ښځې ولې ډير غیبت کوي؟

که څه هم د ټولې نړۍ د ښځو په هکله مالومات راټولول چې ایا غیبت کوي که نه، ډیره ستونزمنه خبره ده خو د افغانستان د ښځینه وو په هکله چې څومره مالومات شته د هغه مالومات په رڼا کې د دوی د غیبت کولو او داسې نورو بې ګټې خبرو به تاسو ته دلته لږ رڼا واچول شي.

لومړی باید پدې خبره لږ غور وکړو چې ښځې په افغانستان کې عمدتاً په کوم کار خپل وخت تیروي، زما په اند په افغانستان کې ښځې او د هغوی عمده بوختتیاوې په څو مهمو برخو ویشلی شو د بیلګې په توګه:

د کلي او لرې پرتو سیمو ښځې ډیری د کور په کار لکه د ډوډۍ او دیګ پخول، د ماشومانو ساتنه او پالنه، د غوا یا میږو لوسل، تپۍ جوړول، د کور څارویو ته خواړه او د څښاک اوبه برابرول او په بعضې ځایونو کې په کرهنیزو چارو کې ونډه اخیستل. دا هغه عمده کارونه دي چې ښخې يي په کلي کې کوي.

په ښار کې بیا ښځې عمدتاً د ماشومانو ساتنه، پخلی او داسې نور واړه کارونه کوي او بعضې ښځې هم له کور نه بهر په دولتي یا غیر دولتي کارونو بوختې وي.
د ښځو له دومره بوختتیاوو سره سره ډیر داسې وختونه راځي چې ښځې یا نجونې له تعليمي (ښوونځی یا پوهنتون) بوختتیا نه پرته بل داسې غټ مصروف کونکی فعالیت نلري، په دې معنی چې ښځې ډیر مهال د دې ټولو بوختتیاوو سره سره وزګاره پاتې کيږي ځکه پورته یاد شوي کارونه منظم کارونه (لکه د نارینه وو) ندي.

د ښځو د مصروفیتونو څیړل د موضوع یو اړخ دی، د مسلې بل اړخ دا دی چې ښځينه ته هغه ټولینز او ديني خدمات چې نارینه ته وړاندې کيږي او شتون لري، هغوی ته يي نلري. د بیلګې په توګه نارینه هره جمعه په جومات کې یو څه نا څه مجبوراً اوري او لږ ممکن ورباندې تاثیر وکړي او پدې توګه بیلابیل اسلامي درسونه او حلقي د بعضې ټولنو لخوا جوړيږي چې معمولاً د نارینه وو لپاره وي. خو له بلې خوا چې ښځې ته ګورو، هغې ته له ټلویزیون پرته بل هیڅ داسې منبع نشته چې یوه نوې خبره ورته وکړي او ټلویزیون هم کله د هند بتان ورته ښکاره کړي او کله د ترکيي سیکیولار انځور او زمونږ په غیرتي نارینه وو کې هم دا خواص نشته چې له خپلې میرمنې سره هغه څه شریک کړي چې په جومات کې يي اوري یا يي بل چیرته اوري.

your ads

د دې او د دې په شان نورو عواملو په څیړلو سره څرګنديږي چې ښځه په ټولنه کې هغه علمي او روزنیزو امکاناتو ته لاس رسی نلري کومو ته چې يي نارینه لري، له بلې خوا مونږ په ټولیزه توګه ښځینه ته داسې هیڅ موکه هم نده ورکړې چې هغوی دې په علمي او اکادمیکو کارونو بوختې کړو.

ځکه نو په پایله کې ویلی شو چې د ښځینه د بې خبرۍ، غیبت او عبث کیدو لامل مونږ نارینه او زمونږ د ټولنې څرنګوالی دی، دا خبره په ډاډ کولای شم چې که د هرې ښځې په څنګ کې د خیر القرون د وخت نارینه ولاړ وي له دې نه به هم د خیر القرون د مهال ښځه جوړه شي او که برعکس د هغې په څنګ کې بې خبره، بې علمه، سرزوری، د رواجونو په لومو کې بند مسلمان ولاړ وي نو له شک نه پرته هغه (ښځه) به هم یو دوه ګامه نوره هم په تیاره کې مخته ولاړه وي.

د دې خبرې په نظر کې نیولو سره چې د افغانستان له نیم نه ډیر نفوس ځوانان او ماشومان دي، په دې خبره ټینګار کوم چې که هرڅومره زمونږ نارینه طبقه روښانه شي، هغوی ته په ټولنه او په تیره بیا په کورنۍ کې د ښځې د اهمیت په اړه مالومات ورکړل شي، هغوی ته دا خبره روښانه شي چې یوه روښانه ښځه د راتلونکي ماشومانو په روزنه کې څومره ګټوره کیدای شي، نو ښځې به هم تر ډیره کچې د نن ورځې له بدبختیو (چې غیبت کول او د نورو بې ګټې کارونو ترسره کول دي) خلاصې شې او د نارینه په شان په د ټولنې د تر ټولو مهمې برخې (کورنۍ) په جوړولو کې مهمه ونډه واخلي.

لیکنه: نثاراحمد اسلام مل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب