د ښځې او ميړه دوه اړخیز حقوق

که ښځه او میړه دواړه په ښه نیت نکاح وکړي، د دوی یوځای والی به هم په دې دنیا کې سپيڅلی وي او هم په اخرت کې.
دا جوته ده چې کيدای شي دواړه خواوې/اړخونه خپل د مسوولیتونو په ادا کولو کې کله نا کله پاتې راشي.

ځکه نو، مخکې له دې چې یو اړخ به بل اړخ باندې په غصه شي یا ورباندې چيغې پیل کړي، باید هغه لومړی خپل ځان ته وګوري او وويني چې هغه پخپله څومره نیمګړتیاوې لري او څه غلط کارونه ترسره کوي.

ليکوال: جمال زرابوزو
ژباړه: نثاراحمد اسلام مل
سرچینه: ان اسلام ویب پاڼه

په عین حال کې، د اسلام سپيڅلي شریعت د دواړو خواوو لپاره بعضې حقوق او مسوولیتونه ټاکلي چې دواړه اړخونه باید ورباندې ځان پوه او پدې پوه شي چې د ښځې/ميړه په توګه باید کومې دندې ترسره کړي:
[…او شته دې ښځو لره (حقوق پر ميړونو باندې) په شان د هغو (حقوقو) چې په دوی دي (د ميړونو) په معروف (ښه وجه)…] البقره ۲۲۸

د ښځې حقوق

په لنډه، د ښځې حقوق یا د ميړه کلفیتونه د ښځې په لور، د بعضې نورو مسایلو ترڅنګ په مهم ډول په لاندې توګه بیانيږي:

1. د هغې د مهر ادا کول په سمه توګه
[او ورکوئ تاسې ښځو (خپلو) مهرونه د دوی په ورکړه د خوشالۍ سره (چې د الله له خوا په تاسې باندې فرض شوی دی) نو که راضي شوې دا (ښځې) تاسې ته (په بخښنه) له کوم شي له دې (مهره په خوشالۍ) د نفس خپل نو خورئ تاسې دغه شی په داسې حال کې چې خوندوره حلاله بې ضرره وي] النساء ۴ ایت

2. د ميړه لخوا په پوره او بشپړه توګه په مالي لحاظ باندې د هغې حمایت

[سړي د ښځو ساتونکي او د هغوی مسوولیت لرونکي (مقرر شوي دي) په سبب د دې چې الله تعالی د يوه په پرتله بل ته ډیر (ځواک) ورکړی دی او په سبب د دې چې نفقه (لګښت) دوی (پر دغو ښځو) له خپلو مالونو…] النساء ۳۴ ایت

د دې ترڅنګ، په هغه حدیث مبارک کې چې امام مسلم او بخاری روایت کړی، کله چې هند بنت عتبه خپل له ميړه (ابو سفیان) څخه شکایت کوي او وايي چې هغه ډیر وږی/حریص دی او زما ټول مصارف نه راکوي او بیا يي له محمد (ص) څخه اجازه واخیستله چې که ګونکدې هغه کولای شي خپل د ميړه له اجازې او خبرولو پرته د هغه شتمني واخلي:
“څومره چې ستا او ستا د اولادونو لپاره بسنه کوي هغومره واخله، د هغه وخت د معمول مطابق” (البخاری او مسلم)

3. له ښځې سره په ښه او مهربانه توګه چلند
[…او ګزران کوئ تاسې (ای ميړو) له دې (ښځو) سره په نيکې طریقې سره!، نو که خوښې نه وي ستاسې دا ښځې نو (صبر وکړئ) ښايي چې نه به خوښوئ تاسې یو شی حال دا چې ګرځولی به وې الله (ج) په دې شي کې ډیر خیر] النساء ۱۹ ایت

4. د جنسي اړتیا د حق ادا کول:
په هغه حدیث مبارک کې چې له ابن حبان څخه روایت دی داسې راغلي دي:

د عثمان ابن مدهون ښځې محمد (ص) ته شکایت وکړ او ويي ویل چې ميړه مې ښځې ته هیڅ اړتیا نلري. د ورځې په مهال هغه روژه وي او د شپې مهال عبادت کوي.
محمد (ص) له هغه نه وپوښتل: ” ایا زه تاته تر ټولو غوره مثال نه یم چې پیروي راڅخه وکړې؟”
هغه ځواب ورکړ: “له شک پرته، زما مور او پلار دې له تانه ځار شي.”
محمد (ص) هغه ته وویل: ” ته د شپې مهال عبادت کوې او د ورځې مهال روژه وې. له شک پرته، ستا ښځه په تا باندې حق لري. او ستا ځان په تا باندې حق لري. ځکه نو عبادت وکړه او ويده شه او روژه ونيسه او روژه ماته کړه.” (ابن حبان)

5. د محرمیت (پټ ساتنې حق) لرل:
د محمد (ص) لاندې حدیث مبارک ته متوجه شئ:
“ستاسو په مينځ کې داسې سړی شته چې خپلې ښځې ته ولاړ شي، ځان پسې دروازه وتړي، ځانونه پټ کړي، او خپل ځان د الله تعالی د پټ ساتنې څخه پټ وساتي؟”
هغوی ځواب ورکړ:”هو”
بیا هغه (ص) وویل: “بیا داسې کس شته چې له هغه کړنې وروسته له نورو سره کښينې او ووايي چې ما داسې او داسې وکړل.”
هغوی چوپ وو.
بیا هغه (ص) ښځو ته مخ واړوه او ويي ویل، ” ایا په تاسو کې څوک داسې خبرې کوي؟”
هغوی هم چوپ پاتې شوې
بیا يوه ځوانه نجلۍ خپلو په پنجو راغله ترڅو يي محمد (ص) ليدی او اوری وشي، او ويي ویل:

” ای د خدای پیغمبره، هغوی (نارينه) له شک نه پرته د دې په اړه خبرې کوي او هغوی (ښځې) هم د دې په اړه خبرې کوي.”
محمد (ص) وفرمایل: “آیا پوهيږئ هغه څوک چې دا خبرې کوي څه شي ته پاتې کيږي؟ هغوی د يوې ښځې شيطانې ته پاتې کيږي چې يو نارينه شیطان د سړک په سر باندې له هغې سره جنسي معامله ترسره کړي پداسې حال کې چې خلک هم ورته ګوري.” (ابو دادو)

6. خپل د دين په هکله زده کړه.

د ميړه حقوق

له بلې خوا، ميړه هم په ښځې بعضې حقوق لري یا ښځه د ميړه په لور مسوولیتونه لري چې په لاندې ډول دي:

۱- د کور مشري کول:

خدای تعالی فرمايي:
[سړي د ښځو ساتونکي او د هغوی مسوولیت لرونکي (مقرر شوي دي) په سبب د دې چې الله تعالی د يوه په پرتله بل ته ډیر (ځواک) ورکړی دی او په سبب د دې چې نفقه (لګښت) دوی (پر دغو ښځو) له خپلو مالونو…] النساء ۳۴ ایت

که څه هم دا د ميړه یو حق شميرل کيږي، خو حقیقت دا دی چې دا یو ډیر ستر مسوولیت هم دی چې د هغه په اوږو اچول شوی، ځکه د دې حق معنی دا ده چې میړه باید خپله کورنۍ ته لارښوونه وکړي او هغوی ته سمه لاره ور وښي.
2. له هغه څخه اطاعت کول: د د لومړي حق ادامه ده. ځکه یو شخص د یو تر هغه مهال د یو شي مشر کيدای نشي چې له هغه څخه اطاعت ونشي.

  1. د دې حق لرل چې ښځه هغه ته د جنسي اړتیا په صورت کې رضایت وښيي

  2. دا چې ښځه د هغه له اجازې پرته هیڅ چا ته د هغه کور ته د دننده کيدو اجازه ورنکړي: په هغه حدیث کې چې امام بخاری او مسلم روایت کړی، محمد (ص) داسې فرمايلي دي:
    “هیڅ چا ته د هغه د کور د دننه کيدو اجازه مه ورکوئ ترڅو چې هغه اجازه نه وي کړې.” (البخاری او مسلم)

دوه اړخیز مسوولیتونه

که ښځه او ميړه د هغه سمې موخې په اساس چې د الله تعالی رضایت او د یو بل رضایت دی، او دا چې د یو بل د حقونو او مسوولیتونو په پيژندو او درک سره او له یو بل سره د سم اسلامي چلند په اساس واده وکړي، انشاء الله، د دوی یوځای والی به نه یواځې په دې نړۍ کې بلکه په اخرت کې هم ادامه ومومي.
تر اوسه پورې مو چې هرڅه د واده په هکله وویل، له دې سره سره باید دا خبره هم هیره نکړو چې اسلام یو عملي دين دی. اسلام هر ممکن اړخ مدنظر نيولی دی. دا هم ممکنه ده چې یوه ښځه او ميړه په ښه نیت له یو بل سره واده وکړي خو له واده وروسته دا مالومه شي چې د دوی شخصیت او ژوند له یو سره اړخ نه لګوي. داسې وختونه هم راځي چې له یو سم واده څخه سمې پایلې نه اخیستل کيږي او دواړه اړخونه له بيلابيلو ستونزه سره مخ کيږي. د داسې حالاتو د مینځ ته راتګ په صورت کې، اسلام اجازه ورکړې چې داسې واده او د دواړو خواوو د ګړاوونو ته د پای ټکی کيښودل شي.

خو له بده مرغه، نن ورځ په بعضې اسلامي کلتورونه کې (چې تر ټولو ښه بيلګه يي افغانستان ده)، طلاق ډير د شرم خبره ګرځيدلي او د اسلام له ريښتينو لارښوونو سره اړخ نه لګونکې بريښي، چې دا خبره د دې لامل ګرځي چې دواړه اړخونه په چوپه خوله دردونه وزغمي. باید په زغرده وویل شي چې په داسې حالتونو کې د اسلامي قوانينو موخه د داسې یو حالت را مینځ ته کول نه دي.
بلکه د اسلامي قوانينو موخه دا ده چې یا په ښه توګه له یو سره ژوند وشي یا په اخلاقي توګه بیل والی مینځ ته راشي.

[او کله چې طلاقې کړئ تاسې ښځې نو ورسيږي دوی د خپل عدت (آخر ته) (یعنې چې د عدت ختميلتو ته نږدې شي) نو وساتئ! دوی په ښه ډول (طریقه) سره (یعنې رجوع ورته وکړئ!) یا خوشې کړئ! دوی په ښه ډول (طریقه) سره.] البقره ۲۳۱ ایت

الله تعالی همدا راز فرمايلي دي:
[بیا نو کله چې ورسيږي دغه (ښځې) خپلې نيټې ته نو وساتئ (تاسې ای ميړو) دوی په معروف نيکې ښه شان سره یا جلا (بیل) شئ تاسې له دوی څخه په معروف نيکې ښه شان سره.] الطلاق ۶۵ ایت

دا جوته ده چې طلاق یو غوره انتخاب یا ساده موضوع نده. په یوه ښه نړۍ کې، ټولې واده شوې جوړې پيرزو شوې بلل کيدای شي. خو کله داسې هم کيږي چې طلاق د دواړو خواوو لپاره تر ټولو غوره انتخاب وګرځي.

ليکوال: جمال زرابوزو
ژباړه: نثاراحمد اسلام مل
سرچینه: ان اسلام ویب پاڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب