له يهودو سره د پيغمبر (ص) چلند
وروسته له هغه چې په مکه کې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم پر وړاندې د قريشو ځورونې زور واخيست او د نوموړي د وژلو نيت يې وکړ، پيغمبر صلى الله عليه وسلم اړ شو، څو له مکې څخه مدينې ته هجرت وکړي. کله چې په مدينه کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د پيروانو او يارانو واک او شوکت زيات شو او يوه ستره ټولنه يې رامنځته کړه، پيغمبر صلى الله عليه وسلم په مدينه کې، چې د يهودو ستره اډه وه، له هغوى سره مخ شو او خپل چلند يې ورسره ښه کړ، که ګواکې دهغه پر رسالت ايمان راوړي، نو ځکه پيغمبر صلى الله عليه وسلم دهغوى له مالونو او ځانونو څخه ساتنه کوله، دهغوى ليدو ته ورته او هغوى ته يې ډاډ او ارامي وربښله او له هغوى سره يې تړون وکړ، چې په دې تړون کې داسې يادونه وشوه ؛ ترهغو چې دوى په خپلې ژمنې ولاړ وي، ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم به دهغوى تړون ته درناوى کوي او ټولو مسلمانانو ته يې لارښوونه وکړه، څو دغه تړون پلي کړي او د مدينه مېشتو يهوديانو پرمالونو تېرى ونکړي.
او که چيرې يهود له دښمن سره په جګړه کې له مسلمانانو سره مرسته وکړي، له جنګي غنيمتونو څخه به برخمن شي او هغه مهال به يې نفقه د مسلمانانو پر غاړه وي.
له دې معلومېږي، چې د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د هجرت پر مهال له مسلمانانو سره د يهودو اړيکې کړکېچنې نه وې او يهودو ليدل، چې اسلام د وحدانيت دين دى او دهغوى پر پيغمبر يې هم اعتراف کاوه او ځينې احکام او لارښوونې يې د هغوى ددين په څېر دي او شرک او بت پرستۍ په کې ځاى نه لري، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له يهودو سره نېک چلند درلود او دهغوى خواړه يې مسلمانانو ته حلال وبلل او دهغوى له لوڼو سره يې واده کول جايز وبلل، لکه څنګه چې په قرآن عظيم الشان کې راغلي دي :
(اليوم احل لکم الطيبات و طعام الذين اوتو االکتاب حل لکم و طعامکم حل لهم والمحصنات من المومنات و المحصنات من الذين اوتوا الکتاب من قبلکم) سوره المائده ٥ آيه
نن ستاسو لپاره هر هغه څه چې پاک دي حلال شول او د اهل کتابو خواړه ستاسو لپاره او همدارنګه د هغوى لپاره ستاسو خواړه حلال دي او په همدې ډول د پاک لمنو مؤمنو او پاک لمنو اهل کتابو نکاح حلاله شوه.
له يهودو سره د پيغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم چلند د هجرت په لومړيو کې دهغه تړون له مخې، چې يادونه يې وشوه، نرم او په متقابل درناوي ولاړ وو، خو دا چې اسلام دهغوى خواړه د مسلمانانو لپاره په همدې موخه حلال بللي دي، صحيح نده. ځکه چې د ټولو مفسرينو په اتفاق، د مائده سوره آخرين سوره دى، چې د هجرت په لسم کال ( د پيغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم د ژوندانه وروستي کلونه ) نازل شوى دى، نو که چيرې د مائده سوره دغه آيه د هيودو د همدردۍ د جلبولو او اسلام ته دهغوى دنږدې کولو لپاره واى، نو دا سوره هغه مهال نازل شو، چې په جزيره العرب کې ديهودو ګلم کلونه مخکې ټول شوى وو، يو شمېر يې وژل شوي وو او يو شمېر نور يې له اسلامي ښارونو څخه وتلي وو او يو شمېر د جزئې په ورکولو سره، چې دهغوى د خواري او ذلت نښه وه، د مسلمانانو په منځ کې پاتې شول.
لکه څنګه چې يادونه وشوه تر هغو چې د پيغمبر دښمنانو مسلمانانو ته خيانت نه وي کړى او ددوستۍ او يا د تيرې د نه کولو تړون يې نه وي مات کړى، الهى دستور دا دى، چې الهى پيغمبر به له هغوى سره د لطف او انسانيت ټکي په پام کې نيسي او خپل تړون ته به درناوى کوي.
کله چې پيغمبر صلي الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ، اسلام او مسلمانانو ته دهغوى دنږدې کېدو لپاره يې بيت المقدس د لمانځه قبله وګرځوله.
يهودو به د عاشورا په ورځ روژه نيوله او کله چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم مدينه ته ولاړ او دهغوى روژه يې وليدله، ويې فرمايل دا څه عمل دى، چې کوى يې ؟ هغوى وويل چې دا يوه مبارکه او سپېڅلې ورځ ده او خداى پاک په دې ورځ بني اسرائل له خپلو دښمنانو څخه وژغورل او موسى (ع) په دې ورځ روژه نيوله، نو محمد صلى الله عليه وسلم هم په دې ورځ روژه ونيوله او په دې ورځ يې د روژې نيولو فرمان ورکړ او يهودو دغه ورځ د ځان لپاره اختر ګاڼه.