نس ناستې (Cholera) څه ډول ناروغي ده؟

کولرا یا نس ناستې  یوه حاده انتاني ناروغي ده کوم چی د Vibro cholerae  په نوم دیوي باکتریا په واسطه رامنځته کیږي  او  په انسان کي دبی درده اوبلن اسهال سبب ګرځي

په بعضی منتن اشخاصو کي په اختصاصی ډول سره  په زیاته اندازه اسهال موجود دي چی بلااخره یی د دعضویت داوبو د شدید کمښت(Dehydration) سره مخ کیږی  او کیداي شي دناروغ د مرګ سبب وګرځي.

دناروغي په شدید حالاتو کی دطبي لارښوونو خیال ساتل ډیرضروری ده  ناروغ ته IV یاهم رګ له لاري دمعایاتو دطبیق دناروغ دژغورني کیلی ګڼل کیږي.

دناروغي نښی نښاني:

دبطن ښخوالي چی درد هم ورسره وي، دخولي وچوالی،دپوستکي وچوالي،د سترګو ژوروالی، د ادرارو کموالی،دلبدي، دنبض زیاتوالی، پوستکی کی نرم داغونه،په ماشومانو کی غیر معولی بی خوبي، خستګی،استفراقات او داسي نور دي ….

دکولرا تشخیص:

دکولرا ابتدایی تشخیص له ناروغ څخه دتاریخچی اخیستل او د کولرا د اسهال ځانګړی وصف چی دوریجو  د اوبو په شان رنګ لري په نظر کی نیول دي ..

خصوصا په هغه سیمو کی چی هلته دکولرا خپریدنه تثیت شوي وي دکولرا د اسهال مایع چي  زیاتره وخت متحرکي دکامي ته ورته (V. cholera) شکل لري چی دتشخیص دپاره نوموړي باکتریا وي داسهال له مایع څخه جلا کیږي او بیا د  (TCBS).

(hiosulfatecitratebile salts agar)

په انتخابي میډیم یا  selective medium کی کلچر کېږي

همدارنګه PCR  ټیسټ هم دباکتریا په تشخیص کی  رول لري  مګر اوس دا دغه ټیست په زیاته اندازه نه استعمالیږي

مهیم تشخیص  چي کولرا له هغو نورو  ناروغیو څخه بيلوي کوم چي دهغوي سبب باکتریاوي، پرازیتونه او ویرسونه   او نور وي چی انتان دdesentry  سبب ګرځی دا  دي  چی  دناروغ وینه یا غایطه مواد کلچر شي

دناروغی تداوي:

ـ ORS (oral rehydration salts) مایع  دکولرا دناروغي ابتدایی تداوي ده دORS مایع په خپل ترکیب کي ګلوکوز او الکترولایتونه لري

ددي  تداوي موخه د هغو معایاتو  او الکترولایتونو اعاده کول دي کوم چی د داسهال په واسطه ضایع شوي وي همدارنګه ناروغ  باید خولي یا IV  له لاري  ته معاینات واخلي او که درد احساس کوي باید ژر تاثیر کوونکی انتی بیتک واخلي WHO یا دروغتیا نړیوال سازمان دخولی له لاري مایعایاتو طبیق غوره ګڼلی ځکه چی دخولی له لاری دمعایاتو تطبیق نظر درګ لاری دمعایاتو طبیق ته اسانه او ارزانه ده دغه محلول چی په خپل ترکیب کی ګلوګوزاو التکترولایتونه لری په نړیواله سطحه استعمالیږی

همدارنګه دشدیدو  انتاناتو  په صورت کی د tetracycline او doxycycline سیکلین هم خورا اغیزمن دي.

ژباړه: عبدالواحد رسولي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب