د اصحابو کرامو په خندا د نبي صلی الله علیه وسلم خبرتيا او د قبر ياد

نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوه  ورځ  مسجد ته تشريف راوړى يوه ډله خلګ يې وليدل چي خاندي او دخندا په وجه يې  غاښونه سپين معلومېدل رسول الله جل جلاله  ورته و فرمايل: مرګ ډېر يادوئ که تاسو مرګ ډېر ــ ډېر ياد کړئ نو کوم حالت چي زه وينم (يعني خندا) به بيا نه پيدا کيږي پر قبر هيڅ داسي شپه نه تېريږي مګر قبر اوازونه کوي چي زه ديوازي والي کور يم، زه د خاورو کور يم، زه د نابودۍ کور يم او زه د چينجيو کور يم کله چي پاک مؤمن په قبر کي کښېښودل سي نو قبر ورته وايي ستا راتله دي مبارک وي ښه دي وکړه چي راغلي څومره انسانان چي پر مځکه باندي ګرځېدل په هغو ټولو کي ته وماته ډېر خوښ وي نو اوس به زما ښه سلوک  وويني  وروسته نو چي دمړي د سترګو ديد تر کومه ځايه رسيږي په هغه اندازه قبر ور ته پراخ سي او دجنت څخه يوه دروازه ورته خلاصه سي چي د جنت خوشبويي او ښه هوا ورته  راځي. کله چي يو بدعمله سړى په قبر کي کښېښودل سي نو قبر ورته ووايي ستا دراتلو دي مبارکي نه وي بد دي وکړه چي راغلې پر مځکه  چي څومره انسانان ګرځېده په ټولو کي مي ستا څخه بد راتله نن چي ته ماته و سپارل سوې نو زما معامله به ووينې ددې څخه وروسته  قبر پر راتنګ  سي دغه کس کښېکاږي ترداسي اندازې چي پښتۍ يې سره تيري  سي بيا اويا اژدها مارونه پرده باندي مقرر سي که چير ي يو مار پر دنيا باندي يو ځل پوکړي نو د زهرو له امله به  د مځکي پر مخ يو واښه هم نه سي پاته دغه ماران به نوموړي سړى تر قيامته پوري چيچي ددې خبري څخه  وروسته رسول صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: قبر يا د جنت يو باغ دئ او يا ددوزخ يوه  کنده ده.([1])

فايده: دالله جل جلاله څخه وېره زياته مهمه او اړينه خبره ده همدا وجه وه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم به هر وخت د الله جل جلاله څخه دويري په زيات فکرکي  و.

مرګ يادول د انسان لپاره زيات ګټور دئ ځکه نبي صلی الله علیه وسلم پورتنۍ نسخه وښوده چي د انسان لپاره مرګ يادول زيات اړين او ګټور دئ (يعني همدا دمرګ ياد دئ چي انسان دناوړو کارونو څخه ژغوري).

([1] ) ( مشکوة)

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب