سیالي د کورنۍ بدبختۍ لامل

د کورني ژوند یوه لویه ستونزه له یوه بل سره ځان برابرول او ناسمې سیالۍ دي، د فلاني لوڼه او زامن ژر ژر نوې جامې کوي، هغه بل خپلو کوروالو ته دومره ګاڼه او نوې ډالۍ راوړې وې، د تربر موټر مو نوی ماډل دی، د اکا د زامنو کور او وداني دومره ښایسته ده او داسې نور..

دا هغه فرمایشونه، غوښتنې او د ناسمې سیالۍ هڅې دي چې اولادونه او میرمن یې وخت په وخت د پلار/خاوند ترغوږونو رسوي.

دا کار بیخي نامناسب او غلط دی.
د کور هره متاع او سامان باید د ضرورت په انداز انتخاب او واخیستل شي، د ژوند هره اړتیا باید له خپل مالي حالت سره مناسب د کور د وګړو په مشوره ترسره شي، په ځانګړې توګه د کور میرمن په دې اړه باید مثبته او معتدله واوسي، د سیالیو جذبه اکثره ميرمني راپورته کوي، او لوڼي  او زامن یې ورسره تاییدوي.

دوی باید پوه شي چې کور او کورنۍ لومړی باید په خپلمنځي مینه او ښو اړیکو ښایسته شي دا نور شیان دویمه درجه لري.
أَلْهٰیكُمُ التَّكَاثُرُ. حَتّٰى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ. [سُوۡرَةُ التكاثُر].

تاسي د شتمنۍ په ګټلو کې (او يو له بله په ډېرولو کې) ډېري زياتي لېوالتيا په غفلت کښي اچولي ياست. تر دې پوري چي (په دې فكر کې) قبرونو ته ورشئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب