د خوب ډولونه: رښتینی او کاذب خوب کول

خوب:

د قران کریم د مبارکو آیتونو له رویه د نفس تحویل د مړینې یا خوب لامل  ګرځي.
دانعام د سوری په  ۶۰ مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ »
ژباړه :هغه چې  تحویلوی  ستاسو (نفس )په شپه کې ( په خوب کې) او پوهیږی  په هر هغه څه چې کوی تاسی  د ورځي  او بیا پاڅوی تاسی( له خوبه ) په دغه ( ورځ ) کښی تر معین  وخت(اجل) پوری بیا خاص هم ده ته  بیرته ورتلل ستاسی دی  بیا به خبر کړی (الله) تاسي په عملونو تاسو (په آخیرت کې  )
خوب په قرانکریم کې د معاد غوندې بلل شوی دی په دې مانا چې په خوب کې کالبد یا بدن ژوندی دی ، چې  داخوب د خدای قدرت د معاد په اړه ښیي او خوب د مړینې سمبول دی
دزمر   دسورې په ( ۴۲)مبارک ایت شریف  کې راغلي دی
«اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا …»
ژباړه :خدای (ج) تحویلوی نفسونه د مړینی په وخت ددوی او تحویل  دهغه (نفس) چې نه وی مړ تر معینې نیټي …
یانې په دواړو حالتو کې نفس تحویل اخیستل کیږی . د مړینی په وخت کې نفس بیرته جسم ته نه ګرځي مګر دپه  خوب  کې  تحویل شوی نفس په ويښیدو سره بیرته بدن ته را ګرځي تر معین وخت چی هغه د هغه جسم مړینه ده

د خوب ډولونه

رښتینی خوب :   رښتینی خوبونه د رمز په ډول دی چې د ویده سړی د نفس  (روح )او ملایکو د  لیدو  پایله ده
صافات د سوری  ۱۰۲ مبارک ایت شریف کې راغلي دی
«يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ »
ژباړه : زویه!ما په خوب کې ولیدل چي تا حلالوم .
رسول الله (ص) فرمايي:  دهغه  چا خوبونه  لیدل چې په اودس ویده شوی وی رښتینی خوبونه دی او نور  خوبونه یې غیر صادقه خوبونه دی
 کاذب خوبونه :  کاذب خوبونه د ډیرو خوړو ،  ډیر خوب او ناروغیو له وجې لیدل کیږي چي دې ډول خوبونو ته په عربي کښې« اضغاث او احلام» وايي یا هغه خوبونه ته وايي چې کومه روښانه محتوار ونه لري .
بله  ډول خوب لیدل حیرانونکی ښه اوبد خوبونه دی  دا خوبونه هغه  وخت لیدل کیږی چي تن او نفس سره جلا شی نفس سیر کوی او خپل په توانايي اوظرفیت مالومات راټولوي چې بیا هغه ساتل یا هیریږی  د راتګ په وخت کې شیطانی تصرفات په هغه کې کیږی او مالومات په اوهامو اړوي نو ځکه دا خوبونه یا درست یا غلط شی اوکیداسی  په هغه کې شیطانی تصرفات وشي یا د خوب لیدونکی ضعیف والی ددی سبب شی چې خوب د اصلی حالت څخه بهر شی
څه علما خوب بې مانا شی بولې او ډیر نورعلما بیا  خوبونه  ډیر مهم بولې او هغه د یو پيام درلودنکی بولی چې د رواني ، جسمي او بهرنیو پیښو وړاندوینه   بولې

خو په  قرانکریم کې دواړه ډول خوبوته راغلي دي .

د خوب بله ګټه بېله یو پیام  څخه د وجود د فعاليتونو د بيا پيل کولو د پاره  یوه قدرنی واک دی چې په هغه کې د هيڅ  مخلوق دخل   نشته نو د پنځو حواسو د آراموالي او بدني قوت دپاره يوازنى لاره همدا طبيعي خوب دى.
فرقان د سوری  ۴۷  مبارک ایت شریف راغلي دي

«وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا …»
ژباړه : او دغه (الله) هغه دی چې ګرځولې یې ده تاسی ته شپه لباس او خوب ارامی او ګرځولې يي ده ورځ وقت د ګرځیدو.

دخوب د ارامش لامل ګرځي  په ویښتیا کې روح او ځان نژدی وی او د ځان سټریا د روح د ستریا لامل ګرځي او کامله هوښیاری کمیږی او بدن د نفس امر نه اجراکوي ځکه هغه اجرا کولي نشي خوب بدن بیرته قوی کوی نو ځکه نفس له تنه وځي
د خوب بهر او دننه اختلاف تغیر لري یاني هر څه چې  ځان له  تن څخه لیري وي بیا هم ددوی ترمنځ اړیکې وي خو کیدای شی دا اړیکې تغییر ولري ددی  تغییر  په اساس   خوب په سپک او دروند خوب ویشل کیږي .

په قران پاک کې  دو ډوله خوب  ته اشاره  شوی ده یو سپک چي په عربی نعاس وسنه (کسر سین) ورته وايي چې مانا يې چرت وهل دي یاني  زړه او  ځان یوازې په  مغز تړلی وي چې سپک خوب بیا هم په دوه ډوله  ویشل شو ی دی چې سپک خوب ته  « نعاس » چې سترګې او غوږونه  د کاره لویږی  او  تر هغه لا سپک خوب ته « سنه»  دی چې لومړی سترګو او بیا  غوږونه د کاره لویږي.

دبقره د سوري ۲۵۵ مبارک ایت شریف کښې دا دواړه خوبونه راغلي دي

«اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ …»
ژباړه :نشته هیڅ معبود د عبادت  مګر هم دی دی  تل ژوندی په یو حال پاته   او نه نیسی دی پرکالی او نه  خوب …

آل عمران د سوری (   ۱۵۴  )مبارک ایت شریف راغلي دي

«ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّن بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُّعَاسًا يَغْشَى طَائِفَةً  …»
ژباړه :بیا یی راواستول د غم وروسته  امن پرکالی د خوب   چې لاندې يې کړه یو ډلی له  تاسو  .

انفال د سورې ( ۱۱  )مبارک  ایت شریف کې راغلي دي .

«إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ  »
ژباړه هغه وخت چې واچوله په تاسو باندی پرکالی( سپک خوب) لپاره د امن ستاسي…)

دنباء د سوری (  ۹  ) مبارک ایت شریف  راغلي دی

«وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا »
ژباړه :او ګرځولی دی خوب ستاسی ارام (راحت)

نسا د سوری (  )۴۳ مبارک ایت شریف کې  راغلي دی

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى
ژباړه : ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی  مه نژدې کیږئ لمانځه ته حال داچي تاسو مست یاست
د امام صادق د تفسیر په اساس د نسا د سوری ۴۳ مبارک ایت کې و داسی خوب هم شته چې په ویښه لیدل کیږی انسان ویښ وی خو په خوب کې وی یانی دی حالت ته موږ خمار یا ګیچ یا مستی حالت وی چي په دی حالت کښې څوک باید لمونځ ونه کړی

په قرانکریم کې د خوب وخت هم  مختلف دی
دا د اصحاب کهف کیسه  ده چې هغو  خوب دری سوه اونهه کاله ویده وه کهف سوري ۹- ۲۲ مبارک ایتونه د البقرې د سورې ۲۵۹ مبارک ایت کې عزیر ( ع) سل کاله مړ پاته شوی دی

پوهنمل محمود نظری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب