انسان کې جرمونو ته هڅوونکی جینونه وپیژندل شول

فینلینډ هیواد څیړونکو د نهه سوه جنایتکارانو ډي این ای (DNA) څیړلی چې په مرسته يې دوه جنایت او جرم ته هڅوونکي جینونه پیدا کړي. کومو خلکو کې چې دغه دوه جینونه موجود وي په هغوي کې جرم ته میلان ۱۳ ځلي نسبت عامو خلکو ته زیات وي.

مالیکیولر سایکیټرې نومې جریدې کې خپره شوې دغې څیړنې پر بنسټ په فینلینډ هیواد کې د ۵-۱۰٪ جرمونو اصلي لامل دغه جینونه دي چې ځینو انسانانو ته په ارثي ډول له مور او پلاره رسیږي.

د څیړنو پر بنسټ نور ډیر جینونه هم شته چې کولی شي انسان جرم ته وهڅوي چې دغه برخه کې بیا چاپیریال پر انسان خاص اثر لري.

څیړونکې وایي چې د دغو جینونو په مرسته د مجرم پیدا کول ناشونی دی.

څیړونکې ډلې مشر وایي: «دغه جینونه په ډیرو خلکو کې شتون لری خو له دغې جملې څخه اکثره بیا هیڅ ډول جرم سر ته نه رسوي.»

your ads

دغه څیړنه د خپل ډول لومړنۍ څیړنه ده. دغه څیړنه کې مختلف جرمونو مجرمینو یوه ډله برابره شوې وه چې دغه ډله کې ۱۱۵۴ قتل، د قتل اقدام او یا هم وهل ډبول کونکي کسان شامل وو. دغو کسانو له جملې څخه ځینې يي ډیر خطرناک ونه پیژندل شول او له دې ډلې څخه وویستل شول.

ډیرو کسانو کې د (MAOA) په نوم یو ډول جینونه موجود وو چې له دې څخه مخکې څیړنه کې د جنګي جین نوم ورکړل شوی و ځکه چې دغه جین لرونکي کسان ډیر ژر غوسه او جګړه کوي.

دغو کسانو کې یو ډول بل جین هم موجود و چې (CDH13) نامه سره نومول شوی. له دې مخکې څیړنه کې دغه جین د نشه يي توکو استعمال او د پاملرنې کموالی ناروغی (ADHD) اصلي لامل ګڼل شوی و. هغه کسان چې له دې ډلې څخه خطرناک نه وو پیژندل شوی په هغوي کې دغه جینونه موجود نه وو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب