ملا محمد عمرمجاهد

ملا محمد عمرمجاهد

امیر المؤمنین
ملا محمد عمر
ملا محمد عمر

د شخص معلومات
پيدايښت ١٩۵۹
کندهار،ارغنداب ولسوالۍ
تاریخ وفات ۲۳ اپریل ۲۰۱۳ میلادی (په ۵۳ کلنۍ کې)
د مړینې لامل نری رنځ
تابعیت  افغانستان
مذهب اسلام
ګوند حرکت انقلاب اسلامي
طبی کیفیت په یوه سترګه معیوب
اولاد ۱۴

محمد عمر

چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توگه د ملا محمد عمر مجاهد په نامه يادېږي، په افغانستان کې دطالبانو د غورځنگ مشر او بنسټ ايښودونکي وو. هغه د ١٩٩۶ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ز پورې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جگړو پر مهال د وگړو د ژغورنې په موخه رامخته سو. د هغه پلويان محمد عمر ته د اميرالمومنين او محمد عمر مجاهد خطاب ورکړ. دا لقب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو علماؤ لخوا چې د افغانستان او هم پاکستان سيمييز خلک هم پکښې شامل وه د يوې جرگې په لړ کې د کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه ورکړل سو.[۱]

ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جگړه پيل کړله ده په يوه تد (نامالومه)ځای کې ژوند اختیار کړ. ملا محمد عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي، خو وروسته د اسامه د نیولو او د القاعدې د نورو غړو له افغانستان څخه وتنې، د امریکا دريځ نرم سو او طالبان یې د نوي دولت په چوکاټ کې سياسي هلو ځلو ته وروبلل، خو تر اوسه هم د شمالي ټلوالې د پرچمي غړو لخوا یې مخالفت کېږي او سولې ته نه پرېښودل کېږي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداگريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهگرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی.

مخینه

ملا محمد عمر(مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. د ملامحمد عمرمجاهد والد مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توگه وځلید . د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵زېږدي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل سو . ملامحمد عمرد خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو ترونو هر یو مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل سوه .

که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره سته. د هغه له خولې چې وېلي يې ؤ، هغه هېڅوخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه دی کړی، او هېڅکله د افغانستان څخه دباندې هم نه دی تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفرونه کړي دي خو په پښو او گاډو کې. باندنيان وايي چې د ملا عمر د همدې ډول ژوند تېرولو څخه ښکاري چې يو ساده ، دینداره او له نړۍ بې خبره افغان دی . ملا عمر داسې يو سړی دی چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غير مسلمانانو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه خپاره سوي دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر دی. ډيپلوماټان د ملا عمر څرگندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی دی، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي. د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د باندنيو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول.

زده کړې

ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانگړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توگه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۳۵۷ هـ ل ـ۱۹۷۸ م زېږدي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له لامله نیمگړې پاتې شوې.

شخصي ژوند او کورنۍ

له هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک له لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د خلکو له خولې چې لیدلی یې دی وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦’٦” فوټه يې ونه ده). کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري. د ملا محمد عمر ټوله کورنۍ له مسلکې اړخه دیني علماء تېرسوي او د دیني علومو مدرسین هم دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدریس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړي دي. له همدې لامله په سیمه کې خورا نوموتي يادېږي. د دا ډول ديني او دودیزې کورنۍ په منځ کې د ملا محمد عمر پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه روزنه په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې وړتيا وروبښله چې د افغانې ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مجاهداو سياسي شخصیت په توگه راڅرگند شي . په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم اوبی عدالتۍ څخه ژغورنې لپاره لستوڼي بډوهل او افغانستان د حتمي تجزیې له شره چې د شمالي ټلوالې پدرامي پرچميانو ورته پلانونه لرل وژغوري . تر دا اوسه پورې د ملا محمد عمر جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه يې ټول پخواني مجاهدین او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان هم ورکړي دي . ښاغلی عمر د کندهار ښار ته نژدې د سنگېسار د کلي په خټين کور کې ستر سوی دی . په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر تره ملامحمدحنيف لومړنی شخص ؤ چې د امریکایي یرغلگرو په هوایي برید کې په شهادت ورسید. ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري څخه محروم پاتې سوی ؤ او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړه سوی، خو ترونو یې بیا روزنه په ترسره کړې.

your ads

د روسانو په مقابل جهاد

ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي. دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د روزگان ولایت په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ. نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل سو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل سو . ښه موفق عملیات یې ترسره کؤل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم سو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلگرو روسانو او کمونستانو په بډواله په ډیرو مخامخ جگړو کې گډون درلود. د ملا محمد عمر د سنگر ملگري او مشران وایي چې ملا محمد عمر په هغه وخت د جهاد کې له لومړۍ سره چې عمر یې هم کم ؤ خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او وړتياوې یې درلودلې . وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې د روسي یرغلگرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وگرځید . د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل سو.

د میوند ، ژړۍ ، پنجوايي پر سیمو جگړې

له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جگړه بوخت ول، همدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې په مستیقمه توگه ملا محمد عمر سهیم ؤ. د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای سوې وسله د روسي جنگي شوبلو(ټانگونو) په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده. همدارنگه ملا محمد عمر یې په ویشتلو کې ځانگړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانگړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایي سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانگونه او نوروسایط تخریب سوي و چې د سړک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول سویو ټانگونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .نوموړی څلور ځله په جگړه کې زخمي سوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله ښۍ سترگه هم له لاسه ورکړې ده . د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې ، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې سی :

  1. د بدوانو پوسته :

د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی نسو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنگ حصار څخه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانگ چې د بدوانو د پوستې په ټانگ یې شهرت موندلی ؤ ملامحمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په مرسته په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .

  1. د محله جات په سیمه:

له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جگړې کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد ملاعبیدالله اخند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملگری و. د دښمن دومره ټانگونه او موټرونه وسوځول سول چي په سبا ورځ له لرې حخه لیدونکو خلکو چې دا سوزول سوی کتار لیده نو گمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، خو حال دا ؤ چې د قوې زیات موټرونه سوزول سوي ول او نور یې بېرته خپلو مرکزونو ته په شا سوي ول.

  1. کندهار ـ هرات لويه لار :

د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب سو) هم ورسره و، د روسانو په ځواک يې د برید لپاره یوازې د راکټ څلور گولۍ (مرمۍ) ورسره وې دوی له همغو څلورو گولیو سره د دښمن په کتار جنگ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانگونه وویشتل او ویجاړ یې کړل .

  1. د ملا عمر د نږدې ملکاري ملا برادر اخند له خولې :

ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې سوی و وئيل چي محمد عمر دومره زیات روسي ټانگان ویشتلي چې د کثرت له امله یې له ملگرو څخه شمیر گډوډ ؤ چې ټول به څومره و.

د روسانو له وتلو وروسته

په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د گیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت سو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملگرو په ملتیا د خپلو نیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.

د شر او پساد (کورنيو جگړو) پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس

د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس سي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره سي، خپل منځي جگړې پیل سوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل سول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه سوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره سول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل سو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل سوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول. ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ سوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات سوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل سویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ سول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ سو .

د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلگه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه سو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په گډه پوځي برید وکړ.

د ملامحمد عمر(مجاهد) قیادي شخصیت:

ملامحمد عمر(مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توگه د ځانگړي طبیعت او سلیقې څښتن دی .

نوموړی د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري، له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول سوې او معقولې وي. د بیلگې په توگه په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې گړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویي او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې .

ملامحمد عمر(مجاهد) د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: «الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي (میږتون) د قدرت هیڅ فرق نسته امریکایان او د هغوئ ملگري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (د افغانستان پخواني پاچا) غوندي روم ته ولاړسي او عسکر ( افراد ) به یې تاسو ته تسلیم سي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي .

که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي حکومت ړنگ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!

تاسي پوه سئ چې گډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د گډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا گران کاردی، مرگ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملگرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې به ښه وي .

ښایې په هغه وخت کې د ملا محمد عمر(مجاهد) په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص سوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر (مجاهد) د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص سوی وي .

دغه راز نوموړي د امریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلگرو او د هغوئ گوډاگیانو ته په اشارې سره وویل چې: «وسلې مرگ کولای سي ، خو مرگ گرځولی نسي » یاده جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو دیارلسو کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوگو ولید چې یرغلگرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرگونه وکړل خو له ځانه یې مرگ ونسو گر ځولی او دا دیارلس کاله مسلسل د ملا محمد عمر(مجاهد) په مشرۍ د اتلو مجاهدینو په لاس وژل کیږي، ژوبل کیږي او نیول کیږي .

او دا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلگر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرگونو پوځیانو د مرگ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.

د ملامحمد عمر (مجاهد) په نظر تر ډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري، د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک دی، سادگي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي .

نوموړی قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختگ له اساسیاتو څخه بولي او د ملگرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیږي چې مدبر اخلاصمند او جدي وي.

همدارنگه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خورا ښه کنترول لري او مطمئن وي .

د علماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي، سنگیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه دي، کلک عزم او په ټولو کارونو کې په یوه الله توکل او د هغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانگړي مشخصات دي.

همدا لامل دی چې ملامحمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلگروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.

د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام:

ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .

د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې او نوموړی له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول د هرمسلمان شرعي مسؤلیت گڼي.

ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .

عقیدوي او فکري انتماء:

ملامحمد عمر(مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی .

د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینگولو توصیه او ټینگارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت گڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي.

شخصي ژوند:

ملا محمد عمر(مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړي د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د «۷» کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې.

ملامحمد عمر(مجاهد) تر اوسه پوري نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ.

په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې د ملگروملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یو طرفه اقتصادي بندیزونه ولگیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنگل کیدلو حکم وسو، ملامحمد عمر(مجاهد) د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توگه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود.

د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوگنځی د دښمنانو له لوري تر مرگونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د گڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وگرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوگنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه گڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت .

په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته داسلامي امارت د امیر لقب ورکړل سو نوموړي ددې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل: «اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!

ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو گریوان ته لاس دراچوم .»

طبیعت اوشخصي مزاج:

ملامحمد عمر(مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنگ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر وي ځان لوړ نه گڼي، له خپلو ملگرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي، په مجالسو کې زیاتره د جهاد په اړه بیان کوي.

په وروستیو حالاتو د ژوند کې یې ورځنی مصروفیت:

د ملامحمد عمر مجاهدتر مشرۍ لاندې اسلامي امارت: د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې د یوه اسلامي خوځښت په حیث بنسټ ایښودل سوی او بیا یي گڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تر دې چې د زرگونو علماء کرامو، مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلگرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی .

د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه، د ټولو ماتحتو اداراتو په نگرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي .

د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي، دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي، پوځي، اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلا مشورې او پریکړې کوي .

د اسلامي امارت قضایه قوه یو جلا او پراخ تشکیل دی، چې په ابتدایه او مرافعه محاکمو او د تمیز عالي ریاست باندې مشتمل دی او په خپل کاري برخه کې فعالیتونه پرمخ وړي .

اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ سوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی، د نظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ، د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.

نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، د سیاسي چارو کمیسیون، فرهنگي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون، د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون .

د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره، د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصو عوایدو د راټولولو او تنظیم اداره دي.

په دې موده کې اسلامي امارت د سیمي د یوازیني برحال اسلامي نظام په حیث له خورا ډیرو ازمویښتونو او مشکلاتو سره مخامخ سوی، خو لله الحمد د الله تعالی په فضل او مرحمت تر دا مهاله له ټولو آزموینو بریالی او ژوندی وتلی او هر ځل یې په سختو شرایطو کې د ثبات او استقامت ثبوت وړاندې کړی دی.

د طالبانو د غورځنگ جوړول

کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر سول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنگېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جگړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې گڼ شمېر بې گناه وگړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې گډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر سوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او گڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای سول.
د راپورونو له مخې [۲] ، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، هغه دوه انجونې چې د سيمه ايزو قومندانانو لخوا تښتول سوي وې او عزت يې لوټ سوی وه، وژغورلې. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. ډېر ژر يې د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنگ رامېنځ ته سو.

د طالبانو لارښود

په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د حضرت محمد (ص) خرقه چې په صندوق کې کولپ سوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، (أمير المؤمنين, “د ايمان لرونکو امير يا قومندان.”[۳]) ، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا “اميرالمومنين” وي.[۴]. چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کابل د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول سو.

کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې سوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وگړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توگه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره گڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.

د ملا محمد عمر د حکومت په کلونو کې طالبانو يو ډېر سخت دريزه قانون پلي کاوه. د طالبانو د واکمنيو په کلونو کې ښځو دباندې د کار حق نه درلود. يواځينی ځای چېرته چې ښځو کار کولای سو هغه د روغتيا څانگه وه چېرته چې ښځينه ډاکټرانو او رنځورپالانو د نورو ښځينه ناروغانو درملنه او پالنه کوله. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځينه ښوونځي نه وه او همدا هم يو سبب دی چې د افغانستان ښځينه برخه بې زده کړو او نالوستي پاتې سوه. د ښځو د ستر په هکله ډېر سخت دريزۍ نه کار اخيستل کېده او د افغاني دود دستور له مخې يواځې څادر د طالبانو د غوښتنو بسنه نه کوله. دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو گڼل. د طالبانو په وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي. څنگه چې په ښځو باندې د طالبانو فرمانونه پلي کېدل همدارنگه سړيو باندې هم ځينې بنديزونه ولگول سول. سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي سوه، همدارنگه د غېر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز ولگېده. سينما گانې او موزيک سنټرونه بند سو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غلو لاسونه ترې غوڅېدل، د جنسي جرمونو په تور ښکېل کسان وژل کېدل. په زنا تورن تر هغه مهاله په ډبرو ويشتل کېدل ترڅو ساه ترېنه ختله. په کابل کې دغه ډول سزا گانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېدلې. داسې هم وييل کېږي چې طالبانو ډېري کلتوري ميراثونه له مېنځه يووړل او په همدې توگه يې د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړ کړل. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مېنځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرگونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنگه سوه.

په ۱۵ د نومبر، ۲۰۰۱ کال کې په امريکا باندې د ۹ د سپتمبر د حملو وروسته او د په طالبانو باندې د امريکا لخوا ځوابي يرغل وروسته، ملا محمد عمر د بي بي سي پښتو راډيو سره په مرکه وکړه چې په دې مرکه کې ملا محمد عمر د طالبانو د وفاداري غوښتنه وکړه او د امريکا د تباهۍ او له مېنځه تللو کار يې يو اوږده جگړه وبلله او په دې لوی کار کې يې د خپلو پلويانو ملاتړ وغوښت او دا يې هم وويل چې انشاالله ددوی جهاد به د امريکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې همداسې روان وي. په دې لړ کې د بي بي سي خبريال د ملا محمد عمر نه دا پوښتنه وکړه چې آيا منځلاري طالبان به د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړولو کې يوځای سي، نو د ملا محمد عمر ادعا دا وه چې،

ټول طالبان منځلاري دي. داسې دوه شيان دي: يو افراط دی او بل تفريط نو په دې برخه کې مونږ ټول منځلاري يو – او منځوۍ لار باندې روان يو.[۵]

د ٢٠٠١ کال نه وروسته

په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.[۶]

داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرگنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي.[۷]

داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په وزيرستان کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جگړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنگ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنگ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې ملا دادالله او جلال الدين حقاني او د پخوانی جهادي مشر گلبدين حکمتيار ډله هم گډه ده.

د ٢٠٠٦ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه بيان کې يې د افغانستان نه د بهرنيو پوځونو د وېستلو ډاډ څرگند کړی.[۸]

د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنوري په مياشت کې چې کله افغاني چارواکو د طالبانو وياند محمد حنيف ونيوه، نو وروسته د ږروېږنو يې افغاني چارواکو ته وويل چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېږي او د پاکستاني څارگرې څانگې آی اس آی لخوا يې ساتنه کېږي. همداسې ورته څرگندونه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ٢٠٠٦ زېږيز کال کې کړې وه چې بيا وروسته پاکستاني چارواکو يې انکار وکړ.

پښتو ویکیپیدیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب