له خوب څخه د راویښېدلو سنت او دعا

له رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ریښتینې مینه، د هغه په پیروۍ کې ده:

د نن ورځی سنت

۱: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خوب نه د را ویښیدلو په مهال په خپل مبارک مخ لاسونه راتیرکړل تر څو د خوب اثر او نښانې لرې کړي.
۲: بیا به یی دا دعا وویله: الحمد لله الذی احیانا بعد ما اماتنا و الیه النشور
۳: مسواک وهل: د امام بخاری او مسلم روایت دی چې کله به رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم له خوبه را پاڅید، نومسواک به يې کارولو
۴: په پوزو اوبه تیرول: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله له تاسو له خوبه را ویښ شى، نو درې ځلې په پوزو اوبه تیرې کړئ، داځکه چې شیطان د هغه په خیشوم کې شپه تیروي.
۴: لاسونه دری ځلې مینځل: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: کله چی تاسو له خوبه راویښ شوی، نو مخکې له دې چې په کوم لوښي کې لاس ووهئ، دری ځلې خپل لاس ومينځئ.

ژباړه: سيد مصطفى حماس

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب