قبچاق سلطنت او د ماسکو فتح

د چنګيز لمسيانو باتوخان، برکا خان او د دوى اسلافو چي پر لوېديز قبچاق دښت يې واکمني درلوده روسيه، بلغاريه، او ځيني نور ځايونه د روس تر شمال ختيځ پوري فتح کړه او هلته يې يوه پياوړې واکمني ټينګه کړه، چي پلازمېنه يې د ولګا پر غاړه د سَراى په نامه ښار وو. ( له ٦٢١ تر ٩٠٧ هـ د ١٣٢٤ تر ١٥٠٢ع.سره سم) دغو واکمنو ته په تاريخونو کي د سير اردو خانان ( د زريني اردو درلودونکي واکمن ) وايي او روسانو او لوېديزيانو د ګولډن هورډ (Golden Horde) نوم ورکړى دى. د څوارلسمي عيسوي پېړۍ په لومړيو کي دغو مغولو واکمنو اسلام ومانه او په دې توګه پر ټوله ختيزه عيسوي نړۍ اسلام غالب سو. پر بازنتيني سلطنت باندي د ولکې ټينګولو او پر قبچاق سلطنت باندي د اسلام د غلبې له برکته د روم د ټولواکمنۍ له څلورو برخو څخه درې برخي د عيسويت له ولکې ووتلې او د اسلام په مقدس دين روښاني سولې.( اسلام، پيغمبر اسلام٨٩مخ، دLewis Bernard; The Legacy of Islam  او Henry Pirenne; A History of Europe,p.48 په حواله، طبقات سلاطين اسلام ١٩٨مخ او طبقات ناصري٢/ ٢١٨مخ ).

د اټلس فتوحات اسلاميه په ٣٨٦ مخ کي د ”د ماسکو د فتحي“ تر سرليک لاندي داسي وايي:

د تاتاري واکمنو ګرائي کورنۍ له پنځلسمي تر اتلسمي ميلادي پېړۍ پوري د کريميا پر ټاپووزمه ( او د اوکراين پر ستره برخه ) حکومت کاوه.د دې واکمنۍ بنسټ ايښوونکى د آلتون اردو يو شهزاده حاجي ګرائي بن غياث الدين بن تاش تمور وو. د هغه يوه زوى منګلي نومي د ګرائي لقب غوره کړ. خو په ٨٨٠هـ/ ١٤٧٥م.کال چي يې ترکانو ته د باج ورکول ومنل ګرائي واکمنو يوازي د ”خان“ په لقب بسنه وکړه.

د ٩٧٩هـ/ ١٥٧١م.کال په پسرلي کي د کريميا د دغه ګرائي سلطنت واکمن (خان) د يولک شلوزرو پوځيانو سره روس ته مخه کړه. په دې لښکر کي عثماني پوځ او توپخانه هم وه. د دې لښکر کښۍ موخه داوه چي د ملکونو د لاندي کولو هوس د روسانو له سره وباسي. په دې جګړه کي اته زره روسان ووژل سول او پوځ يې تاش په تاشه سو. روسانو د ماسکو دفاع هم ونه کولاى سوه او د ٩٧٩هـ کال د لوى اختر ( ذوالحجې) د مياشتي پر ٢٧مه /د ١٥٧١م.کال د مى پر ٢٤مه عثمانيان ماسکو ته ننوتل. د کريميا خان له ماسکو څخه د پنځلسو زرو قيديانو سره را وګرځېد. تر دې فتحي وروسته د هغه لقب ” تخت آلان “ يعني د تخت په لاس راوړونکى سو.

download

په ٩٨٠هـ/ ١٥٧٢م.کال ګرائيانو پر روس باندي بل بريد وکړ او د اوکا (١) تر سيند پوري ورسېدل. د دې فتحي پايله دا سوه چي د روسانو لخوا د کاله د شپېتو زرو طلايي لېرو باج ورکولو په منلو سره سوله وسوه. په دې جګړه کي د روس څار ( تزار) څلورم ايوان د تاتاريانو د توپکونو د ډزو تاب رانه وړ ، دېرش زره سپاره او شپږ زره پلي سرتېري يې ترشا پرېښوول، له ماسکو څخه وتښتېدى. د کريملين په ماڼۍ کي د څار خزانه د مسلمانانو لاس ته ورغله.( د کريملين لفظ ترکي دى) او د څار د مېرمني دوه وروڼه هم په دې جګړه کي ووژل سول. په دې توګه د روس ”رُورِک“ (Rurik)واکمنه کورنۍ د پوپنا کېدو تر پولي ورسېده. دوهم سلطان سليم د دې فتحي له امله ګرائي واکمن ته مبارکي واستول او په مرصع توره، سوغاتونو او پاچايي فرمان سره يې وغټاوه.

د يادولو وړ ده چي اسلامي فتوحات ډېر پراخه دي او تفصيلات يې بېخي ډېر دي، خو موږ يې په لنده توګه يادونه وکړه.


(١) د روسيې د ولګا سيند يو مرستيال دى چي د ماسکو په سهيلي اورشو کي بهيږي.
د ماسکو سيند کولومنا ته نژدې په اوکا سيند ګډيږي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب