قرآني کیسه او يووالی

إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ

یووالی ترهرڅه لوی ځواک دی او اختلاف ترټولو لویه کمزوري ده ځکه خو په اسلام کې په هرقیمت د یووالي د ساتلو امر شوی دی یعني که د ډېر زیات تاوان په ورکولو یووالی ټینګیدلی شي نو دا زیات تاوان دې ومنل شې خو یووالی دې له لاسه نه ورکول کیږې، په دې اړه دلته یوه قراني کیسه را اخلم : له فرعون نه د بني اسرائیلو له نجات وروسته موسی علیه السلام د څلویښتو شپو له پاره د طور غره ته ولاړ، په دې مهال کې سامري بني اسرائیل د خوسي پرعبادت اخته کړل او دا ښکاره شرک و، موسی علیه السلام چې د طور غره ته تلو نو د نبوت مسؤلیت یې خپل ورور هارون علیه السلام ته پریښود هغه د بني اسرائیلو د پوهولو ډېرې هڅې وکړې خو هغوی ونه منله او پخپل شرک اخته پاته شول.

[irp][irp][irp]

موسي علیه السلام چې کله بیرته راغی او قوم یې په شرک اخته ولید نو د قرانکریم له وینا سره سم له خپل ورور هارون علیه السلام نه یې په ډېره سختي سره پوښتنه وکړه : ای هارون ! تا چې کله دوی ولیدل چې په غلطه لاره روان دي نوتا ولي هغوی سمې لارې ته نه رابلل ایا تا هم زما لاره پرې ایښې ده، هارون علیه السلام ورته وویل: وروره ما له سر اوږیرې مه نیسه ما ډېر کوښښونه وکړل خو له ماسره دا اندیښنه وه چې ته به راته وایې: له ماوروسته دې په بني اسرائیلو کې اختلاف او بېلوالی رامنځته کړی دی او زما خبره دې نه ده منلې . قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا 92 أَلاَّ تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي 93 قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لاَ تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلاَ بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي . طه.

[irp][irp]

هارون علیه السلام هم نبي و او موسي علیه السلام طور ته د تګ په وخت کې خپل کار ده ته سپارلی و، هغه بني اسرائیلو ته ډېر نصیحتونه وکړل خو هغوی ونه منل، هارون موسي علیه السلام ته په ځواب کې وایي: که ما د خولې له نصیحت پرته کوم عملي ګام پورته کړی وی نوزه ویریدم چې فساد به هم ختم نشې او بني اسرائيل به په دوو ډلو وویشل شي ځیني به له ماسره شي او نور به د سامرې ملګرې شي او په دې ډول به اختلاف او جګړه پیل شي نو ځکه مې هغوی ته نصیحت خو وکړ او عملي ګام مې پورته نه کړ، تا ته په انتظار وم چې ته راشې او د سامري شرک او فساد له کومي ستونزې پرته ختم کړې، او موسی علیه السلام د ده عذر ومانه .

له دې قراني کیسي نه دا معلومه شوه چې د مومنانو په منځ کې اختلاف دومره بد شی دی چې د يووالي د خوندې ساتلو له پاره باید له بلې هرې لویې ګټې لاس واخیستل شې، په ټولنیز ژوند کې اتحاد او یووالی له هرشي مهم دی او بل شی که هرڅومره اهم وي خو چې اتحاد او یووالي ته ضرر وې نو هغه شی خپل اهمیت له لاسه ورکوې. هارون علیه السلام د سامري د ښکاره شرک په وړاندې ځکه اقدام ونه کړ چې په قوم کې د اختلاف ویره وه.

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب