د انسان د پيدایښت نظریې

انسان د ځمکې مخلوق نه دی (د امریکایي ساینسپوه نظریه)

د انسان د پیدایښت په اړه ګڼې نظریې شتون لري، چې له دې جملې څخه درې یې د یادونې وړ دي. لومړی د اسلام له نظره او دویم تر ټولو مشهور او عام شوې ساینسي نظریه د داروین د انسان د تکامل نظریه (evolution) ده. د تکامل نظریې د رد له پاره یوازې دوه درې پوښتنې بسنه کوي:
۱- که انسان د شادیانو له نسله وي او د شادیانو د تکامل څخه انسان رامنځته شوی وي، نو دا اوسني شادیان ولې انسانان شوي نه دي؟ باید د شادیانو ټول نسل ختم شوی وای، کله نه چې انسان راپیدا شوی ولې کوم شادي تکامل ونه کړ او انسان نه شو.
۲- کله چې شادیانو تکامل کاوه او انسانان ترې جوړېدل نو هغه مهال دا نور حېواناتو کې ولې تغیر نه دی راغلی؟ دوی هم باید تغیر کړی وای مثلاً فیل چې له ډېرې پخوا زمانې څخه شتون لري نو ولې ترې د تکامل په نتیجه کې کوم بل مخلوق جوړ نه شو.

د قران کریم له بیان څخه ټول خبر یو.

په درېیم قدم کې غواړم د امریکایي ساینسپوه ډاکتر Ellis Silver نوې نظریې په اړه یو څو کرښې ولیکم:
ډاکتر Ellis Silver په خپل نوي کتاب (humans are not from earth ) کې ادعا کړې چې انسان د دې کرې مخلوق نه دی. انسان چې د کومې سیارې له پاره جوړ شوی و، هغه ډېره ارامه او سکون ورکوونکې وه، هلته نه یخني وه او نه هم ګرمي، هلته انسان د خوراک له پاره هلو ځلو ته اړتیا نه درلوده بلکې انسان یو ډېر نازدانه مخلوق و، مګر د کومې غلطۍ له امله له هغه با سکونه ماحول څخه دې سیارې (ځمکې) د سزا ګاللو له پاره راغورځول شوی یا رالېږل شوی. چا چې دلته رالیږلی هغه د پوره قدرت لرونکی او په ټولو سیارو د واک چلوونکی دی. کتاب ټول له دلایلو ډک دی خو دلته یې د نمونې به توګه له څو دلایلو څخه یادونه کوم:
۱- په هغه سیاره کې چې انسان خلق کړای شوی دی د هغې او د ځمکې د جاذبې قوې (gravity) ترمنځ توپیر شتون لري. د هغې سیارې د جاذبې قوه بیخي کمه وه. د همدې لامله انسان ته تګ راتګ او ناسته پاسته اسانه وه، چې انسان هیڅ نوعه د ناراحتۍ احساس نه کاوه. په انسانانو کې د ملا درد د همدې جاذبې قوې له امله دی. په ځمکه کې د شته ټولو مخلوقاتو د ملا تیر ځمکې سره نږدې او تقریباً موازي دی، خو یوازینی مخلوق انسان دی چې د ملا تیر یې له ځمکې سره (۹۰) درجې زاویه لري، ځکه چې انسان ځمکې باندې د اوسېدو له پاره نه دی خلق شوی.
۲- په انسان کې چې څومره دایمي ناروغۍ شتون لري، په نورو مخلوقاتو کې نشته. په نړۍ کې داسې یو انسان شتون نه لري چې هیڅ مرض ونه لري، خو په حېواناتو کې له موقتي ناروغیو پرته هیڅ دایمي ناروغي شتون نه لري. له دې معلومېږي چې د انسان وجود د ځمکې له محیط سر ساز نه دی او په هغه سیاره کې چې رامنخته شوی له هغې سره یې وجود برابر دی.
۳- هیڅ انسان د اوږدې مودې له پاره لمر ته نه شي کیناستی، لمر کې یې سر ګنګسېږي، د اوړي په موسم کې لمر ته په ګرځېدو ناروغېږي، خو نور حیوانات په میاشتو میاشتو لمر ته ګرځي ولې تاثیر نه پرې کوي. هیڅ نوعه ناروغي نه ورته پېدا کېږي.
۴- انسانانو باندې کله کله بې له کوم دلیله خفګان راځي، زړه یې تنګېږي، بلکل لکه یو مسافر غوندې حالت غوره کوي. سره له دې چې د خپلوانو ترمنځ به وي. دا اصلاً فطرتاً دلته ناخوښ دی او خپل هغه اولنی ژوند غواړي.
۵- د ځمکې په سر د ټولو مخلوقاتو د بدن درجه حرارت د موسم په تغیرېدو سره بدلون کوي. مثلاً که ډېر تیز لمر وي، نو د نورو مخلوقاتو د بدن حرارت له هغې سره عیارېږي، اوس که ناڅاپه وریځ راځي نو د ټولو مخلوقاتو بدن به سیوري سره عیار شي، خو یوازینی انسان دی چې دغه خاصیت نه لري. برعکس د موسمي تبدیلیو سره انسان ناروغېږي، موسمي تبه یوازې په انسانانو کې شتون لري او نور حیوانات دغه تبه نه پېژني. له دې معلومېږي چې انسان د دې سیارې له پاره نه دی پیدا شوی او نور حیوانات د همدې سیارې له پاره خلق شوي دي.
۶- انسان له نورو مخلوقاتو سره فوق العاده توپیر لري. د انسان (DNA) او (gens) د نورو حیوانانو څخه مختلف او زیات دي.
۷- د ځمکې اصلي اوسېدونکي (حېوانات) د خوراک په پیدا کولو او خوړلو کې هیڅ نوعه ستونزه نه لري او خپل خواړه په اسانۍ سره خوړلای او هضمولای شي، خو انسان د ځان مړولو له پاره ډېرې هلې ځلې کوي. د خاصو خوړو ترڅنګ لومړی باید ځینې خواړه پاخه او نرم کړي ترڅو د ده د هضمولو وړتیا پیدا کړي. له دې هم جوتېږي چې انسان د دې سیارې مخلوق نه دی، ځکه خواړه یې ورته مناسب نه دي. که د همدې سیارې مخلوق وای د نورو حیواناتو به څېر به یې خواړه خوړلای شوای. انسان پخپله سیاره کې د خوراک له پاره دغو هلو ځلو ته اړتیا نه درلوده.
۸- په دې سیاره کې یوازینی مخلوق انسان دی چې په دوه پښو ګرځي. دا دې ښکاره ثبوت دی چې انسان د دې سیارې مخلوق نه دی.
۹- انسان د استراحت له پاره نرم بستر او ځای ته اړتیا لري. انسان له ټولو مخلوقاتو مختلف دی، نو ځکه د شادیانو له ارتقاء څخه نه دی رامنځته شوی. انسان چې چیرته تخلیق شوی، هغه ځای د ځمکې په څېر نه وو.
۱۰- د انسان نازک او نرم پوستکی لمر ته تورېږي او د همغې سیارې سره سم جوړ شوی دی، نو ځکه انسان ارام طبیعت خوښوونکی دی. انسان هڅه کوي لوړې او اراموونکې ماڼۍ ولري، لکه څنګه چې د ده پلرونو ته په هغه اولنۍ سیاره کې میسر و. په داسې حال کې چې نور مخلوقات له دغسې هڅو بې غمه دي. انسان یوازینی مخلوق دی چې عقل لري، د ښه ځای او ارام په اړه فکر کوي، خو نور حېوانات داسې نه دي.
انسان په دغه سخت ځای کې په اوسېدو سره سخت زړی شو. په داسې حال کې چې اصلي مزاج یې نرم، د محبت او ارام و، د انسان دې پرمختګ ته په کتو داسې برېښي چې دې سیارې ته راتګ یې له څو زره کلونو څخه زیات نه کېږي. نو ځکه خو لا هم د همغې سیارې خصوصیات لري.
پورتني نظریات د داسې شخص دي چې په هیڅ دین او عقیده باور نه لري او یوازې په مشاهداتو او تجربو باور لري. د ده نظریات لا تراوسه چا نه دي رد کړي. که د ډاکتر Ellis Silver نظریاتو باندې غور وشي نو په ښکاره د انسان په اړه د قران کریم وینا تاییدوي.

ژباړه او لنډیز: محمد سرور نیاومن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب