په روژه کې لویي تاریخي پیښې

که په روژه کې داسلامي تاریخ ستروپیښو ته ځیر شو راته ښکاره به شې چې روژه د ځواک ،جهاد او کار سمبول ده اوپه روژه کې هیڅکله سستي ، کمزوري او له واقعاتو منډه نشته مسلمان باید خپل ژوند او ژوند چاري په ځواک ، متانت او میړانه سره پرمخ رواني ولرې اودژوند له ټولو حالاتو او ظروفو سر باید ځان روږدول ورته اسانه وې ، داسې نه چې ځیني عبادتونه یې له ژوند چارو نه وغورځوې او یادا چې ژوند اودژوند بوختیاوې یې د مهمو عبادتونوپه مخکي خنډ نشې ،داسي دي څوک نه وایې چې روژه کارونه په ټپه دروې اوټولنه شاته کوې داسي هیڅکله نده دالله دین ټول جهاد ده او الله دین انسانانو ته ډیر اسانه کړی دی ، قرانکریم دروژي په بیان کې دمسافر او ناروغه له پآره دروژي خوراک رواکړی دی او ددي بیان په ترڅ کې وایې : الله جل جلاله ستاسو له پار اسانتیا غواړي ، هغه تاسو ته سختي نه غوره کوې : یرید الله بک الیسر ولایرید بکم العسر، دلته موږ داسلامي تاریخ ځیني هغه لویې پیښې را اخلو چې په روژه کې رامنځته شوې دي اوپه دي سره به دا خبره هم روښآنه شې چې روژه دسستي او غفلت میاشت نه بلکي د نشاط او بیداري میاشت ده او بل دا چې دومره لویې پیښې د روژی تقدس او سپیڅلتیا ته هم زیاتوالی ورکوې او هغه ځکه چې روژه د قرانکریم د نزول میاشت هم ده او ددي پیښې یادونه چې قرانکریم کړي ده نو دایې دروژي سپیڅلتیا بللي ده او وایې : رمضان هغه میاشت ده چې قران پکي نازل شوی دی : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ.

1- د بدر لویه غزا

دبدر غزا ته د (فرقان) نوم ورکړل شوی دی یعني په دي ورځ دحق اوباطل ترمنځ فرق ښکاره شو :اسلام بریا ترلاسه کړه ، اسلام د دلوړو اخلاقودین ، دتوحید او تفکیر دین ، اودغوره ژوند او ښایسته اخلاقو دین دی او شرک چې بیلاري اخلاقي ټیټوالي او بي دیني ده ویې بایلله او لښکري یې تیت پرک او سرځوړي شوې ، داپيښه د جمعي په ورځ اولسم دروژي د هجرت په دویم کال رامنځته شوې وه قرانکریم ددي غزا په اړه وایې : ولقد نصرکم الله ببدر وانتم اذلة فاتقوا الله لعلم تشکرون ،(ال عمران) یعني په بدر کې الله له تاسو سره مرسته وکړه او تاسو کمزوري وئ ، له الله نه وویریږئ ، اوشکر وباسئ عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایې : دپیښه دجمعي په ورځ درمضان په اولسم رامنځته شوې وه اوپه دي کې داسلام ترټولو ستر دښمن او ددي امت فرعون ابوجهل هم وژل شوی و ،

۲- د مکې فتحه

دمکي فتحه قرانکریم مبنه او لویه فتحه بللي ده : انا فتحنا لک فتحا مبینا ( الفتح) دا پیښه دهجرت په اتم کال دروژي په شلم یا یوویشتم دجمعي په ورځ رامنځته شوې ده ، په دي مهال دخدای خونه له بوتانوپاکه شوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل مبارک لاس هغه بوتان نړول او دا ایت به یې تلاوت کاوه : وقل جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا .
او په پنځم هجري کال روژه کې د خندق دغزا تیاري نیول شوې وه که څه هم هغه غزا دهمدي کال په شوال کې رامنځته شوې وه

(۳) د تبوک د غزا

دا راز په روژه کې په نهم هجري کال د تبوک د غزا ځیني پیښې رامنځته شو ې او د القادسیه ، البویب او رودس فتوحات هم دروژي په میاشت کې رامنځته شوې دي .

(۴) یمن کې اسلام خپور شو:

د روژي په میاشت کې په لسم هجري کال په یمن کې اسلام خپور شو ، رسول الله صلي الله علیه وسلم علي بن ابي طالب رضي الله عنه له یوي ډلي مجاهدینو سره یمن ته ولیږه او دوی ته یې دیمن دخلکو له پاره لیک هم ورکړ ،

(۵) عزي بت مات شو

د هجرت په اتم کال په پنځه ویشتم دروژي خالد بن ولید رضي الله عنه په یوه سیمه کې د العزي مشهور بوت ونړاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې د عزي عبادت به بیا هیڅکله هم ونشې ،

(۶) اللات ونړول شو

د روژي میاشت په نهم هجري کال له طائف نه د ثقیف قبیلي پلاوی رسول الله صلي الله علیه وسلم ته د ایمان راوړلو له پار راغی او په همدي وخت کې د ثقیف قبیلي مشهور بوت اللات هم ونړول شو هغه چې دوی یې عبادت کاو ه ،

(۷) د الزلاقه بیښ شو

د جمعي د ورځي په سهار پنځه ویشتم د روژي په ۴۷۹ هجري کال کې د الزلاقه په نوم پیښه رامنځته شوه او دا په اندلس کې د مسلمانانو د ستر سالار یوسف بن تاشفین سوبه وه چې د صلیبیانو اتیا زره کسیز لښکر ته یې ماته ورکړه او د کفارو د لښکر مشري د شپاړلسم الفونس په لاس کې وه ،

(۸) عین جالوت سوبه رامنځته شو

په ۶۵۸ هجري يا (۱۲۶۰م)کال کې د روژي په پنځلسم د جمعي په سهار د (عین جالوت) مشهوره او تاریخي سوبه رامنځته شوې ده او دا د مصر د ممالکو د یوه وتلي واکمن سلطان قطز په لاس رامنځته شوې وه او دا سوبه په هغه قوم باندي وه چې هغه مهال یې د ماتولو تصور هم چا نشوی کولی او هغه تاتاری قوم وو ، په دي جګړه کې د سلطان قطز د ( وا اسلاماااه ) چیغه

روژه
صلاح الدین ایوبی

په اسلامي تاریخ کې په سروزرو ثبت ده او داراز په روژه کې د صلیبیانو پر خلاف د سلطان صلاح الدین هم ډیر فتوحات رامنځته شوې دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب