بيت العزت ته د قرآن د يو ځل نزول حکمت څه دی؟

د قرآنکريم نزول :

قرآنکريم په دوو مرحلو کې نازل شوی دی.

اول مرحله : په يو ځل د دنيا په آسمان بيت العزت ته نازل شوی دی.

دوهمه مرحله : په (۲۳) کلونو کې جلا جلا رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی.

بيت العزت ته د يو ځل نزول حکمت:

your ads

لومړۍ فائده: دا چې قرآنکريم د مسلمانانو په نزد سپېڅلی کتاب دی ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزه ده ، نو د اسلامي امت د تعظيم لپاره بيت العزت ته نازل شوی دی.

دوهمه فائده: خپل د قرآنکريم د شان تعظيم .

دريمه فائده : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شان تعظيم تر څو د آسمانونو ملائکې پوه شي چې الله جل جلا له هغه څومره لوړ شان ورکړی دی چې په ده باندې نازل شوی کتاب په يو ځل بيت العزت ته نازليږي .

څلورمه فائده : د اوو آسمانونو اهل ته دا اعلان چې قرآن ورستی آسماني کتاب دی .

پنځمه فائده : دا چې قرآن په يو ځل د يوې جملې په توګه بيت العزت نازل شوی دې ته اشاره ده چې الله سبحانه وتعالی عالم الغيب دی ، په ټولو حوادثو د واقع کېدو څخه مخکې پوه دی .

مثلاً : يقول ﴿قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا﴾[المجادلة: 1]

دا آيت کريمه د حادثې د واقع کېدو څخه مخکې د دنيا په آسمان کې بيت الغزت کې وو .

شپږمه فائده : نظر ټولو آسماني کتابونو ته دا د قرآن خصوصيت دی چې د يوې جملې او جلا جلا دواړه مرحلو نازل شوی دی .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب