د اوسپني ګوتمۍ استعمال څنګه دی؟

په حدیث شریف کې راځي:

د حضرت عبدالله بن بریده رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي دی له خپل پلار څخه روایت کوي چي د یوه کس د اوسپني ګوتمۍ په ګوته وه، کله چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ولیدﺉ ورته ویې فرمایل: تا د دوزخیانو زېور په ګوته کړیدﺉ! هغه کس ګوتمۍ و غورځول، او بیا یې پوښتنه وکړه چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د څه شي ګوتمۍ په ګوته کړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د سپینو زرو ګوتمۍ جوړه کړه او سره زر مه ورسره ګډوه.

(ابوداؤد شریف: پاڼه: ۴۸۰)، (موطاء امام مالک روایة محمد بن الحسن الشیبانی:حدیث: ۸۱۷)، (مسند احمد حدیث: ۱۳۲) او داسي نور…

په فتاوی عالمګیري کي راغلي دي:

وفی الخجندی التختم بالحدید والصفر والرصاص مکروه للرجال والنسآء جمیعاً.

ژباړه: داوسپني، ژړو او.. ګوتمۍ هم د نارینه و لپاره اوهم د ښځو لپاره مکروه کار دی.

(فتاوی عالمګیری کتاب الکراهیة الباب العاشر، ټوک:۶ پاڼه: ۲۲۴)

په فتاوی حقانیه کي راغلي دي:

د نر او د ښځي لپاره د اوسپني ګوتمۍ استعمالول مکروه دي، د نر لپاره د سرو زرو ګوتمۍ هم نه ده روا، بلکې نر به د سپینو زرو ګوتمۍ چي تر ۵ ماشې پوري یې اندازه رسیږي هغه به استعمالوي، ښځه هم د سرو زرو او هم د سپینو زرو ګوتمۍ استعمالولای شي او د ښځې لپاره کومه اندازه نشته.

(فتاوی حقانیه: ټوک: ۲، پاڼه: ۴۱۰، ۴۱۷)

(فتاوی رحیمیه ټوک: ۱۰، پاڼه: ۱۵۹)

همدارنګه په:

(شامی ټوک: ۵ پاڼه: ۳۱۵، کتاب الحضر والاباحة فصل فی اللبس)

(مالابد منه، پاڼه: ۱۰، فصل در لباس)

(الفتاوی هندیه ټوک: ۵، پاڼه: ۳۳۵)

(البحر الراﺉق ټوک: ۸، پاڼه: ۱۹۱)

 عبدالغفار جُبير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب