قمار يا جواری

د قمار تعريف :

هر هغه معامله که  په باز‌ۍ  لګولو، شرط لګولو يا دبخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم  وي  هغی ته قمار او ميسر وائی .

داسلام مقدس دين چه سراسر دعدل اوانصاف دين دی  ، داقتصادي  نظام لپاره هم  دخاص حدودو عدل او انصاف  ديوه  خاص نظام درلودنکی دی  .

اسلام داسې ظلم کله رواه کنړي شي  چه په هغی کې يو کس دغربت له پاسه نور هم غريب پاتی شي  اوبل کس بغير له کوم عمل اوخواری کښلو نه قارونی خزانه تر لاسه کړي  اويا دغريبانو اوفقيرانو دجيبونو نه رقم جمع کړ شي  اويوکس بغير له شرعی وجی نه په اتفاقی ډول دهغه مالک جوړ شي .

دقمار حرمت :

قوله تعالی :   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْم َيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90 سورة المائدة).

ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دې  څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .
قمار سخت نارواعمل دی چه په قرآنکريم په سختو ټکو حرام شوی دي .

اول : دې څيزونو ته رجس (ګنده ګی ) وفرمائل شو چه ددی نه بايد هر سالم عقل خپله اجتناب وکړی .
دوهم : داچه داد شيطان کار وګرځول شو.
دريم داچه دشرابو او جواری حرمت دبت پرستی سره جمع کړشو .

دجاهليت په زمانه دخلکوتر منځ  د قيمار کاربار ډیر ذيات ؤ ، خلک  ددی عمل دومره عاشقان وو چه ډير کرته به يې  خپل بال بچ او خپلی ښځی هم پری داؤ کولی ،

چه داسلام مقدس دين پر يوه ځل ټول د قيماربازی ډولونه  حرام اعلان کړل .
پدی قسم معاملو کط  بيع مزابنه ،محاقله ،ملامسه ،منابذه او حصاده او نور صورتونه موجود وو ، چه د احاديثو په کتابونو کې  ذکر شوي  دي  .

خو اوس زمان  دقمار څه ډولونه  له پخوا پاتی دی  ځني نور اوس  په نويو شکلونو را پيدا شوي دی  لکه :
لاټری  ، بخت حساب او  په سربسته ډبليو کې جايزی  چه په يوه ډبی کې هيڅ يا کم شی وي  اوپه بل ډبي  کې جايزه وي  او داسې نور دی .

دلاټری  ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام خو دخلکو هدف نه وي بلکې هدف يې د جايزی وتل وي .
پدی کې ګټه او توان نامعلوم  وي  ، د ډيروخلکو  پيسی جمع کيږی  او هغه د بخت او اتفاق په ډول بغير له کوم   عمل او خواري يو کس ته حواله کيږی  چه همدا قمار دي .

د قمار ټول نوی ډولونه  مولانا مفتی محمد رفيع صاحب په خپل کتاب جواهر الفقه  کې په پوره وضاحت سره جلاجلا بيان کړی دی  او همدارنګه  د هند د ندوة العلماء  دارالعلوم  فاضل  مولانا مجيب الله ندوی  په خپل کتاب اسلامی فقه کې  ښه وضاحت ورکړي دي  د نور وضاحت لپاره يې هلته وګوری .
زمونږ  ليکنه خو لنډه وي او په چټکه ټوکه دخلکو خبرول دي .

پخوانی ډولونه يې د بازی لګولو او شرط لګولو لکه د آسونو لوبه  ،کوتربازی  اونوری لوبی چه شرط پکې وی .

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو  . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )
يعنی  هر هغه څيز چه په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دي  چه دماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .

او حضرت راشد بن سعد اوحمزه بن حبيب قول هم همدغه دی چه ماشومان که په غوزانو ،هګو سره ګټلو پيللو او جنګولو لوبی کوي  دا هم په قمار کې شامل دی (جواهر الفقه ) .

پانګوالو او سوداګرو ته پيغام :

ښاغليو پانګوالو اوسوداګرو !
چاچه په رښتنی ټوګه افغان کړيدلی ولس ته دتجارت په برخه کې خدمت کړی متعال خدای ج په ژوند ،مال ،اولاد اواعمالو کې برکت واچوي  اوخدای  ج يې دې په دارينو کې سرلوړی لری .

دبانکونو جوړيدل خو واقعاً چه دخلکو لپاره ذيات سهولت دي هغه هم پداسې ملک کې چه هلته امنيت نه وي ،خوچه د اسلام اقتصادی نظام  مطابق وي .
نن زمونږ په هيواد کې بانکونه جوړ شوي خو ځنی يې په ناولې شيطانی بازار لړلی دی .

ددغه بانکونو پانګوالو څخه په ډيره مهربانی  زمونږ هيله داده چه خپل بانکونه دې د اسلام په اقتصادی نظام برابر کړی  ترڅو کټه يې نوره هم ذياته شی او دخلکو په زړونو کې ځای هم پيدا کړی .

اوهغه ښاغلی سوداګر چه په جايزه سره خپل جنس خرڅوی  لدی جايزي تير شئ ، ځکه که جنس مو ښه کيفيت ولری نو بې جايزی هم خرڅيږی  ولی که خراب وي  خو لومړی ځل به يې په جايزه وپلوری  دوهم ځل به يې بيا په څه شی خرڅوې  ؟

لدی نامناسب عمل څخه تير شئ .
ځکه داسې عمل په يوه اسلامی ټولنه  کې ډير نامناسب دي  بايد دولس دلويو قربانيو درناوي  وکړئ   اولږ  زمونږ د ولس  دربدره ګونډو او سپيرو يتيم انو ته وګوری  چه دا د څه لپاره ؤ ؟

حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب