له دنياوي پلوه د انسانانو ډلې

 

که چيرې په خلکو کې فکر وکړو . نو څلور ډلې دي:

۱ – د الله تعالى د حکمونو منونکي او د دنياوي ژوند له پلوه هم نېکبخته.

۲ – د الله تعالى د حکمونو منونکي او د دنياوي ژوند له پلوه ستړى.

۳ – د الله تعالى نافرمانه او د دنياوي ژوند له پلوه نېکبخته.

۴ – د الله تعالى نافرمانه او د دنياوي ژوند له پلوه هم ستړى.

اوس که چيرې له لومړى ډلې څخه وې نو دا طبعي او د الله له لورې ده ، الله تعالى فرمايي :

﴿ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ النّحل : ۹۷]

ژباړه: هر څوك چي ښه عمل وکړي كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي مؤمن وي، پر هغه به موږ په دُنيا کې سپېڅلى ژوند تېر کړو او (په اخرت کې به) دغسي خلكو ته د هغو اجر له ډېرو ښو عملونو سره سم ورکړو.

او که له څلورمې ډلې څخه وې نو دا هم طبعي او د الله ﷻ له لورې ده:

﴿ وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾ [سُوۡرَةُ طٰه : ۱۲۴]

ژباړه: او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

او که له دويمې ډلې څخه وې نو دا دوه احتماله لري :

اول دا چې الله ﷻ درسره مينه لري، غواړي ستا صبر امتحان کړي او  ستا درجې لوړي کړي:

﴿ وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۵۵]

ژباړه: او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کې په اخته كولو په تاسي ازمېښت كوو، او [اې پېغمبره!] صبر کوونکو ته زيرى ورکړه ،

دوم دا چې ستا په طاعاتو او عباداتو کې خلل او کمي ده ، ته ورڅخه غافله يې غواړي تا مبتلا کړي تر څو توبه وکاږې او د هغه لور ته متوجه شې:

﴿ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ السَّجدَة : ۲۱]

ژباړه: له هغه لوى عذاب څخه مخکې به موږ په همدې دُنيا کې (د يو نه، يو واړه) عذاب خوند په دوى باندي وڅكو، ښايي چي دوی (د خپلي سرکښۍ له کړنلارې څخه) راواوړي.

او که چيرې له دريمې ډلې څخه وې نو ووېرېږه ، ځکه دا د انسان لپاره خورا ناوړه حالت دى ، او انجام يې ډير بد دى ، د الله ﷻ له لورې خامخا عذاب راتلونکى دى، که چيرې مو د وخت له لاسه ورکولو وړاندې توبه ونه کړه، الله تعالى فرمايي :

﴿ فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : ۴۴]

بيا كله چي هغوى هغه نصيحت هېر کړ چي ورته شوى ؤ، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغو لپاره پرانيستې. تر دې پوري چي كله هغوى په هغو نعمتونو کې چي وربښل شوي ول، ښه ډوب شول. نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت کې د هغو دا حالت ؤ چي له هري ښېګڼي څخه ناهيلي ول.

( وذكّر فإنّ الذكرى تنفع المؤمنين )

خليلي زرمتى

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب