له واده مخکې او وروسته ځینې ستونزی او د حل لارې

کله ناکله له بالغیدووروسته خلکو ته مخکې له واده یا هم وروسته له واده یو لړ ستونزی رامنځته کیږی چی ځینې یی  له جنسی  اوځینې یی له نورو مسایلو سره تړاو لری.

مخکې له واده ستونزې:

ځینې کسان کله  کله  له جنسی پلوه دومره محرومیت سره مخامخ وی چې دده اندیښنې اوغمونه څوبرابره کوی اوکله هم په نامتعادل اوافراطی ډول دجنسی اړیکوپه کارونې سره فردی اوټولنیزې ستونزی اوغمونه ځان ته راکاږی.

زموږ په  ټولنه کې دیو لړ دودونوله کبله یا داقتصادی ستونزوله کبله ډیری ځوانان په خپل وخت واده نه شی کولای اویاهم کورنۍ دوی ته دازمینه نه شی برابرولی. کله په ټولنوکې دناسمو ښودنو اوچاپیریال له کبله دومره ستونزی رامنځ ته کیږی چې کله کله یی علاج ډیرګران کاروی موږ یی په ټولو برخو خبری نه کوو یواځې یو څو مسألې یادوو. اودژوندانه په دوو پړاوونو کې به ستونزو لنډی خبری کوو.
بالغ ځوانان مخکې له واده دنوروستونزو سره سره ځنې وخت دجنسی غریزې اویا دخپل راتلونکې ژوند دجوړیدو اودژوند دملګری دموندولو په اړوند یو لړ ناخوالو سره مخ کیږی

چې که چیری داسلام دسپیڅلی دین احکام په پوره ډول په کورنیو اوټولنه کې مراعات شی اوهم هرڅوک دغه احکام ترخپلې وسی په ځان عملی کړی نوډیرې ستونزی اوغمونه به یی له منځه ولاړې شی. یوه معموله خبرچې کله ناکله ځوانان ډیرزوروی هغه مینتوب دی، ډیرکسان لیدل شوی چې په اصطلاح په خپل مخالف جنس مینان شوی اوله دې کورنیو ستونزویا نوروعواملو له کبله دنظروړ کس نه لرې دی، کله هم داسې پیښ شوی چې مقابل لوری هیڅ خبر نه وی خوبل لوری پری دزړه له کومی مین شوی. اوپه دې اړوند ډیره اندیښنه کوی، چرتونه اوفکرونه وهی له لوست تعلیم اویانورکاروبارسره یی اړیکې کمزوری شوی وی دشپی هم خوب نه ورځی اودورځی هم په سوچونو کې ډوب وی،رنګ یی ژیړاو کله ناکله داستونزه دناروغی لیونتوب یا ان  دځان وژنې برید ته رسیږی. چې عاقل انسان ته په کارده په دې اړوند عاقلانه، مدبرانه اودپوهې له لارې عمل وکړی. په نامسلمانو یا په ضعیف الایمانه ټولنو کې داستونزې ځکه ډیرې نشته چې هلته دنجونو اوهلکانو د اختلاط  لپاره زمینې برابری دی اوځوانان له واده نه مخکې هم کولای شی خپل غرایزله بیلابیلولاروارضأ کړی. چې داکارځانته نورې په سلګونو ستونزی زیږوی اوټولنوته کومې بدمرغۍ چې راولې څرګندې دی موږدلته په هغو ډیربحث نه کوو، خو هغه کسان چې د نوموړو ټولنو د دود پلویان دی، دایدز وژونکی ناروغۍ، دکورنی ژوند بدوالی، دنسل ناڅرګندتوب، دجنسی غریزی حیوانی کارونه او د افراط له کبله ددې غریزې بې ارزښتوالی…اوخورا ډیرې نوری انفرادی اوټولنیزی بدمرغۍ چې مفصلې لیکنې ته اړتیا لری.

لکه څرنګه چې مخکې یی یادونه وشوه داسلام دسپیڅلی دین داحکامو پوره عملی کیدل داستونزه ترډیرځایه حل کولای شی، که چیری کورنۍ اوافراد خپلې کړنې داسلامی مقرراتو مطابق عیاری کړی نو اوپه خپل وخت خپلو ځوانانو ته دواده کولو زمینې برابری کړی اودهغوی دستر اوحجاب به فکر کې وی داستونزی پوره کمیدلای شی.

که چیرې یو ځوان په دې نیت چې خپل دخوښې وړ کس سره به په شرعی چوکاټ کې واده کوی اودی یی په اصطلاح مین شوی اوستونزی فکرونه اوچرتونه یی له حده وتلی یوڅومشورې دی په پام کې ونیسی: لومړی خومینتوب هغه هم په یو انسان چې کوم مناسب کارنه دی مینه چې انسان دې برید ته ورسوی دانسان سره سم کارنه دی داډول مینه چې انسان سوچونو اوفکرونه ته وکاږی یواځې اویواځې له الله پاک اود ده له دین سره ښایی چې په بدله کی یی اجروروکی اوريښتینې مینه ده اوانسان دفلاح اوخلاصون لوری ته بیایی، انسان له خاوروپیداشوی اوخاورته ورځی له خاورین موجود سره بیحده مینه هغه هم چی د خدای د رضا دپاره نه وی بیځایه اوبې ګټې ده. ځان بې ځایه مه بې خوبه کوی اوپه چورتونو کې ځان مه غورځوی تاسو وګوری نړی څومره پرمختګ کړی ټول دپوهې اوکارله لاری داسې شوی دی، زموږ ځوانان باید له ځان سره سوچ وکړی غیرت وکړی دخپل ژوندانه له هرې ګړی څخه د ژوند د لوړو هدفونو لپاره کارواخلی، واده اوزوج یواځې دژوند لپاره یو وسیله وی نه هدف نو د وسیلې لپاره باید څوک ځان دومره په سوچ اوفکر کې وانه چوی چی په غمونو دردونو اوناروغیو اخته شی.

یوه ستره ناروغې چی د ټولنوپه افرادو کې دا ډول ستونزې پیداکوی هغه نامحرم ته دکتوناروغی ده چې دغه ناروغی له خپل ځان سره ډیرې ستونزی زیږوی. که چیرې موږ اسلامی ارشادات مراعات کړو نو نه یواځې دبیځایه مینتوب له شره به خلاص شو بلکې ډیری نورې ستونزی اوناخوالې به مو له منځه تللی وی.الله (ج) په خپل سپیڅلی قران عظیم الشان کې فرمایی: ای دخدای رسوله مؤمنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دناروواله لیدونه وساتی او هم خپل اندامونه اوفرج محفوظ وساتی چې داستاسو دپاکې لپاره ډیره اصلح ده اوخدای ستاسو په هره کړنه ښه باخبره دی.(نورـ۳۰)

ارواپوهانو شهوت اوسترګې څرول اوځان ښودنه   ناروغی ښوولی دی. ځان ښودونکۍ هغه څوک دی چې دنوروپه نظرونو کې ځان غواړی ښکاره کړی، اوسترګی څروونکۍ هغه څوک دی چې نامحرم ته له کتونه خوند اخلی چې دزیاترونارینه عادت سترګې څرول وی اودښځو ځان ښودنه. ویلهم اشتیګل لویدیزوال پوه ددې لامل جنسی محرومیت په ګوته کوی. دی وایی جنسی محرومیت د دی لامل ګرځی چی (لیبیدو) دسترګو په اعصابو کی راغونډشی، اوپه دې غونډیدو سره دسترګو اعصاب دجنسی اعصابو سره اړیکی پیداکوی اوانسان دمخالف جنس داندامونو به لیدوتحریکیږی. قران عظیم الشان ۱۴ پیړی وړاندی دسترګوپه ساتلو ټینګارکوی اوعلم اوس داثابتوی چی دجنسی تحریکونولومړنی اواصلی لامل هماغه کتل وی.

د حدیث شریف مضمون دی چی که په نامحرم مو یوارسترګې ولګیدی نوددوهم ځل لپاره ورته په قصد سره مه ګوری.علی کرم الله وجهه فرمایی: سترګې دزړه جاسوسانې دی.اوهم فرمایی: ړوند والی ښه دی ترنامشروع کتلو.

دځوانانو  په وخت واده کول، عقیده، ایمان، حیا، ځان له ناپاکۍ نه ساتل، ټینګ هوډ کولای شی انسان له جنسی ناوړوکړونو نه وساتی. داسې هم نه ده چې جنسی غریزه بلکل مهاره شی اوهیڅ پاملرنه ورته ونه شی داغریزه هم د انسان له مهمو غوښتنو اود انسان د بقا اوپایښت سبب ده له دې غریزی پرته ژوند ډیر بې خونده وی خو داغرېزه باید پرځای استعمال شی اوپرځای کارول یی مسلمانانوته دخپل دین داوامرو له لاروسرته رسیږی. حتی هغو خلکو ته چې داسلام دین ته پابند نه دی دجنسی غریزی نه ګټورې کارونې، دناروغیو اوبی بندوباریو دله منځه وړلو لپاره ښه وسیله اودکورنی ژوند ښه والی کیدای شی داسلام دطریقو پربنا سرته ورسوی. چی په دې اړوند بیلابیلو اسلامی اوغیراسلامی پوهانو دایدز دوژونکی ناروغی دله منځه وړلو لپاره همدا وړاندیزدوی ته کړی دی.

له واده وروسته ستونزې:

واده دژوند له ډیرومهمو پړاوونو څخه ګڼل کیږی. دواده په هکله بحث دارواپوهانو له نظره په دووپړاوونو کې ترسره کیږی. مخکی له واده اووروسته له واده. مخکې له واده بحث کې دې سوالونو ته ځواب ورکول کیږی چی هرڅوک څه ډول مناسب دژوند ملګری ځان ته وټاکی؟ دژوند دملګری په ټاکلو کې کوم لومړیتوبونه په پام کې ونیسۍ؟ آیا مادی شرایط مهم دی که کورنی اوفرهنګی؟ څومره کیدای شی له شخصیتی پلوه یوله بل سره متناسب دی اونور. دواده ارواپوهنه دغو پوښتنوسم ځواب ورکوی. دتناسب له اړخه ارواپوهنه وایی که چیری دوه کسان هرڅومره چې له مادی، فرهنګی، تحصیلی ، شخصیتی پلوه یوله بل سره متناسب وی هومره ددوی جوړه به بریالی وی اووروسته له واده به ددوی ستونزی لږی وی.
له واده وروسته ولې ستونزې پیښږې، ټولنپوهان یو شمیرمهم عوامل په دې اړوند یادوی چې دادی:
ـ له ۲۰ کلنی مخکی اوله ۳۰ کلنی وروسته واده کول.
ـ کله چی دواړو لورو له یوی بدی پیښې وروسته یوله بل سره واده کړی وی(لکه په افغانستان  دبدوورکولو په پایله کې واده).
ـ یو یا دواړه دژوند ملګری چې دبل لوری دکورنی نه دلرې والی په فکر کې واوسی یا دخپلی کورنۍ سره دډیر نږدیوالی په فکر کې واوسی.
ـ کله چې  دژوند ملګری د دوی په کورنی ژوند کې مداخله ګرو ورونو اوخویندویاهم مور اوپلار درلودونکی وی.
ـ کله چې واده شوی کسان ډیرلری یا ډیرنږدی له خپلو اصلی کورنیو سره ژوند وکړی.
ـ کله چې میړه اوښځه یا یویی دخپلې پلرنی کورنۍ سره دمالی، فیزیکی یا عاطفی اړخه تړاوولری.
ـ کله چې دواړو لورومخکې له دی چې یوبل وپیژنی یوله بل سره یی واده کړی وی.
ـ کله چې دې واده مراسم پرته له دوستانو ترسره شوی وی.
ـ کله چې یو تن له دواړو خواوو نه دخپل ماشوموالی ژوند نه ډیرناراضه وی.
ـ بی ثباته کسان دژوندلپاره مثال ګرځول.
ـ له جنسی اړخه دیوې خوا کمزوروالی.
او یو شمیرنورعوامل چې دمیړه اوښځې په منځ کې ځینې وخت د تاوتریخوالی اوستونزو له لامل ګرځی.
د میړه اوښځې په مینځ کې ستونزی چې له دې اړخه ټولې کورنی ته ستونزی راولاړیږی دپاملرنې وړدې، کله داسې هم پیښیږی چی یواځې یو لوری له خپل ژوند نه ډیرناراضه وی چی داهم ډیره لویه ستونزه ده باید مقابل جانب هغه ته پام وکړی. دکورنی یا د واده نه وروسته ستونزود له مینځه تلو لپاره بایدترهرڅه دمخه دواړه لوری اوددوی کورنۍ مخکې له واده ښه فکر وکړی.
ستونزی په هره کورنۍ کې پیښیږی هیڅ ښځه اومیړه له ستونزو اودنظرله اختلاف څخه پرته نه وی خو باید ستونزی راکمې شی. دستونزودکمولولپاره ترټولو ښه لاربیاهم ددواړولوروترمنځ توافق دی. که چیری یو لوری له خپلې غوښتنې تیرشی اوبل لوری ته په زړه کې بښنه وکړی ترډیره حده به ستونزی حل شی. کورنی ژوند دخوښیواو دایمان دبشپړیدو پړاووی باید دا پړاو هرڅوک په ښه توګه ترسره کړی. دواړه لوری باید زغم ولری اویو له بل سره واقعی مینه وکړی، که چیری ستونزی بیخی ډیرې وی نو طلاق هم دخدای له لوری حلال ګڼل شوی، پرځای ددې چې دواړه لوری په تاوتریخوالی اوګناه کې ترپایه ژوند تیرکړی نو ښه ده چې یو له بله شرعی دبیلتون سند ترلاسه کړی. سره له دې چې الله(ج) طلاق  ډیرناخوښه حلال بللی خو ددې پرځای چې ښځه اومیړه ژوند په بیخی حرامو اوګناه کې تیرکړی شرعی بیلتون بهتره دی. زموږ په ټولنه کې لیدل شوی چې میړه څوڅوواری ښځه طلاق کړې اوله شرعی اړخه د دوی په مینځ کې له دریوډوله طلاقونو نه یو واقع شوی خو بیاهم دواړه لوری ددود له مخې خپل ګډ ژوند ته دوام ورکوی چې په دې هکله باید مسلمانان کلکه پاملرنه وکړی دطلاق په هکله فقهی معلومات ترلاسه کړی اودشریعت مطابق خپل ژوند عیارکړی په دې کښې به هم ددنیا اوهم دآخرت لپاره ګټې نغښتې وی.
له واده نه وروسته ستونزې هم لکه دنوروستونزو په څیز حل لری خودلته ددواړو لورو مسأ له ترمنځ ده چې اوهم دطلاق شرعی مسأله چې ډیرباید زیاروایستل شی دکورنیو شخړواوستونزوڅخه مخنیوی وشی اوکه چیری واقع هم شی داولادونو یا دمقابل لوری اوهم دځان لپاره ډیرژرباید ستونزې اواری شی. یو بل ته تیروتل، بخښنه ، دحسد اوکېنې نه لری والی اولنډه داچې په کورنی ژوندانه کې اسلامی ارشادات په پام کې نیول ترډیره ځایه ستونزی راکمولی شی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب