دميرګي ناروغي او د ژغورني لاري چاري

دميرګي ناروغي چه دخلګو په منځ کي دجنیاتو په نامه سره هم ډير مشهوره ده او وايي چه ناروغ ته جنيات راځي همدارنگه ناروغ کله زيارتو ته بيا يي کله يي تعويض ګرته بيا یی او کله کله بیا په زيارتو کي حيوانات هم پر حلالوي تر څوجنيات ځيني ولاړي شي خو اصلي خبره داسي نده لکه عام خلګ چه فکر کوي دميرګي ناروغي دجنياتو سره هيڅ ارتباط نلري دا يوه عصبي ناروغی ده چه تنها دعصابو سره ارتبا ط لري او دميرګي ناروغی ټو مشکلات دعصابو څخه سرچپنه اخلي

زموږ وجود ټوله ديو مرکزي سيستم په واسطه اداره اوکنټروليږي چه هغه مرکزي سيستم عصاب دي چه زموږ ټول فعاليتونه او حرکتونه دعصابو تر کنټرول لاندي اجراکيږي .

زموږ عصاب دبي شماره او د ميلياردونو حجرو څخه جوړ شوي او ددي حجرو ترمنځ الکترونيکي برقي رابطي شتون لري او په يو منظم سيستم کي سره کارکوي کله چه په يو سبب ددغو حجرو تر منځ الکترونيکي شبکه په ناڅاپي ډول تاواني شي او غير منظمه الکترونيکي تخليه صورت ونيسي عصاب غير نارمل تحريک شي نو دميرګي ناروغي منځته راځي چه لاتين ورته اپيلپسي وايي .دميرګي مريضي دحملي په شکل پر انسان راځي .

په نړي کي دميرگي په مريضي اخته کسانو شيمره تقريبآ 40 ميليونه اټکل شوي دي .په ټولنه کي خلګ دميرګي ناروغ ته په ښه سترګه نه ګوري خو داسي هم ندي لکه دوي چه فکر کوي دميرګي ناروغی تنها داعصابو مشکل دي پدي ناروغي اخته کسان ليوني ندي په فکر او شعور کي يي کومه نيم ګړتيا نشته خپل اجتماعي کارونه په ښه ډول پرمخ بيا يي فقط ستونزه دا ده چه ناروغي يي کله کله ځوروي اودحملي په شکل باندي تکراريږي

دميرگي دناروغي سببونه دقيق معلوم ندي خو ځيني سببونه یی چه څيړل شوي دي لکه دځيږيدو پر وخت دماشوم عصاب بي اکسجنه پاته کيدل يا عصابوته لږ اکسجن رسيدل ، دځيږيدو پر وخت عصابوته تاوان رسيدل ، کروموزومي ناروعي ، په عصابوکي التهاب پيداکيدل, په عصابوکي ميکروب پيداکيدل ، په عصابوکي د داني شتون ، پر عصابو ضربه وارد کيدل ، په ماشومانو کي لوړه تبه ، دحامله توب پر وخت دمور له خوا دسګريټو څکول دا ټول هغه شيان چه دميرګي دناروغي سبب ګرځي

ځيني نورعاملونه هم سته چه دميرګي ناروغي په بيا تکرار کي مهم رول لري لکه لږ خوب ، بي نظمه خوب ، په زيات مقدار الکول څښل ، تشويش ، ناڅاپه په اور سوځيدل ، دامتحاناتو تشويش, په ښځوکي مياشتني دحيض مرحله ، نشه يي دواګاني استعمالول ، قهوه څښل دا ټول هغه شيان دي چه دميرګي ناروغي په تکرار کيدو کي رول لري هغه شخص چه دميرگي ناروغي ولري د ذکر شوو شيانو سره بايد احتياط وکړي .

دميرگي ناروغي پر انسان باندي دحملي په ډول په مختلفو شکلو راځي مثلا ځيني ناروغان په ځان هيڅ خبر نه وي حمله پر راسي ځيني بيا تر حملي مخکي ځيني نښي نښاني ورکوي لکه دخولي بي نظمه حرکت يا دسترګو چابک حرکتونه او داسي نور.

دميرگي دناروغي ځيني نښي نښاني لکه دلاسو ، پښو او بدن چمبر کيدل ,دلاسو او پښو په غير ارادي ډول راسته او چپه خواته وهل ، دخولي څخه ځګونه راوتل, دسترګو کږيدل ، بي هوښه کيدل ، دژبي چيچل اوداسي نوري نښي.

پورته ذکرشوي نښي نښاني د عصابو په مربو طه برخي پوري اړه لري .داعصابو هره يوه برخه دوجود يوه خاصه برخه کنټرولوي او ځانګړي عمل اجرا کوي نو داعصابو کومه برخه چه زياته متاثيره کړي دهغي برخي نښي نښاني زیاتی ورکوي .

دميرگي دناروغي دحملي وخت ناروغ ترناروغه فرق کوي په ځينو کي څو ثانيي په ځينوکي څو دقيقي وي اوپه ځينوکي بيا زيات وخت ونيسي .

دمیرگی دحملي پر وخت دژغورني لاري چاري

۱ـــ ارام اوسي وارخطا يي مه کوي ناروغ تر يوڅودقيقو ورسته نارمل حالت ته راګرځي ۲ـــ کوښښ وکړي ناروغ ځانته تاوان درڅخه ونه رسوي دلويدو او دشيانو سره دټکريدو مخه يي ونيسي.

۳ـــ دمريض د اطرافو اوشاوخوا څخه ټول ضرري شيان لير ي کړي چه ځانته ضرر په ونه رسوي لکه چاقو ، چاړه ، اوسپنه، ګرمي او جوش اوبه ، بخاري او برقي شيان

۴ـــ ناروغ پر بغل څملاستي اوپري باسي تر سر يي نرم بالښت لاندي کړي

۵ـــ کوښښ وکړي چه ناروغ ژبه درڅخه ونه چيچي خوله يي دامکان ترحده خلاصه ونيسي کوښښ وکړي خوله او ذنه یی په نرم شي سره ونيسي.

۶ـــ په خوله کي يي هيڅ ډول دخوارک اود څښاک شي مه ورکوي دوا دخولی دلاری مه ورکوي

۷ـــ په خوله کي يي چه کوم خوراکي شيان يا خاور اويا کوم بل شي وي هغه ځني راوباسي چه داخل خواته يي ولاړ نشي .

۸ـــ که يي کلکي اوسختي جامي په تن وي پر سستي يي کړي لکه دنيکټايي خلاصيدل دپتلون خلاصيدل تر څو په راحت شکل تنفس واخلي

۹ـــ ناروغ دحرکتو مخنيوي مه کوي فقط تعقيب يي کړي چه ځان درڅخه خوږ نګړي .

۱۰ـــ کوښښ وکړي چه دخولي لاړي او ځکونه يي په سالم شکل ځيني پاک کړي

۱۱ـــ په خوله کي يي هيڅ کلک شي مه ورکوي کيداشي خوله پر را قلف کړي او غاښونه پري مات کړي او يا داخل خواته يي کش کړي .

۱۲ـــ ناروغ ته دخولي دخلاصيدو په مقصد ذني ته یی زيات زور مه ورکوي .

په ماشومانو کي چه کله حمله ډير وخت ونيسي نو دمقعدي دخوا څخه دوا ورکول کيږي چه ددوا په ورکولو سره نارمل حالت ته راګرځي خو دوا بايد د ډاکتر دهدايت سره مظابق استعمال کړي .

دميرګي دناروغي درملنه :

دميرګي ناروغي ځيني وختونه دانسان د ژوند تر ډيرو کلو ورسره ملګرتيا لري خو په ځينوانسانانوکي بيا تر معلوم سن وسال وروسته تقريبي ورکه شي

دميرګي دناروغي لپاره دواګاني سته د دواګانو وظيفه داده چه اعصاب دزيات تحريک څحه ساتي او تر ډيرحده دعصبي سيستم په الکترونيکي سيستم کي دچارچو توازن نارمل ساتي

ددوا په استعمال سره ناروغي په مکمل ډول دمنځه نه ځي ، ددوا استعمال تر ډيره حده د ميرگي دحملو مخه نيسي دوا په منظم ډول او په منظم مقدار باندي استعمالول شرط دي که چيري دوا پريږدي او تر ډيره وخته حمله ونه ويني دا په دي معني نده چه مريضي دمنځه ولاړه ، د دوا په پريښودلو سره دتکرار حملي احتمال ډير لوړ دي خو په ځينو انسانانوکي د دوا پراستعمال سر بيره کله کله حملي پرتکررايږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب