فيلان ولې په سرطان نه اخته کيږي؟

د څېړونکو له ډېرو څېړنو وروسته اوس جوته شوې ده، چې فیلان د پړسوب او سرطان ضد ګڼ ژنونه لري. وړاندې څېړونکو پر دې کار کاوه، چې ولې له فیلان په سرطان نه اخته کېږي، حال دا چې فیلان هم لکه د انسانانو په څېر تر ۷۰ کلنۍ پورې ژوند کولی شي.

اوس د امریکا شیکاګو پوهنتون کې پوهانو موندلې ده، چې د فیلانو د بدن پوستکی دومره ډبل دی، چې پړسوب پرې هېڅ اغېز نه شي کولی.

دوی وايي، د فیل په پوستکي کې د ”ټي بي ۵۳” په نامه چې د پړسوب مخه نیوونکی یو داسې ژن دی، چې د انسان او نورو حیواناتو د ژنونو پرتله ۲۰ برابره قوت لري.

د څېړنې پربنسټ، د فیل او لویو کبانو په څېر مخلوقات تر ډېره په سرطان له اخته کېدو لیرې پاتې کېږي.

پوهان په دې اند دي، د فیلانو او نورو حیواناتو د لویوالي یو لامل دا هم کېدای شي چې وژونکې ناروغۍ پرې ډېر اغېز نه شي کولی او بدن یې ژر وده کوي او لویېږي.

اوس پوهان هیله لري چې د یوه نوي کشف شوي پروتین په مټ د سرطان ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړای شي او يا دا چې سرطان په لومړي سر کې د سرطان د پرمختګ مخه ونیسي.

د ویلو ده چې حشرات خوړونکي بربنډ موږکان هم د سرطان ضد میراثي مخنیوي توان لري. 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب