د تاریخ مشهور طاعونونه: د عمواس او تور مرگ طاعون

ټوله نړۍ د کورنا د ویروس د چټکې خپرېدا له امله اندېښمنه ده. ورځ تر بلې یې مرگ ژوبله زیاتېږي. نوموړې نړیواله وبا دبشري تاریخ په لړ کې نوې نه ده، نړۍ د عمر ابن الخطاب په زمانه کې دې ته د ورته وبا شاهده پاتې شوې ده، چې بیا یې لړۍ په بېلابېلو زمانو کې ادامه پیدا کړې ده.

د نړۍ مشهور طاعونونه

موږ په خپل تاریخ کې دوه مشهور طاعونونه پېژنو: لومړې وبا د “عمواس” طاعون دی، چې د ۲۵- ۳۰ زره وگړي یې له منځه یوړل چې د قربانیانو له ډلې یې دوه مشهور اصحاب معاذ بن جبل او ابی عبیده ابن الجراح هم وو.
نوموړې وبا په ۱۷-۱۸ هجري کال کې د فلسطین په یوه واړه کلي “عمواس” کې پیل او بیا ټول شام چې هغه مهال لویه سیمه وه خوره شوه. د دغې وبا پر مهال د مسلمانانو سره د خپل ځانونو د خوندیتوب او د عبادتونو د ادا کولو په هکله گڼ شمیر پوښتنې راولاړې شوې وې، چې د نوموړې وبا په هکله مشهور مستشرق “یوسف فان اس” هر اړخیزه څېړنه تر سره کړې ده او په هکله ځانگړی کتاب په آلماني ژبه لیکلی دی.

دوهمه وبا هغه لوی طاعون دی، چې په ۱۳۴۸ میلادی کې په اورپا کې د “تور مرگ” په نامه وپېژندل شوه. چې دهغه مهال د اوسیدونکې درېمه برخه یې له منځه یوړل! نومړې وبا هم د مورخینو ا لیکوالانو پام ځانته واړاوه او په اړه یې گڼ شمیر کتابونه لیکل شوي دي. و باگانو په اړه ډېری داسې مورخینو او لیکوالانو هم لیکنې کړې دي، چې دوی یې هم د قربانیانو له ډلې گرځېدلي دي، لکه ابن الوردي، الحلبي او تاج الدین السبکي چې د جمعې په ورځ یې دخطبه وينا واوروله. د شنبې په ورځ په وبا مبتلا او د سه شنبې به ورځ وفات شو.

۲۰۲۰ م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب