دغو خوړو سره مو ذهن پیاوړی کړئ

هر هغه خواړه چې مونږ يي په ورځنۍ ډول استعمالوو زمونږ په وینه کې له جذبیدو سره زمونږ د بدن اړتیا پوره کوي او د بدن په ځینې برخو بیا ځانګړی اثر کوي.

د نړیوالې روغتیايي ادارې راپور پر بنسټ د ځینو خوړو استعمال د انسان ذهني وړتیا تر ۲۰ سلنه زیاتولی شي. دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې کولی شي د انسان ذهني وړتیا پیاوړی کړي.

۱- توت: د ذهني فشار او غصې په نتیجه کې د انسان اعصاب له وخت وړاندې کمزوری کیږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي. د توتانو په مختلفو ډولونو کې شته طبیعي مواد د ذهني فشار اثر په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. له ناک او چارمغز سره د توتانو استعمال د انسان عصبي حجرات ځوان ساتي چې په مرسته يي د انسان د فکر کولو وړتیا پیاوړی کیږي.

۲- کیله: د دماغ غوره فعالیت لپاره باید په وینه کې د ګلوکوز اندازه لږ تر لږه ۲۵ ګرامه وي او کیله یو له هغو میوو څخه دی چې خاصه اندازه ګلوکوز لري او ذهني وړتیا پیاوړی کولو لپاره ډیر زیات ګټور دی.

۳- هګۍ: ویټامین بي (Vitamin) د انسان یادداشت پیاوړی کوي او د اعصابو د عکس العمل خودلو عملیه ګړندی کوي. د ساینسپوهانو په وینا هګۍ د ویټامین بي تر ټولو غوره منبع ده.

۴- ماسته: ماسته د انساني بدن د اړتیا وړ مواد پوره کولو تر ټولو غوره طریقه ده. ماسته زیاته اندازه کلسیم، مختلف ویټامینونه او ځینې نور ګټور مواد لري کوم چې کولی شي د انسان ذهني وړتیا پیاوړی کړي.

۵- کب: کبان د اومیګا-۳ (Omega-3)، پروتین، اوسپنه او ویټامین بي خزانه ګڼل کیږي. په کبانو کې شته مواد د یاد تازه کولو او استدلال وړتیا زیاتوي.

۶- تور بانجان: دغه خواړه د عصبي حجراتو د پیغام رسوونکو مالیکولونو تر منځ اړیکه پیاوړی کوي کوم چې د ذهني وړتیا پیاوړی کولو کې ځانګړی ارزښت لري.

۷- کافي: په کافي کې شته د کیفین (Caffeine) په نامه ګټور مواد د انسان ذهني وړتیا او سترګو لید پیاوړی کوي. کافي د هغو کسانو لپاره چې زیات وخت کمپیوټر ته ناست وي یو له غوره مشروباتو څخه دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب