د سعید بن جبیر رحمه الله همت او شهادت!

ديوه تابعي د سپېڅلو وينو او همت انځور:

سعيد بن جبير رحمة الله علیه د ابن الاشعث رحمة الله علیه سره يو ځاى سو د حجاج مقابله يې شروع کړه حجاج د عبد المالک بن مروان له خوا حاکم و او سعيد بن جبير رحمة الله علیه مشهور تابعي و او دلويو علماؤ څخه و دحکومت دده سره دښمني درلودل په ځانګړي ډول حجاج دده سره زياته دښمني درلوده لکه څرنګه چي مبارک تابعي دحجاج سره مقابله شروع کړي وه او هغه ونه کړاي سواى چي دى ونيسي نو خامخا يې دښمني ورسره کول د ماتي وروسته و مکي ته په پټه ولاړى حکومت مکې ته نوى حاکم ولېږى زوړ حاکم يې راوغوښتى نوى حاکم چي ورغلى خطبه يې وويل اوپه آخر کي يې د عبد المالک بن مروان دا فرمان خلګو ته واوروى چي هر چا چي و سعيد بن جبير رحمة الله علیه ته پناه ورکړه خير يې نسته.
وروسته حاکم د خپل ځان لخوا ورته وويل د هر چاپه کور کي که دى پيداسو نو هغه به وژل کيږي. يوازي دده کورنۍ نه بلکي د همسايه ګانو کورونه به يې هم ورغورځوم لنډه داچي دمکې حاکم په ډېر تکليف سره نوموړي تابعي ونيوى او حجاج ته يې وليږى حجاج ته د خپل درد (غصې) او وژلو موقع په لاس ورغله خپل مخ ته يې راوغوښتى او پوښتني يې ځني وکړې :
حجاج: ستا نوم څه شي دئ؟
سعيد رحمة الله علیه : زما نوم سعيد دئ.
حجاج: ستا د پلار نوم څه شي دئ؟
سعيد رحمة الله علیه : زما د پلار نوم جبير دئ. (سعيد معني نيک بخته او جبير معني اصلاح سوى) که څه هم په نومونو کي خو معني مقصود نه وي خو حجاج ته دغه ښه معني والا نوم هم خوند نه ورکوى نو پدې وجه يې ده ته وويل: ته شقي بن کسير يې ( شقي معني بدبخته او کسير معني مات سوى).
سعيد رحمة الله علیه : زما مور زما نوم تر تا ښه پېژندى.
حجاج: ته هم بدبخته يې ا وستا مور هم بدبخته ده.
سعيد رحمة الله علیه : په غيبو باندي ستا څخه علاوه يو بل ذات خبر دئ ( يعني علام الغيوب الله جل جلاله دئ)
حجاج: ګوره زه اوس تا وژنم.
سعيد رحمة الله علیه : نو زما مور زما نوم صحيح ايښى دئ.
حجاج: اوس زه تا د ژوند په بدله کي دوزخ ته لېږم.
سعيد رحمة الله علیه : که ماته معلوم واى چي دوزخ ستا په لاس کي دئ نو ته به مي معبود جوړ کړى واى.
حجاج: د نبي صلی الله علیه وسلم په هکله ستا څه عقيده ده؟
سعيد رحمة الله علیه : هغه د رحمت نبي و، د الله جل جلاله رسول و او په هدايت ښودلو سره ټولي دنيا ته لېږل سوى و.
حجاج: د خلفاو په هکله ستا څه نظر دئ؟
سعيد رحمة الله علیه : زه د هغوى محافظ يم هر څوک د خپل عمل زموار دئ.
حجاج: زه هغوى ته ښه وايم که بد؟
سعيد رحمة الله علیه : په کوم څه چي زه نه يم خبر د هغه په هکله زه هيڅ نسم ويلاى ماته يوازي خپل حال معلوم دئ.
حجاج: په دوى کي تاته تر ټولو خوښ څوک دئ؟
سعد رحمة الله علیه :ماته تر ټولو خوښ زما د څښتن تعالي جل جلاله راضي کوونکي دئ . په ځينو کتابو کي ددې جواب پرځاى داسي توري راغلي دي: د هغوي ځيني حالات پر ځينو باندي تر جيح ورکوي.
حجاج: د ټولو څخه زيات د مالک راضي کونکى څوک دئ؟
سعيد رحمة الله علیه : دغه کس و هغه چاته معلوم دئ چي د زړه پر ښکاره او پر پټ رازونو باندي علم لري.
حجاج: حضرت علي رضي الله عنه به په جنت کي وي که به په دوزخ کي؟
سعيد رحمة الله علیه : زه ددې څخه کم يم چي په پټوحالاتو باندي خبر درکړم.
حجاج: ته زما سره د ريشتيا ويلو اراده نه کوي؟
سعيد رحمة الله علیه : ما درواغ نه دي ويلي.
حجاج: ته ولي نه خاندي؟
سعيد رحمة الله علیه : د خندا خبره نه ده سوې چي زه وخاندم او هغه څوک به څنګه خاندي چي د خاورو څخه جوړ وي قيامت ته يې تلل وي شپه او ورځ په فتنو کي اوسي.
حجاج: زه خو خاندم.
سعيد رحمة الله علیه : الله جل جلاله موږ په مختلفو طريقو پيداکړى يو.
حجاج : زه خو تاوژنم .
سعيد رحمة الله علیه : زما د مرګ سبب پيداکونکى د خپل کار څخه فارغ سوى دئ.
حجاج: زه و الله جل جلاله ته تر تا ډېر خوښ يم.
سعيد رحمة الله علیه : په الله جل جلاله هغه څوک د لاوري نه سي کولاي چي تر څو خپله مرتبه معلومه نه کړي په غيبو يوازي الله جل جلاله خبر دئ وبس.
حجاج: زه به ولي دلاوري نه کوم زه د ټولني د پاچا سره يم او ته د باغيانو د ډلي سره يې.
سعيد رحمة الله علیه : زه د ټولني څخه جلا نه يم او نه فتنه خوښوم څه چي په تقدير کي دي هيڅوک يې نه سي بدلولاى.
حجاج: کوم شيان چي موږ د امير المؤمنين لپاره جمعه کوو ته يې په اړه څه نظر لرې؟
سعيد رحمة الله علیه : زه نه يم خبر چي تاسو څه شي جمعه کوى؟
حجاج: سره زر، سپين زر، ټوکران او داسي نور ، بيا يې دا شيان را وغوښتل او د سعيد په مخکي يې کښېښودل.
سعيد رحمة الله علیه : دا ښه شيان دي چي د خپلو شرطونو مطابق وي.
حجاج: شرطونه څشي دي؟
سعيد رحمة الله علیه : شرطونه دادي چي په دغه سره داسي شيان واخلې چي د قيامت په ورځ امن پيداکړي که نه نو شيدې ورکونکي به تى روه دونکى هېر کړي او حمل به وغورځي او سړي ته به دښه عمل څخه پرته بل هيڅ شى کار نسي کولاى .
حجاج: موږ چي دا شيان يو ځاى کړي دي دا ښه شيان دي.
سعيد رحمة الله علیه : ددې شيانو ښه والي تاته معلوميږي .
حجاج: ته په دې شيانو کي يو شى ځانته خوښوې؟
سعيد رحمة الله علیه : زه يوازي هغه شي خوښوم چي الله جل جلاله يې خوښوي.
حجاج: ستا دپاره دي هلاکت وي.
سعيد رحمة الله علیه : هلاکت دي هغه چا لره وي چي د جنت څخه ليري سوى وي او دوزخ ته داخل سوى وي.
حجاج : وښيه زه تا په کومه طريقه ووژنم ؟
سعيد رحمة الله علیه : کومه طريقه چي د ځان لپاره خوښوې.
حجاج: ايا زه تا معاف کړم؟
سعيد رحمة الله علیه : معافي د الله جل جلاله په نزد ده ستا معافي هيڅ شى نه ده.
حجاج: جلاد ته امر وکړى چي سعيد ووژني، سعيد رحمة الله علیه چي يې دباندي راوايستى سعيد رحمة الله علیه وخندل حجاج ته خبر ورکړل سو چي سعيد رحمة الله علیه وخندل حجاج راوغوښتى پوښتنه يې ځني وکړه چي ولي دي وخندل؟
سعيد رحمة الله علیه : ستا په زړورتيا باندي چي پر الله جل جلاله يې لرې او دالله عزوجل پر صبر باندي چي ستا په وړاندي يې لري.
حجاج: زه هغه څوک وژنم چي د مسلمانانو په ټولنه کي بيلتون رامنځته کوي بيايې جلاد ته وويل: دده سر زما په مخکي پرې کړه.
سعيد رحمة الله علیه وويل: زه دوه رکعته لمونځ کوم لمونځ يې وکړى او دا کلماتي يې وويل:
إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. (سورة آل عمران الاية :٧٩)
ژباړه : ما خپل مخ د هغه ذات ولوري ته واړوى چي اسمانونه او مځکي يې پيداکړي دي په داسي حال کي چي دباطل څخه وحق ته ميل کونکى يم او زه د مشرکانو څخه نه يم.
حجاج وويل: دده مخ د قبلې څخه واړوئ د نصاراوو و قبلې ته يې کړئ ځکه هغو هم په دين کي تفريق کاوه او اختلاف يې رامنځته کوى. ژر دده مبارک مخ واړول سو. سعيد رحمة الله علیه وويل:
وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ. (سورة بقرة الاية :١١٥) اَلکَافِي بِالسرَآِئر
ژباړه : الله جل جلاله لره ختيځ او لويديځ دئ هري خواته چي مخ واړوې هم هلته الله جل جلاله سته بېشکه الله جل جلاله پراخي راوستونکى اوزيات عالم دئ . الله جل جلاله کافي دى په پټو رازو کي يعني په پټو احوالو خبر دئ.
حجاج وويل: پړي مخ يې واړوئ موږ په ظاهر باندي د عمل کولو زمه وار يو.
سعيد رحمة الله علیه وويل: مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى. (سورة طه الاية :٥٥)
ژباړه :موږ ددې مځکي څخه پيداکړي ياست بېرته مو دې مځکي ته ورولو او بيا مو ددې مځکي څخه راباسو.
حجاج وويل: وي وژنئ!
سعيد رحمة الله علیه : زه تا ددې خبري شاهد جوړوم چي زه وايم لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده ورسوله.
ته دغه کلمه په ياد ساته کله چي زه ستاسره د قيامت په ورځ يو ځاى سم بيا به يې بدله درڅخه اخلم. ددې څخه وروسته شهيد سو. (انا لله و انا اليه راجعون)
دده په شهادت دده د بدن څخه زياته وينه ولاړه حجاج ورته حيران سو د خپل طبيب څخه يې پوښتنه وکړه چي ولي دومره وينه ځني ولاړه؟
طبيب ورته وويل: دده زړه ډېر ارام و په زړه کي يې د مرګ هيڅ وېره نه وه نو وينه يې پر خپل نورمال حالت باندي وه نو ځکه ډېر وينه ځني ولاړه. داسي نه لکه نور خلګ چي تر مرګ مخکي يې ټوله وينه دوېري څخه وچه سي. (۱)
ماخذ: قول الفهام
(۱):ذكر قتل سعيد بن جبير : قال وذكروا أن مسلمة بن عبد الملك … فقال سعيد فأينما تولوا فثم وجه الله الكافي بالسرائر قال الحجاج لم نوكل بالسرائر وإنما وكلنا بالظواهر قال سعيد اللهم لا تترك له ظلمي واطلبه بدمي واجعلني آخر قتيل يقتل من أمة محمد. الامامة والسياسة، ج:٢، ص: ٢١٩

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب