د کرونا د انتشار په حالت کې د جمعې او د جماعت د لمانځه په اړه شرعي حکم

په دی کی شک نشته چی اسلام د رحمت دین دی، او په دی کی هر حکم او هر عبادت د یو مقصد لپاره وضع شوی دی، چی د هغی له جملی څخه د جمعي لمونځ او د جماعت سره لمونځ د دین د ساتنی او حفاظت لپاره وضع شوی دی، همدا راز د شریعت د ضروري مقاصدو څخه یو هم د نفس حفاظت دی، الله تعالی فرمايي: {وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} [النساء: 29] او ددی په څیر بی شمیره نصوص په قران کریم او نبوی سنتو کی راغلي دي، او لکه څرنګه چی خپل ځان ساتل فرض دي همدا راز نورو مسلمانانو ته د مرض انتقال هم حرام دی او ځان تری ساتل فرض دي، په دی هم ډیر نصوص دلالت کوي.

په فقهي کتابونو کی د هغه اعذارو په اړه ډیر څه ذکر شوي دي چی د جمعی او د جماعت د لمانځه د پریښودلو لپاره عذر ګڼل کیږي، لکه حجاوي په خپل کتاب الاقناع کی وايي: (ويعذر في ترك الجمعة والجماعة مريض وخائف حدوثه أو زيادته أو تباطؤه … ومن هو ممنوع من فعلها كالمحبوس ومن يدافع الأخبثين أو أحدهما أو بحضرة طعام يحتاج إليه وله الشبع أو خائف من ضياع ماله كغلة في بيادرها ودواب أنعام لا حافظ لها غيره ونحوه أو تلفه كخبز في تنور وطبيخ على نار ونحوه….) د جمعی او جماعت په پریښودلو هغه څوک معذور ګڼل کیږي چی مریض وي، یا ورته د مرض د رسیدو ویره وي، او یا هم د مرض د زیاتوالي او یا شفاء د تأخیر ویره ورسره وي… او هغه څوک هم معذور ګڼل کیږي چی د جمعی او جماعت څخه جبرا منع کړی شوی وي لکه زنداني او هغه څوک چی دواړه نوعه قضای حاجت یا یو نوع ورته ټینګ وي، او یا ډوډۍ یې مخ ته ایښي وي او هغه ورته اړتیا ولري، یوازی لږ خوراک خوړل نه بلکه هغه لپاره دا جایز دي چی ځان موړ کړي، او هغه چا لپاره هم د جمعی او جماعت لمونځ پريښودل جایز دي چی د خپل مال د ورکیدو ویره ورسره وي لکه غله یې چی په تلي کی پرته وي، یا یې د څاروو لپاره له هغه څخه پرته بل ساتونکی نه وي او داسی نور، او یا د مال د تلف کیدو ویره ورسره وي لکه ډوډۍ یې چی په تنور کی پوری کړی وي، یا یې اینګولی په اور ایښی وي، او داسی نور…

همدا راز د حنفي فقه مشهور کتاب حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح کی همدا شیان د جمعی او جماعت د پریښودو لپاره اعذار بلل شوي دي، په دی کتاب کی وايي: (“خرج به المريض” أي الذي لا يقدر على الذهاب إلى الجامع أو يقدر ولكن يخاف زيادة مرضه أو بطء برئه بسبب جلى وألحق بالمريض الممرض إن بقي المريض ضائعا بخروجه على الأصح جوهرة قوله: “لما روينا” أي من قوله صلى الله عليه وسلم: “الجمعة حق واجب على كل مسلم في جماعة إلا أربعة” الخ وعد منهم المريض قوله: “فلا تجب على من اختفى من ظالم” أفاد التعبير بظالم أنه مظلوم فإن كان اختفاؤه لجناية منه توجب حدا مثلا لا يسقط عنه الوجوب قوله: “المفلس” بالتخفيف الذي لا دينار له ولا درهم والمراد به هنا من لا يقدر على وفاء دينه قوله: “كما جاز له التيمم” أي فيجوز له ترك الجمعة كما جاز له التيمم…) د جمعی او جماعت ته د حضور څخه د صحت په شرط ګڼلو مریض خارج شو، یعنی هغه څوک چی مسجد جامع ته نشي تللی او یا په تللو خو قادر وي مګر د مرض موږ روایت کړی دی د زیاتوالی څخه ویره ولري او یا د یو ښکاره سبب لامله د مرض څخه د شفاء د وروسته والی ویره ورسره وي، د مریض سره حکما تیماردار هم تړلی دی په دی شرط د هغی د تللو په نتیجه کی د مریض بی رعایته پاتی شي د صحیح قول سره سم، دلیل یې هغه حدیث دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: جمعه په هر مسلمان باندی په جماعت سره فرض ده مګر په څلورو تنو باندی چی ددی څلورو له جملی څخه یې یو مریض یاد کړ، په متن کی دا عبارت (فلاتجب علی من اختفی من ظالم) یعنی جمعه په هغه چا واجب نه ده چی څوک د ظالم څخه پټ شوی وي، دا عبارت په دی دلالت کوي چی هغه به مظلوم وي، نو که چیرته پټیدل د کوم داسی جرم او جنایت له امله وي چی حد پری لازمیږي نو د هغه څخه د جمعی وجوب نه ساقطیږي، همدا راز (مفلس) د جمعی د لمانځه لپاره د حضور څخه معذور ګڼل کیږي، هسی خو مفلس هغه چاته ویل کیږي چی دراهم او دنانیر ونه لري مګر دلته تری هغه څوک مراد چی قرض ورباندی وي او هغه یې د اداء کولو څخه عاجز وي، نو ددی لپاره لکه چی تیمم جایز دی همدا راز ورته د جمعی د لمانځه پریښودل جایز دي….

دا ډول ډیر بسیط او عادي شیان دی چی فقهاو د جمعی د لمانځه او جماعت د پریښودلو لپاره عذر ګڼلی دي دا حالتونه خو د جمعی او جماعت د ترک لپاره عذر ګڼل کیږي، مګر موږ چی د کوم حالت سره مخامخ یو په دی کی ددی وړو او انفرادي عذرونو په پرتله ډیر زیات او لوی مشکلات وجود لري، که له یو پلوه په دی حالت کی د جمعی او جماعت لمانځه ته حاضریدل د هر فرد لپاره په وژونکي مرض باندی د مبتلاء کیدلو لامل ګرځي، نو له بل پلوه دا ډول تعامل د ټولی ټولنی لپاره د یو لوی مصیبت لامل ګرځي، نو له دی امله په دی کی هیڅ شک نشته چی ددی وبایی مرض د انتشار د ویری له امله د جمعی لمونځ او همدا راز د جماعت لمونځ پریښودل شرعي حکم دی چی په احادیثو کی یې ذکر راغلی دی او فقهاو پری تصریح کړی ده، په دی فعلي حالت کی د جمعی او جماعت لمونځ پریښودل باید د یو شرعي حکم په حیث تلقي کړی شي، یوازی د یو رخصت او یو عذر په توګه نه، نو څوک چی مسجد د جمعی او د جماعت لپاره ځي او د وایرس د انتشار لامل ګرځي هغه د ټیټ مقصد لپاره د لوی هدف د لاسه ورکولو لامل ګرځي چی دا کار د اسلامي شریعت سره په ټکر کی واقع دی، او شرعی قاعده وايي چی یتحمل الضرر الأخف اتقاء الضرر الأکبر، دا کار هغه وخت نور هم لازم ګرځي چی د هیواد حاکم او مسؤول ددی کار حکم وکړي او د مرض د انتشار د مخنیوي لپاره دا کار اړین وګڼي، کله چی د جمعی او جماعت لمانځه ته د حاضریدو حکم دا شو نو نور هر ډول تجمعات او مجالس کول خو اصلا جواز نه لري.

خو یوه خبره چی د هغی په اړه فقهي کتابونو څه نه دي لیکلي او یوه نازله بلل کیږي هغه دا ده چی ایا په مساجدو کی مطلقا د جماعت لمونځ او همدا راز د جمعی لمونځ معطل کړی شي؟ چونکه اذان او جماعت او د جمعی لمونځ د اسلام د شعایرو له جملی څخه دي نو دا بهتره معلومیږي چی اذان وکړی شي، او مؤذن او کوم یو نفر نیم چی هلته وي هغوي لمونځ وکړي، او مؤذن په اذان کی دا ووايي چی په خپلو کورونو کی لمونځ وکړئ، همدا راز د جمعی د لمانځه لپاره هم یوازی که څلور تنه او یا لږ زیات چی ډیر لیری لیری سره و دریږي او د جمعی لمونځ اداء کړي، په دی شکل به دا شعایر هم د ټولنی څخه غائب نه شي او ددی مصیبت مخه به هم نیول شوي وي، خو که ددی دری څلورو تنو موجودیت هم د کرونا وایرس د انتشار لامل ګرځیده بیا په بشپړه توګه متوقف کول هم جایز او درست کار دی.

والله تعالی اعلم و علمه اتم

مصباح الله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب