قرنطین څه شی دی؟

د باوري او شکمنو پېښو سره د نږدې وگړو (گډ هستوگن، گډه زده کړې، گډ کارکونکي او په يوه ودانۍ کې تر يو چت لاندې يو ځای پاتې شوي) نږدې اړیکو لرونکو (روغتيایي کارکونکي او څارونكي) ناستې ولاړې او راشه درشه واله (د ناروغ د کورنۍ غړي، پوښتنې ته يې راغلي، د باوري او شکمن ناروغ په خونه کې د نورو اوسېدونکو سره په بنده کوټه کې ناست یا په يوه موټر او الوتکه کې تلونكي) له نورو جلا ساتل او په آزاد گرځېدو يې بندیز لګول قرنطين بلل کيږي.

قرنطين د روغي تولنې له اخته کېدو ، پېښو د ډیريدو د مخنيوي او په میکروب (ویروس) اخته کسانو د ژرموندنې لپاره تر سره کیږي چې د ټولنې له اخته کېدو او پيښو د ډیريدو د مخنيوي لپاره تر سره کيږي او معمولا د انتان تفريح دورې له مودې باید اوږد نشي ځکه چې پالنه يې لگښت غواړي او د گټو او تاوان د ارزونې په تله د آزادۍ له اخلاقي پولو بايد تير نه شو .

په کور کې پاتې کېدل:

د ځان ژغورنې اسانه او د قرنطین دودیزه او عامیانه بڼه په کور کې پاتې کېدل:

په کور ناسته او ځان گوښه کول له گڼې گوڼې څخه جلاوالی او له هغه کسانو لرې والی ډاډمنوي چې پر ویروس اخته خو دناروغی نښې نښانې پکې ښکاره نوي. د ناروغۍ دهرې نښې په راڅرگندېدو سره باید د تشخيص باوري کولو او درملنې لپاره روغتیایي مرکز يا اړوند مركز ته مراجعه وشي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب