكمرغه ښځه هغه ښځه ده چي مهرئي لږ اواسانه وي اوتر ټولو ښه مهرهغه مهردئ چي كم اوسپك وي. لكه په لاندني احاديثوكي چي راځي.

1. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:خَيْرُهُنَّ أَيْسَرُهُنَّ صَدَاقًا.{ المعجم الکبیرللطبرانی حدیث10937}
ژباړه:دعبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بهترينه دښځوهغه ده چي مهرئي آسانه(كم)وي.

2.عَنْ عَآئِشَةَرَضِيَ اللهُ تَعَالَي عَنْهَاعَنِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم اَعْظَمُ النِّسَآءِ بَرَكَةً اَيْسَرُهُنَّ صُدَاقاً.{المستدرک علی الصحیحین للحاکم حدیث 2732}.
ژباړه:ده عائشي رضي الله تعالي عنهاڅخه روايت دئ چي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: په ښځوکی ترټولو لويه بركتناكه ښځه هغه ده چي مهرئي كم وي.

3.وَعَنْ عُرْوَة رَضِيَ اللهُ تَعَالَي عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللهِ صلی الله علیه وسلم مِنْ بَرَكَةِ الْمَرْأَةِ عَلَي زَوْجِهَاتَيْسِيْرُصُدَاقِهَا.{الافصاح عن احادیث النکاح حدیث41}.
ژباړه:ده عروه رضي الله تعالي عنه د رسول اكرم صلی الله علیه وسلم څخه روايت كوي چي ده وفرمايل : ده بركته څخه ده ښځي پرميړه باندي آسانه مهرددي دئ.

4.عَنْ عُرْوَة عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ تَعَالي عَنْهَا اَنَّهَاقَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله علیه وسلم مِن يُمنِ المَرأَةِ اَنْ يَّتَيَسَّر خُطْبَتُهَا وَاَنْ يَّتَيَسَّر صُدَاقَهَا وَاَنْ يَّتَيَسَّرَ رَحِمَهَا ، قَالَ عُرْوَة وَأَقُوْلُ مِمَّنْ عِنْدِيْ مِنْ أَوَّلِ شَؤُمِهَا أَنْ يُّكَثِّرَ صُدَاقَهَا.{المستدرک علی الصحیحین حدیث 2739}.
ژباړه:عروةرضي الله عنه ده حضرت عائشي رضي الله تعالي عنهاڅخه روايت كوي چي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل ده نيكمرغۍ څخه دښځی دادئ چي خطبه ئي آسانه وي اومهرئي آسانه وي اورحم ئي آسانه وي.اوعروة رضي الله عنه وويل: اوزه دځانه څخه وايم چي د ښځي اوله بدمرغي داده چي مهرئي ډيروي.
داغه رقم نورډيراحاديث سته چي ده لږمهراواسانه نكاح پكښي ستاينه سويده.الله دي راته پدي اونورواحادثوباندي دعمل کولو توفیق راكړي.
خوله بده مرغه چی زمونږ په هیواد افغانستان کی ددی ټولو احادیثو پرخلاف خلګ داسی ډیر مهر اخلی چی له یوی خوا پکی بد مرغی نغښتی وي او دبلی خوا پکی دحد دپاسه زیانونه اوتاوانونه او لوی لوی آفتونه دی چی مونږ یوڅو دانو ته په لاندی ډول اشاره کوو.

ده ډيرلوړوَلْوَرْلومړني ٰافت

څرنګه چي ده فضيلته څخه ده نكاح معلومه سوه چي نكاح څومره فضيلت لري؟ نونظروفضيلت ته ده نكاح انسان چي هرڅومره ژرنكاح وكړي نوډيربه ښه وي داځكه چي يوخوانسان خاوندده ډيروتأهلي فضائلوګرځي اوبل انسان ده كورنۍ اوتأهلي ګناه څخه ژغورل كيږي،اوبل هم ده انسانه څخه دده اصلي دښمن شيطان خوابدي كيږي چي پدي كښي ده انسان دپاره ډيرلوي سعادت اونيك بختي ده؛ لكه څرنګه چي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي[ اَيُّمَاشَابٍ تَزَوَّجَ فِيْ حِدَاثَةِ سِنِّهِ عَجَّ شَيطَانُهُ يَاوَيْلَهُ عَصَمَ مِنِّيْ دِينَهُ] {معجم ابی یعلی حدیث 146 }.
ژباړه:هرځوان چي په لومړني ځواني اوپه كم عمركي نكاح وكړي نودده شيطان چيغي كړي چي اي افسوسه ځما! دي سړي خوځماڅخه خپل دین وساتئ.يعني ماته موقع اوزمينه برابره نسوه چي زه په ده ګناه وكړم، هغه كه زنا وي كه لواطت وي اوكه نوري غيري مشروعی رابطۍ وي.خوله بده مرغه اوس زموږپه زمانه كي ده مهراولګښت د ډيروالي له وجه ددي ښيګڼوڅخه ځوان اوپيغله دواړه محروم دي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغليي نه تنهاداچي ددي فضيلت څخه بي برخي پاته سويدي بلكه په ډيرو ناروا كارونو باندي هم اخته سويدي چي ددي ګناه اصلي لوی لامل اوذمه وار هغه خلګ دي چي ددوي ده دنکاح كولو په لاره كي یی خنډجوړكړئ چي يوده لوي مشكلاتواوخنډونوڅخه ډير،اولوړ ولوردئ.

د ډير لوړ وَلْوَرْ دويم ٰافت
اوبل آفت اوبلاچي د مهراو ولور اودواده د لګښت د ډيروالي له وجه زموږپرځوانانو اوپيغلانوباندي راپيريوتيده، ده بلوغ وروسته ډير وقت مجرده پاته كيدل دي، چي نه تنهاځوانان اوپيغلاني يی ده ډيرو ورځني مشكلاتوسره لاس اوګريوان كړيدي بلكه د ډيروجسمي اوروحي ناروغيواورنځونو ښكارئي هم ګرځوليدي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغلانی يی په هغه طبقي انسانانوكي داخل كړيدي چي ده هغوپه باره كي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمايئ[ شِرَارُكُمْ عُزَّابُكُمْ، وَأَرَاذِلُ مَوْتَاكُمْ عُزَّابُكُمْ ]{شعب الإیمان حدیث 5094}
ژباړه:بد اوشريره ستاسو بي واده اومجردخلګ دي، اوخراب اورزيل ده مړوستاسو بي واده اومجرد دي.
يعني چاچي په ژوندكي واده نوي كړي اوده تجردپه حالت كي مړسوئ وي.

اوس كڅه هم ظاهرًا داحديث په یوی خاصی واقعی کی راغلئ دئ چی هغه واقعه د “عکاف بن وداعه هلالی” ده خوحکم یی عام دئ، هرهغه چاته شامل دئ چی دنکاح پرکولو باندی توان لری خومګرنکاح نکوی. اوس کڅه هم ددی حدیث مصداق هغه ځوانان نشی ګرځیدلای چی دنکاح کولو توان ونلری ولی دلته مشکل دادئ ، چی زمونږ دځوانانو ناتوانی دډیر مهر او دواده دډیر لګښت څخه وی چی هغه د ښځی دوارثانو اویا دخپله ځوان دوارثانولخوا دواده په مراسموکی ایښودل کیږی ، نودلته که داسی ووایو: چی ددی مشکل لوی لامل وارثان دښځی اویا وارثان د هلک دی کوم چی دښځی ولور اومهر ډیره وی،او یا د واده مصرف ډیره وی نوددی خبری ورسره ارو مرو لزوم راځی چی دځوانانو دتجرد او عدم نکاح ، اصلی سبب همدغه دوۍ کورنۍ دی.نوهمدوی دی چی ځوانان یی په پورتنی طبقی کی داخل کړیدی او دوی دی چی فرهنګ ته ده ډير ولور اولوړو لګښتونو تعميم اوترويج وركوي.

اوددي څخه علاوه هرڅوك چي خپل لورده بلوغ وروسته په كوركي وساتي اوميړه ته ئي نه وركوي په دغه وخت كي چي ښځه ده هري ګناه اوجرم مرتكبه سي تاوان اوذمه واري يی د پلاراويا ده نورواوليآؤپرغاړه ده ، لكه څرقم چي په لاندني حديث كي راځي:[ عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْ رضی الله وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْ رضی الله عنه عَنْ رَّسُولِ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماً فرکبت اثمافَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ].{ شعب الإیمان حدیث 8302 و 8303 }
ژباړه:ده عمربن خطاب رضی الله عنه اوانس بن مالك رضی الله عنه څخه روايت دي د رسول اكرم صلی الله علیه وسلم څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي: چي د چا لور دوولسو كالوته ورسيږي اوده په نكاح نه وي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه د ګناه سي نوګناه ئي د پلارپرغاړه ده.

تنبيه:

مراد ده دولسوكالوڅخه دادي چي ښځه بلوغ ته ورسيږي اودجماع شوق اواستعدادورته پيداسي.
اوداغه رقم ده هلك په باره كي هم حديث راغلي دي[ مَنْ وُلِدَلَهُ فَيُحْسِنَ اِسْمَهُ وَاَدَّبَهُ فَاِذَابَلَغَ فَلْيُزَوِّجْهُ فَاِنْ بَلَغَ وَلَمْ يُزَوِّجْهُ فَاَصَابَ اِثْماًفَاِنَّمَااِثْمُهُ عَلي اَبِيْهِ] {شعب الإیمان حدیث 8299 } ژباړه:هغه څوك چي د هغه زوي پيداسي نوښكلي نوم دي ورباندي كښيږدي اوښه ادب دي وركړي اوكله چي بلوغ ته ورسيږي نكاح دي ورته وكړي كچيري هغه بلوغ ته ورسيدئ خوپلار ورته نكاح ونكړه اودئ مرتكب د ګناه سو، نوګناه ئي د پلارپه غاړه ده.

اوكچيري د هلك پلارهلي ځلي كوي خو د ډير لوړ ولور او ډيرو مصارفو له وجه خپل زوي ته نكاح نشي كولاي نوبياګناه د هغه خلګو پرغاړه ده، چي خپل دنوړو او لورانو مهر او ولور ډير ږدي، ځكه ګناه كولوته د ځوان اوپيغلي دوي لاره آواره كړيده، اوعمل ددوي پردي دلالت كوي چي دوي پداسي كارونوباندي خوشحال دي كه خوشحال نوي، نودوي خويی مخنيوئ كولاي شي(په كمولوسره ده مهر)ولي يی نكوي؟اوهغه دوي دي چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء اوبي حيائي ترويجول اوعامول غواړي پداسي حال كي چي خداي جل جلاله فرمائي:[ اِنَّ الَّذِيْنَ يُحِبُّونَ اَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ امَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ فِي الدُّنْيَاوَالاخِرَةِ] {سورة النور19}.
ژباړه:هغه خلګ چي خوښ لري(اوزړه ئي غواړي)چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء شائع اوخوره شي ده هغودپاره به په دنيااوآخرت كي ډيرسخت عذاب وي.
الله دي موده دغسي انسانانوڅخه نه ګرځوي.

د ډيرلوړوَلْوَرْدريم ٰا فت
اوبل آفت ده ډيراولوړ ولورظلم دئ چی پرهلك اوانجلي دواړوباندي كيږي.ځكه ده انجلي كورنۍ خپله لورپه كوركي ډيروقت په تجردكي ساتي چي دا د هغي دپاره ډيرسخت اوده پريشانيوڅخه ډك ناوړه حالت دئ چي پدي حالت كي انجلي ته ډيری روحي ،عصبي ناآرامي اوناروغۍ پيداكيږي اوداسي هم پيښ سويدي چي د ډيري مودي ده تيريدلو له وجه انجلي د پلارپه كوركي استعداد د حمل اخستلواوبچي زیږولو دلاسه وركړئ وي، نوكله چي يی واده وشي د هغي هيڅ اولاد نكيږي چي داهم روحي مشكلات خلقه وي اوهم د زوم لپاره لويه اقتصادي ضربه اونقصان دئ ، ځكه هغه بيچاره يی د بچي د زيږولو لپاره پرډاكټرانو،سيدانو او ملايانو باندی ګرځوي.چي وروسته ترډيرو مالي لګښتنو چی پر تداوی یا پرتعویذونه یی کړی وی یو یا دوه بچي ورته وزيږوي.خوداسي لاهم پيښه سويده چي انجلي د تل لپاره د عقامت اوبي اولادي څخه زوريږي . چي داټوله پرانجلي باندي ښكاره ظلمونه دي .اوهمداراز د انجلي د كورني له خوا زوم ده ډيروسختواوشاقه كارونو اوډيرو ليرو سفرونو كولو ته مجبوره كيږي ځكه هغه نشي كولاي چي د هوسي اوبي تكليفه لاري اود ورځني مزدوري له لاري دومره ډيرولور په لږ وخت كي برابركړي ، آن تردي چي دبعضو بيچاره ګانوخود واده ارمان هم پوره نشي اود ولورپيدا كول ورته د خواږه ژوند په قيمت تمام شي اوپر نيمه لار اونيم ولور باندي سره ده ډيري ستړيا ددنياڅخه په ډير آرمان سترګي پوټي كړي اومړشي.ترداسي اندازي چي بعضي زومان خو د ولور دپيدا كولو لپاره ناروا لارو ته لكه اختطاف،غلا،لاره نيول،سودكول،په سوداكي درغلي كول،د بل مسلمان خطاايستل.اوداسي نور….ته مخه كړي، چي بعضي پدي لاره كي خپل ژوندهم له لاسه وركړي چي دا واضحه اوښكاره ظلم دي.پداسي حال كي چي الله د ظالم په باره كي فرمائي: [وَمَالِلظَّالِمِيْنَ مِن نَّصِير] {سورة الحج 71}.
ژباړه: نشته د ظلم كوونكي لپا ره هيڅ مرسته كوونكي په ورځي کی د قيامت.
اوداغه رقم رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي:[ اِتَّقُوالظُّلْمَ فَاِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيامَةِ.الخ]{صحیح مسلم حدیث 6741}.
ژباړه:د ظلمه څخه پرهيزوكړئ! ځكه چی ظلم تاريكۍ دي(ده انسان لپاره)په ورځي کی د قيامت.

د ډيرلوړوَلْوَرْڅلورم ٰافت
بل آفت د ډير ولور دادئ چي ډير ولور ددي سبب ګرځي چي د زوم كورني دي اوپه ځني مواردوكي خپله زوم دي د انجلي د كورني اوځني وقت دي د خپله انجلي څخه نفرت وكړي، اود هغوي په منځ كيدي ډيري دښمني اوناخوالي پيداسي.
داځكه چي دوي د انجلي په راوستلو او واده کولوكي ډيرتكاليف تحمل كړي وي چي وروسته ترواده يی ناپوهان ددي بي وزلي اوبي ګناه څخه د خپل تكاليفو انتقام اخلي.
سره ددي چي په ولوركي یی پلار او اوليآؤ مزي اوچړچي وكړي خو زور ئي تربيچاره انجلي كاږي.اوداسي هم راغلي دي چي انجلي د واده وروسته ترډيره وخته د خسر په كوركي د خوشحالي اوښه ژوند مخ هم نوي ليدلئ،بياپه خاصه توګه چي دهغه انجلي اولاد نكيږي اويايی اولادكيږي خوهلكان نه زيږوي بلكه لونړي زيږوي ځكه داخوددوي په فاسده اصطلاح كښي د انجلي بدقسمتي وي.

سره ددي چي پدي كاركي د انجلي هيڅ ملامتيا نسته اولاد خوالله یی وركوي ، ښځه اونرئي هم دالله په اختياروي.آن تردي پوري چي په ځني اوقاتوكي خوداسي هم پيښ سويدي چي انجلي د خسرپه كوركي د ډيرخراب ژوند له كبله اود ډيروپيغورونوله كبله ‹ ددي په فكر› دځان د خلاصولولپاره د ځان وژلو ته مخ كړي.ځان ياپه سوځولو،ياپه دار زړولو،ياده نشه ايزوتوكوپه خوړلو،اوياهم په نوروشيانوباندي مړه كړي.اوداسي نوري ناخوالي چي قلم ئي په ليكلوباندي ستړي كيږي.
پداسي حال كي چي الله جل جلاله دواړي كورني اوخپله هلك اوانجلي پدي باندي مكلف كړيدي چي هميشه ده خپل منځي اصلاح اودخپل اجتماعي معيشت ده سمون دپاره كوشش وكړي،اوهرهغه مشروع كارچي په هغه باندي د خاوند اوښځي ژوندته سمون اوښكلابخښل كيږي بايدئي وكړي؛ ده ښځي كورني زوم ته د خپل اولاد په سترګه وګوري اوده هرقسم ظلم څخه ورباندي ځان وژغوري؛ اوده خاوندكورنۍ خپله مږور دخپل اولادپشان وبولي اوده هرډول تيري اوناروا څخه ورباندي ډډه وكړي، اوهميشه ئي په ژوندون كي د مصلحت اوجوړجاړي كوښښ وكړي، لكه څرقم چي خداي پاك فرمايي:
[ اِنَّمَالْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَيْنَ اَخَوَيْكُمْ]{سورة الحجرات 10}.
ژباړه:بيشكه مسلمانان سره وړونه دي نوتاسوكوښښ د صلح وكړي په مابين كي د خپلودوو وړونو.
اوداغه رقم فرمائي:[ فَاتَّقُوا اللهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَيْنِكُمْ] {سورة الانفال 1}.
ژباړه:د خداي څخه و ويريږي اواصلاح راوړي په خپل مينځوكي.
اورسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي[: إنَّ اَفْضَلَ الصَّدَقَةِ اِصْلاَحُ ذَاتِ الْبَينِ ]{المنتخب من مسند عبدابن حمید حدیث 335}.
ژباړه: یقینا ډيره ښه صدقه خپل مينځي اصلاح ده.

ترداسي اندازي چي خداي پاك ده اصلاح په نيت درواغوته هم جواز وركړيدي لكه رسول اكرم صلی الله علیه وسلم چي فرمائي[:لَيْسَ الْكَذَّابُ الَّذِيْ يُصْلِحُ بَيْنَ النَّاسِ فَيَنْمِيْ خَيْراً اَوْيَقُوْلُ خَيْراً] {صحیح البخاری حدیث 2692 }.
ژباړه: ندي درواغجن هغه څوك چي صلح كوي په مابين كي د خلګو نونقل كوي(يوبل ته)ښه خبري اوياكوي ښه خبري.
او بله خبره داده چي د هلك اوانجلي د ښه ژوند لپاره چي دواړي كورنۍ كوم كوښښونه كوي پدي كښي مراعات كول د صله رحمي دي چي مراعات كول ئي د انسان رسمي،او وجداني دنده ده اوقطعه كول ئي د انسان لپاره ناروادئ لكه څرقم چي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم چي فرمائي:[لاَيَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعٌ] {صحیح البخاری حدیث 5984 }.
ژباړه: داخل به نشي وجنت ته قطعه كونكي د صله رحمي.
اوداغه رقم فرمائي:[ يَااُمَّةَ مُحَمَّدٍوَّالَّذِيْ بَعَثَنِيْ بِالْحَقِّ لاَيَقْبَلُ اللهُ صَدَقَةً مِّنْ رَجُلٍ وَّلَهُ قُرَابَةٌ مُّحْتَاجُوْنَ اِلي صِلَتِهِ وَيَصْرِفُهَااِلي غَيْرِهِمْ وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهِ لاَيَنْظُرُاللهُ اِلَيْهِ يَوْمَ الْقِيمَةِ] {فتح الغفار الجامع لاحکام سنة نبینا صلی الله علیه وسلم بحوالة الطبراني في “الأوسط” (8/346).}.
ژباړه: اي امته د محمد صلی الله علیه وسلم ځمادي قسم وي په هغه ذات چي زه ئي راستولئ يم په حقه سره نه قبلوي خداي پاك صدقه د هغه سړي څخه چي دده لپاره قريبان وي چي هغه دده صله رحمي ته محتاجه وي خودئ ئي نورو خلګوته وركوي، اوځمادي قسم وی په هغه ذات چي ځمانفس دده په لاس كيدي چي وبه نه ګوري الله وده ته په ورځ كي د قيامت.

الله دي مودداسي خلګوڅخه نه ګرځوي.
د ډيرلوړوَلْوَرْپنځم ٰافت
بل آفت د ډير ولوردادئ چي سړئ په هيڅ صورت د ښځي طلاق وركولو ته زړه نه ښه كوي كه هرڅومره يي په طلاق كي هم فائدي اوګټي وي، اودايقيني خبره ده چي ځيني وقت ډيرغټ غټ مشكلات وي چي په جرګو اومركوباندي نه حل كيږي خو په طلاق باندي يي حل پوره ممكن وي.
مثلاًكه په يوكوركي د خاوند اوميرمني ترمينځ اړيكي سمي نوي،پرښځي ظلم كيږي،اوياهم خاوند د خپلي ښځي سره جوړنوي؛اوهيڅ يوه لاره هم ددوي ترمابين په پخلاكولوكي مؤثره تمامه نشي. يواځني لاره چي دوي ده يوبل د شره څخه خلاصوي هغه طلاق دئ لكه خداي پاك چي فرمائي:[ وَاِن يَّتَفَرَّقَايُغْنِ اللهُ كُلاًًّمِّنْ سَعَتِهْ] {سورة النساء 130}.
ژباړه:كه چيري دوي(خاونداوميرمن) سره جداسي خداي پاك به هريوددوي څخه مستغني اوبي پرواكي(دهغه بله څخه ) په خپل فضل – اومهرباني سره.
يعني داسی چی خدای پاک به ښځی ته بل میړه پیداکړی او سړی ته به بله ماینه پیداکړی اوديوبل دشرڅخه به نجات ومومي.
خوطلاق هلته ممكن وي چي ولورده ښځي لږوي ؛ سړي ورباندي تاوانونه نوي كړي. اوسړئ وكولاي سي چي بيابل واده وكړي.

اوكه د ښځي ولورډيروي،سړِي خپل ټوله ژوند ورباندي سوداكړئ اوختم كړئ وي اوياهم د ولور د ډيروالي له وجه بل واده نشي كولاي نو بيا په هيڅ صورت كي خاوند طلاق وركولوته غاړه نه ايږدي،اودغه تريخ ژوند ته پرجدایۍ اوطلاق ترجيح وركوي،چي په نتيجه كي دواړي كورنۍ د ډيرو بدو عواقبو سره لاس اوګريوان كيږي حتي په ځني مواردوكي خبره ترجنګ اوانسان وژني پوري رسيږي.

آن تردي چي په ځينومواردوكي خاوندخپلي ښځي ته دجنګجا ل په وقت د خپلي ښځي سره اوياهم د بل چاسره طلاق مغلظه وركړَيْ وِي تردي چي په خپلوسترګومي سړي ليدلئ چي خپل ښځي ته يي په ثلاثة او كلماسره طلاق وركړئ دئ خوبياهم برسيره پردي هم دغه ښځه په خپل كوركي د ځانه سره ساتي؛جماع هم ورسره كوي اوخپل ميرمن ئي هم بولي. اوس كه ولورلږوِي ددی ډیر امكان سته چي داسړي دي دغه ښځه پسي پريږدي اوبله نكاح دي وكړي.خوكه ولورډيروي لكه اوس نوكلااوحاشا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب