د رشوت لنډ بيان

رشوت څه شی دی؟

رشوت دادی چه يو سړی ديوه کار لپاره مقرر شوي وي او هغه پدی کار باندې دحکومت نه يا دکومی بلې اداری نه يا دکوم چا دطرف نه تنخواه اخلی بیاهم هغه ددی کار په بدل کې نوره څه معاوضه هم اخلي نودا رشوت شو.

رشوت داهم دی چه دکومې عهدی په وجه سره ده ته څه تحفه يا هديه ورکړشی ،يوځل نبی کريم صلی الله علیه وسلم يو سړی د زکات د ټولولو لپاره مقرر کړ هر کله چه هغه واپس راغی نو ويې ويل دا دومره م ال د زکات دی او دا نور ماته هديه راکړ شوی ده ،رسول الله ص وفرمائل هغه دې په کور کې کينی اوبيا د وګوری چه ده ته څوک هديه ورکوی يعنی دا تحفه د عهدی په وجه ورکړ شوي وه ..

رشوت په يوه ټولنه کې سخت تباه کونې آفت دې  رشوت چه کله منځ ته راشی نو بيا د عدل اوقانون ځای پيسی ونيسی دمظلوم حق نورهم پايمال اومجرم په پيسو ځان ته لاره باسې .

رشوتخور  هغه پست او ذليل سوالګر دي چه سره لدی چه الله ج  ده ته لوی مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې به بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې دفساد مخ نشی نيولای ځکه چه بيا دده خپل دمردارو  ډک کچکول افشاه کيږي .

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوی چه حکومت خو دافغانستان په ټول تاريخ  کې په فساد او رشوت خوری کې  لومړی مقام لري  بيان  ته يې هيڅ ح اجت ځکه نشته چه پدی باندی د نموړی اداری چارواکې هم قانع دي .
خو اوس دغه ذليل عمل د داکتر تر نوبت پوری هم رارسيدلی دي ، دکوم مريض چه نوبت څه ورسته وي هغه څه روپۍ چوکيدار ته په رشوت کې وړاندی کوي تر څو دده نمره مخکی کړی  او داسې نورو معمولې چارو کې .

د رشوت حرمت او د هغه خطرناکې پايلې :

الهی ارشاد:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَال النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( البقره ۱۸۸).
په ناحقه يو دبل مال مه خورئ اوهغه حاکمانو نه مه ورکوئ (درشوت په ډول  چه  فيصله ستاسو په ګټه وکړی ) ترڅوڅه مال دخلکو ځنی په ناحقه وخوری اوتاسی پوهيږ ی (چه دا ظلم دی ).
نبی ص ارشاد:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:”الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ
رشوت اخستونکی اورشوت ورکوونکی دواړه په دوزخ کې دي. (الطبرانی)

لَعَنَ اللَّهُ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ
دالله ج  لعنت دی  په قضاوت  باندي  درشوت اخستونکی اوورکونکی  (الطبرانی ،ترمذی ،حاکم او احمد)

لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلی َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم درشوت په اخستونکی او ورکونکی لعنت ويلای دی .

عن عبد اللّه بن بريدة، عن أبيه ، عن النبيِّ صلى اللّه عليه وسلم قال: “من استعملناه على عملٍ فرزقناه رزقاً فما آخذ بعد ذلك فهو غلولٌ”.

چا ته چه کوم کار وروسپارم ،په مقابل دهغه کې يې مزد هم ورکوم ،دخپل مزد نه علاوه چه نور څه اخلی هغه خيانت او رشوت  دی . (رواه ابؤداو.

حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب